لوبی
افغان ښځینه کرکټ لوبډله به پخپل حال پاتې وي – د افغانستان کرکټ بورډ
د افغانستان کرکټ بورډ په ډاګه کړې، چې د کرکټ بورډ نوي مشر میرویس اشرف دغه بورډ ته ویلي؛ ښځینه ملي لوبډله به په عادي ډول کرکټ لوبه روانه ساتي.
میرویس اشرف ویلي، چې د ښځو کرکټ لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا یوه بنسټیزه غوښتنه ده او دوی ژمن دي، چې خپل مسوولیتونه پوره او بشبړ کړي.
نوموړي زیاته کړې: زمونږ نجونې به په عادي توګه کرکټ کوي او مونږ په دې اړه د لومړنيو اړتياوو او ټولو آسانتياوو د پوره کولو په لټه کې يو.
هغه دا هم ویلي، چې د کرکټ نړیوالې شورا غوښتنې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره ارزښتمنې دي او دوی یې د پوره کولو لپاره پوره هڅې کوي.
د میرویس اشرف د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ له کرکټ بورډونو سره په اړيکه کې دي او غواړي له نړيوالو کرکټ بورډونو سره ښې اړيکې ولري.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان هم په دې غونډه کې ګډون درلود او د مشر په توګه د میرویس اشرف ټاکل یوه لاسته راوړنه بولي او په دې اړه زیاتوي، چې میرویس اشرف یوازنی مشر دی، چې ټولو هېوادوالو غوره کړی او ترې خوښ دي.
هغه زیاته کړې: اشرف صاحب! هېوادوال او د افغانستان کرکټ بورډ اداره له تاسې او ما څخه ډېره تمه لري. ډېري ننګونې او کارونه شته، چې باید د همغږۍ له مخې ترسره او هېوادوال خوښ کړو؛ ځکه، چې هیلې مو زړه راکښونکې او له ۳۰ میلیون دېر افغانان له کرکټ سره تړلي دي.
نصیب خان عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر لاسته راوړنو ته هم نغوته او اشاره وکړه او څرګندوي، چې عربي متحده اماراتو ته یې ډېر سفرونه کړي او هیله لري، چې دغه لاسته راوړنې به خپلو هېوادوالو ته ورسوي.
نصیب زیاته کړې: مونږ په متحده عربي اماراتو کې د هند کرکټ بورډ د عمومي مشر په ګډون د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او مسوولینو سره ګټورې ناستې درلودې او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه مو خبرې کړې دي.
په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو څانګو مدیرانو هم خپل وړاندیزونه او موخې له مشرتابه سره شریکې کړې او د داسې یوه مدیر پر ټاکلو یې خوښي څرګنده کړه، چې له کارکوونکیو، لوبغاړیو او ادارې سره پوره همغږي لري.
لوبی
په افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
په شپږمه لوبه کې ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۴ – ۰ ماتې ورکړه.
ابومسلم فراه او عمر ځواک د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو پر مهال پر ترتیب استقلال کابل او سرسبزیاشلر ته ماتې ورکړې.
په شپږمه لوبه کې ابومسلم فراه غوره لوبه وکړه او استقلال کابل ته یې ۴ – ۰ ماتې ورکړه.
محبوب حنیفي او امید پوپلزي په لومړۍ نیمایي کې د ابومسلم فراه لپاره ګولونه ووهل او دغه لوبډله له ۲ – ۰ بریا سره د دمې لپاره ووته. په دوهیمه نیمایي کې علیرضا پناهي او فرزاد تاجک هم دوه نور ګولونه ووهل او ابومسلم فراه پر آسانه بریا د لوبې درې واړه امتیازونه خپل کړل.
په اوومه لوبه کې عمر ځواک سرسبز یاشلر ته ۳- ۱ ماتې ورکړه او شاداب ملکزاده د دې لوبې غوره لوبغاړی شو.
ملکزاده د عمر ځواک درې واړه ګولونه ووهل او په هټریک سره یې د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه. مهران د سرسبز یاشلر یوازنی ګول وواهه؛ خو د عمر ځواک د بریا مخه یې ونه نیوله.
راتلونکې لوبې
د افغانستان اتلانو لیګ روشن نورې لوبې به د چارشنبې پر ورځ له دوه لوبو سره دوام وکړي:
- طوفان هرات ــ آریانا خوست
- خراسان فاریاب ــ عینو مېنه
د فوټبال مینهوال کولی شي دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
فاروقخان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو
احمدزی، چې د افغانستان کرکټ بورډ له مخکښو کورنیو لوبڅارانو څخه دی؛ د سپټمبر پرڅوارلسمه په نوي ډیلي کې د دغو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د لوبڅار دنده ترسره کړه.
افغان لوبڅار فاروقخان احمدزی د افغانستان او هند ترمنځ د درې شلآوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د لومړي ځل لپاره پر نړیواله کچه لوبڅاري وکړه او له دې سره هغه اووم افغان لوبڅار شو، چې په نړیوالو کرکټ لوبو کې لوبڅاري کوي.
احمدزی، چې د افغانستان کرکټ بورډ له مخکښو کورنیو لوبڅارانو څخه دی؛ د سپټمبر پرڅوارلسمه په نوي ډیلي کې د دغو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د لوبڅار دنده ترسره کړه.
نوموړی په دې وروستیو کې له یوې ټاکنې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د غوره لوبڅارانو په نوملړ کې شامل شوی و.
فاروقخان احمدزی له هغو افغان لوبڅارانو سره یوځای شو، چې په نړیوالو کرکټ لوبو کې یې د لوبڅار دنده ترسره کړې ده؛ په دې ډله کې احمدشاه درانی، احمدشاه پکتین او عزتالله ساپی هم شامل دي، چې اوس د کرکټ نړیوالې شورا(ICC) د نړیوالو لوبڅارانو په نوملړ کې دي.
احمدشاه پکتین په دې ډله کې تر ټولو ډېره تجربه لري او په ټسټ، یو ورځنیو او شلآوریزو لوبو کې یې لوبڅاري کړې ده.
احمدزی نړیوالې کچې ته له رسېدا مخکې د افغانستان په کورنیو لوبو کې د پام وړ تجربه ترلاسه کړې او په ۳۸ فرسټ کلاس، ۵۹ لیسټ ای او ۷۴ شلآوریزو لوبو کې یې لوبڅاري کړې ده.
د نوموړي لومړنۍ نړیواله لوبڅاري په یوه مهمه لوبه کې ترسره شوه؛ هغه مهال، چې افغانستان د شلآوریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې له هند سره مخامخ شو.
د افغانستان کرکټ بورډ احمدزي ته د دې لاسته راوړنې مبارکي ویلې او د نړیوالې لوبڅارۍ په مسلکي بهیر کې یې ورته د ډېرو نورو بریاوو هیله کړې ده.
لوبی
هند د اووه ویکټو پر توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او لوبه یې هیلهورکوونکې پیل کړه؛ خو د لوبډلې د منډو په منځنۍ برخه کې ناڅاپه پرلهپسې ویکټې ولوېدې، چې له کبله یې د لوبې لوری د هند پر ګټه واوښت.
د یکشنبې پر ورځ د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې د هند کرکټ ملي لوبډلې د شلآوریزو سیالیو د لړۍ د لومړۍ لوبې پر مهال افغانستان ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او لوبه یې هیلهورکوونکې پیل کړه؛ خو د لوبډلې د منډو په منځنۍ برخه کې ناڅاپه پرلهپسې ویکټې ولوېدې، چې له کبله یې د لوبې لوری د هند پر ګټه واوښت.
افغانستان د یوې ویکټې په بدل کې ۳۸ منډې کړې وې؛ خو په لنډه موده کې یې د پېنځه نورو منډو په بدل کې څلور ویکټې له لاسه ورکړې او ۴۳/۵ ته ولوېد. دې سقوط افغانستان له ستونزمن حالت سره مخ کړ او د سیالۍ وړ هدف ټاکلو چانس یې محدود کړ.
په دې لړۍ کې د افغانستان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د ویکټو ترمنځ د منډې وهلو پر مهال د یوې تېروتنې له کبله وسوځېد.
له پېنځه ویکټو وروسته عظمتالله عمرزي او محمد نبي هڅه وکړه، چې د افغانستان پاڼۍ بېرته منظمه کړي. عمرزي په حساب شوې او اغېزمنې توپوهنې سره پر ۴۴ توپونو ۶۴ منډې وکړې. نبي هم ۳۳ منډې وکړې او د دواړو لوبغاړو ملګرتیا افغانستان وتواناوه، چې د ۲۰آورونو په پای کې د اته ویکټو په بدل کې ۱۵۶ منډې وکړي.
د هند په توپاچوونکو کې ارشډیپ سینګ تر ټولو ښه وځلېد او د ۱۹ منډو په بدل کې یې درې ویکټې واخیستې. جسپریټ بومرا هم د چپ زنګون د ټپ له کبله په وروستیو لوبو کې له نشتون وروسته بېرته د هند په لوبډله کې شامل شوی و.
د افغانستان ۱۵۶ منډې د هند د پیاوړې توپوهنې پر وړاندې بشپړې نهوې. کوربه لوبډلې د هدف پوره کولو ته پر چټکۍ دوام ورکړ او ابیشک شرما په دې برخه کې مهم رول ولوباوه. هغه یوازې له ۳۲ توپونو ۸۲ منډې وکړې.
د شرما د چټکو منډو له کبله د هند پر وړاندې د پاتې منډو فشار پر چټکۍ کم شو. سره له دې، چې سنجو سامسون د ۱۰ منډو له کولو وروسته وسوځېد؛ هند د لوبې واک له لاسه ورنهکړ.
ایشان کیشن هم له ۳۳ توپونو ۴۲ منډې وکړې او له دې سره یې د هند مرسته وکړه، چې ټاکل شوی هدف له جدي فشار پرته پوره کړي. هند په ۱۳.۴آورونو کې هدف پوره کړ او د اووه ویکټو پر توپیر یې لوبه وګټله.
افغانستان اوس فرصت لري، چې د سېشنبې پر ورځ د شلآوریزو سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې د لومړۍ لوبې ماته جبران کړي.
دا لوبه به د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
څار3 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
لوبی3 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
لوبی1 day agoپه افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
نړۍ3 days agoپه یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
-
تازه خبرونه3 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
-
لوبی2 days agoفاروقخان احمدزي په نړیوال کرکټ ډګر کې اووم افغان لوبڅار شو
