سیمه ییز خبرونه
په پاكستان كې ترهگري سياسي او ديني ملاتړ لري- قانوني
د افغانستان ملي ائتلاف د پاكستان د عالمانو شورا د مشر ورستۍ څرگندونې د افغانستان په وړاندې يو جنايت بولي.
د افغانستان د ملي ائتلاف د مشرتابه غړى محمد يونس قانوني وايي:
د پاكستان د عالمانو د شورا مولوي طاهر اشرفي څرگندونې ښيي، چې په پاكستان كې ترهگري له سياسي او ديني ملاتړ څخه برخمنه ده.
دوى همدار راز د افغانستان د سولې د بهير په باب د پاكستان ژمنو ته هم د شك په سترگه گوري.
د افغانستان د سولې عالي شورا د بهرنيو اړيكو مسوول محمد اسماعيل قاسميار كه څه هم د طاهر اشرفي څرگندونې د نوموړي شخي نظر بولي؛ خو ټينگار كوي، چې دا ډول څرگندونې د افغانستان د سولې بهير ته زيان رسولى شي.
محمد يونس قانوني د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو نېټي له اعلان څخه هر كلې كوي او وايي ، چې په هيڅ ډول بايد په دغو ټاكنو كې ځنډ را منځته نه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې يوه ورځ وړاندې افغان ولسمشر ټينگار وكړ، چې په هېواد كې به د شفافو ټاكنو د تر سره كيدو له پاره پوره هلې ځلې وكړي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا په قطر کې خپل پاتریوت توغندي ځای پر ځای کړل
شنونکي وایي، دا کړنې د توغندیو تحرک زیاتوي او د چټک لېږد یا د دفاعي جوړښت د بدلون زمینه برابروي.
رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د سپوږمکیو د وروستیو انځورونو له مخې؛ امریکايي ځواکونو له ایران سره د کړکېچ له زیاتېدا سره سم د منځني ختیځ په تر ټولو لویې اډې «العدید» کې «پاتریوت» توغندي پر هوايي دفاعي سیسټم نصب کړل، چې د احتمالي برید په صورت کې یې د کارونې زمینه برابره وي.
دا پرېکړه ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدا سره سم د نښتې خطر هم لوړ شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی، چې که خبرې اترې ناکامې شي، پر ایران به پوځي برید وکړي.
دغه راز ایران هم خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې به د امریکا ټولې اډې د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو هدف وګرځي.
د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې په «العدید» اډه کې د پاتریوت توغندیو شاوخوا ۱۰ سیسټمونه پر درندو تاکتیکي لاریو ځای پر ځای شوي دي.
شنونکي وایي، دا کړنې د توغندیو تحرک زیاتوي او د چټک لېږد یا د دفاعي جوړښت د بدلون زمینه برابروي.
د سیمې له نورو اډو ترلاسه شوي ورته انځورونه هم د پوځي حضور زیاتوالی ښيي:
د اردن موفق سلطي اډه: ۱۷ F15-E جنګي الوتکې، ۸ A-10 جنګي الوتکې، ۴ C-130 ټرانسپورټي الوتکې او ۴ چورلکې؛ همداراز د اډې په بله برخه کې ۴ EA-18G برښنايي جګړې الوتکې لیدل شوې دي.
د سعودي عربستان د شاهزاده سلطان اډه: یوه C-5 او یوه C-17 الوتکه؛ د تېر ډسمبر پر پرتله زیاتوالی ښيي.
په هند اقیانوس کې دیهګو ګارسیا: د جنورۍ له پای ته رسېدو وروسته ۷ نورې الوتکې زیاتې شوې دي.
په عمان کې د دخان اډه: د فبرورۍ پر لسمه د جنورۍ د پېنځهویشتمې پر پرتله د الوتکو شمېر زیات شوی دی.
ایران هم د تهران کرمانشاه، سمنان او د فارس خلیج ساحل ته نږدې تلتوغندیزې اډې جوړې او د «شهید باقري» نومې الوتکهوړونکې بېړۍ یې بندرعباس ته نږدې ځای پر ځای کړي، چې خپل دفاعي چمتووالی زیات کړي.
دا وروستۍ پوځي هڅې په داسې حال کې، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو او د وسلهوالو ډلو له ملاتړ سره د تړاو له کبله زیات شوې دي.
سیمه ییز خبرونه
د چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چین دولتي رسنیو راپور ورکړ، چې د هېواد په شمال کې د بیوټکنالوژۍ په یوه کوچنۍ شرکت کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول.
چاودنه شنبه سهار وختي د شانشي ولایت په شوویانګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د شینهوا خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت قانوني استازی نیول شوی او د پېښې په اړه د څېړنې ډله ټاکل شوې ده.
د شینهوا د څرګندونو له مخې؛ شرکت په یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی او د پطښې له سیمې څخه تیاره ژیړ لوګی پورته کېده.
د چاودنې علت تر دې دمه روښانه شوی ندی.
جیاپینګ بیوټکنالوژۍ شرکت، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې جوړ شوی؛ د څارویو د خوړو، د ډبرو سکرو محصولاتو او ساختماني موادو په اړه څېړنې ترسره کوي.
تازه خبرونه
د هند او افغانستان استازیو په بشکیک کې پر هراړخیزو همکاریو خبرې وکړې
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني او په دې هېواد کې د هند جمهوریت سفیر بیرېندر سنگهـ د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړې دي.
په بشکیک کې د افغانستان سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر آسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او بشري همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو تر منځ د متقابل باور د پیاوړتیا او ګډو همکاریو د پراخېدا پر اهمیت هم ټینګار وشو.
-
تازه خبرونه3 days agoد کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیالۍ یوه پلاوي انډونیزیا ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې پر همکاریو ټینګار وکړ
-
لوبی3 days agoنیوزیلینډ افغانستان ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد ۲۰۲۵ ز.کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۴ پخواني ځواکونه وژل شوي – یوناما
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد چین په شمال کې د چاودنې له کبله اته کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف

