سیمه ییز خبرونه
د بګرام زندان افغان حکومت ته سپارل کېږی
د افغانستان د عدليې وزير وايې، د روانۍ اوونۍ تر پايه به بګرام زندان په بشپړ ډول افغان حكومت ته وسپارل شي. د مخكينۍ هوكړې له مخې، ټاكل شوې وه، چې بګرام زندان د شنبې په ورځ ( د کب ۱۹ ) افغان حكومت ته سپارل شوى واى، خو د دې چارې د ځنډ عامل د عدليې وزير حبيب الله غالب تخنيكي ستونزې بولي.
د بګرام زندان د مسئوليتونو سپارل هغه مسئله ده، چې له يوه كال را په دېخوا پرې افغان او امريكايي چارواكو خبرې كړې دي.
ولسمشر حامد كرزي د شنبې په ورځ ( د کب ۱۹ ) د نړيوالو ځواكونو له لوى قوماندان سره د بګرام زندان د بشپړې سپارنې مسئله مطرح كړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايې، په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو لوى قوماندان جنرال جوزف ډنفورد هوكړه كړې، چې دا كار د روانې اوونۍ تر پايه بشپړ شي.
د عدليې وزير حبيب الله غالب په كابل كې په خبري غونډه كې وويل:
د بګرام زندان د سپارلو پروسه ځكه وځنډېده، چې ځينې قانوني او تخنيكي ستونزې شتون لري.
بل خوا د عدليې وزير د افغانستان په عدلي او قضايي بنسټونو كې په اوسنيو قوانينو نيوكه وكړه.
حبيب الله غالب زیاته کړه كوم قوانين، چې په تېرو لسو كلونو كې تدوين شوي، د هغو هېوادونو قوانينو ته ورته دي، چې ټولنيز او سياسي حالت يې له افغانستان سره سر نه خوري، نو ځكه دا قوانين تعديل ته اړتيا لري.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان اقتصادي بنسټونه هم تل په افغان حكومت كې له موجوده قوانينو شكايت كوي.
دوی وايې، اوسني قوانين د پانګه اچونې پر وړاندې خنډ دي او اداري فساد ته يې زمينه برابره كړې ده.
سیمه ییز خبرونه
په اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
تسنیم نیمه رسمي خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یاده الوتکه «د پولیسو د یوې ځانګړې قطعې د درندو ډزو له کبله ویجاړه شوې ده.»
ایران د یکشنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د اصفهان په جنوبي سیمه کې یې د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه ویشتلې ده.

د ایران سپاه پاسداران د دولتي سرچینې ایرنا لهخوا په خپور شوي راپور کې ویلي، چې «د فضايي ځواک، ځمکنیو واحدونو، ولسي او بسیج ځواکونو، امنیتي ځواکونو او اردو ګډ عملیاتو د دښمن الوتکه له منځه یږړه.»
د دولتي پریس ټلویزیون خبري سرچینې په ټیلیګرام کې د غورځول شوې الوتکې د ټوټو انځورونه خپاره کړي دي.
د امریکا په ټولنیزو رسنیو کې ځینې لومړني راپورونه شيي؛ ممکن امریکایي ځواکونو خپله الوتکه د F-15 د عملې د دوهیم غړي د ژغورلو پرمهال ویجاړه کړې وي، چې مخکې د ایران په خاوره کې ویشتل شوې وه.
د ایران د ادعا په اړه د امریکا لهخوا هیڅ رسمي ځواب ورکړ شوی ندی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د فبروري پر اتهویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له ګډ برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. په دې عملیاتو کې د پخواني مشر علي خامنهیي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
ایران هم امریکایي اډې په اسرائیلو، اردن، عراق او خلیجي هېوادونو کې له غچاخیستونکو بریدونو سره مخ کړي او د هرمز د سټراتیژیک تنګي له لارې یې بار وړل محدود کړي دي.

د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
په دوبۍ کې د اماراتو هوایي شرکت اوبپاڼې د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې ایراني وګړي د متحده عربي اماراتو له لارې د ننوتلو یا لېږد اجازه نلري.
دغه راز فلای دوبۍ اوبپاڼې څرګنده کړې: هغه ایرانی وګړي، چې د متحده عربي اماراتو «زرینه یا طلایي ویزه» لري؛ له دې قانون څخه مستثنا دي او اجازه لري، چې د دې هېواد له لارې داخل شي او یا ټرانزیټ وکړي.
دا بندیزونه په داسې حال کې پلي کیږي، چې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
-
تازه خبرونه4 days agoپه ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول
-
تازه خبرونه5 days agoملا برادر د یو میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۷ پروژې منظورې کړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه اصفهان کې مو د امریکا C-130 ملاتړې الوتکه رانسکوره کړه – ایران
-
نړۍ4 days agoپه راتلونکو ۲–۳ اوونیو کې به پر ایران سخت بریدونه وکړو- ترامپ
-
تازه خبرونه4 days agoدوه افغان وروڼه د آیرلینډ په سمندري اوبو کې د کبنیولو پرمهال ډوب شول
-
تازه خبرونه4 days agoله ۱۲۰۰ ډېر ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې خپل هېواد ته ستانه شول
-
څار5 days agoڅار: چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو اترو نوی کوربه
-
تازه خبرونه4 days agoپه چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې