ساینس او ټیکنالوژي
ختیځې آسیا ته د جوبایډن له سفر وروسته شمالي کوریا درې توغندي تجربه کړل
شمالي کوریا د پیونګ یانګ د سونان له اړوند سیمې د جاپان سمندر پر لوري سږکال د درې نویو لرې واټن ویشتونکيو توغنديو په ګډون ۱۷توغندي ازمویلی دی.
د جنوبي کوریا پوځ څرګندونه کړې، چې پدې اړه یې پلټنې پیل کړي او له امریکا سره یې همکاري کړې ده.
سپینې ماڼۍ په ډاګه کړې، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان له خپل جنوبي سیال سره د شمالي کوریا د لرې ویشتونکيو توغندیو د ازموینې په اړه خبرې کړې دي.
د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د امریکا او جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکارانو د شمالي کوریا د دغو توغندیو ازموینه غندلې او ژمنه یې کړې، چې له په دې اړه به خپل ګډ کار روان ساتو.
د امریکا د هندي او اوقیانوسیه هېوادونو قومندانۍ په یوه رسنیزه اعلامیه کې ویلي، چې ختیځې آسیا ته د جو بایډن د سفر له پای ته رسیدو څو ساعته وروسته شمالي کوریا د لرې واټن ویشتونکیو توغندیو له وروستیو ازموینو خبر شوی دی.
دغه راز څرګنده شوې؛ مونږ د شمالي کوریا د څو توغندیو له ازموینو خبر یوو او له خپلو متحدینو او شریکانو سره له نږدې مو ارزونې او مشورې روانې ساتلې دي
جاپان هم د شمالي کوریا د مشکوکو توغنديو له ازموینې خبر ورکړی دی.
د جاپان دفاع وزیر نوبو کیشي ویلي، چې جاپان شمالي کوریا ته د نن سهار د توغندي د ازمویلو په اړه خپل احتجاج کړی دی. دغه احتیجاج په بیجينګ کې د سفارت له لارې له ډيپلوماټيکو لارو ورسپارل شووی دی.
هغه ویلي، د جاپان، امریکا، آسټرالیا او هند ترمنځ له غونډې سمدستي وروسته د توغندي آزموینه یو ښکاره او په بشپړه توګه د نه منلو وړ پاروونکی عمل دی.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې د شمالي کوریا لخوا د ازمویل شویو توغندیو له کبله کوم زیان رامنځته شوی ندی.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغو توغندیو له توغولو او ازموینې یوازې څو ګړۍ مخکې له سیمې وتلی و.
ساینس او ټیکنالوژي
له افغان بیسیم شرکت سره د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شو
د عنایتالله الکوزي د څرګندونو له مخې، دغه انټنونه به د کندهار، پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او د فرضي کرښې په اوږدو کې جوړ شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ویلي، له افغانبیسیم مخابراتي شرکت سره د ۲۶۹ میلیون افغانیو پر ارزښت د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د عنایتالله الکوزي د څرګندونو له مخې، دغه انټنونه به د کندهار، پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او د فرضي کرښې په اوږدو کې جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه د مخابراتو د پراختیا صندوق د یوولسمې پروژې په چوکاټ کې د ۵۰ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شوي دي.
ساینس او ټیکنالوژي
ساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
دا انځورونه د امریکا د هاوای ایالت «ډنیل کې. اینوي» پر لمریز ټلسکوپ اخیستل شوي او هغه ګردابونه په کې ښکاري، چې قطر یې له ۱۹ څخه تر ۱۷۰ کیلومټر پورې رسېږي.
ساینسپوهانو د نړۍ د تر ټولو ځواکمن لمریز ټیلسکوپ پر مرسته د لمر د سطحې تر ټولو روښانه انځورونه ثبت کړي دي. دا انځورونه د لمر په خورا تودو ګازونو کې تاوېدونکې بڼې ښيي، چې د څېړونکو د څرګندونو له مخې د ونسان وان ګوګ «ستوریزه شپه» نومي اثر انځور ته ورته ښکاري.
دا انځورونه د امریکا د هاوای ایالت «ډنیل کې. اینوي» پر لمریز ټلسکوپ اخیستل شوي او هغه ګردابونه په کې ښکاري، چې قطر یې له ۱۹ څخه تر ۱۷۰ کیلومټر پورې رسېږي.
څېړونکي وايي؛ دا لومړی ځل دی، چې د کلوین ـ هلمهولټز بېثباته نومې پدیده د یوه ستوري پر سطحه لیدل کېږي. دا پدیده هغه مهال رامنځته کېږي، چې د ګازو دوه بهیرونه په بېلابېلو چټکتیاوو سره د یو بل ترڅنګ وخوځېږي او ګردابونه جوړ کړي.
د ساینسپوهانو د څرګندونو له مخې، دا موندنه د لمر د چلند او د لمریزو لمبو او چاودنو د لاملونو په ښه پوهېدا کې مرسته کوي، چې کله ناکله پر سپوږمکیو، د موقعیت موندنې پر سیسټمونو(جيپياس)، د برښنا پر شبکو او د ځمکې پر مخ پر مخابراتو اغېز کوي.
څېړونکي دا موندنه د لمر پېژندنې په برخه کې مهم ګام بولي او وایي؛ نوي انځورونه د علمي ارزښت تر څنګ ځانګړې ښکلا هم لري، چې د وان ګوګ «ستوریزه شپه» او د کاټسوشیکا هوکوسای« کاناګاوا لویه څپه» هنري آثارو ته ورته دي.
ساینس او ټیکنالوژي
ناسا د سپوږمۍ او مریخ د یوکلن تمثیلي ماموریت لپاره د رضاکارانو نوملیکنه پیل کړه
د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.
ناسا د هغو رضاکارانو د نوملیکنې بهیر پیل کړی، چې غواړي د سپوږمۍ او مریخ د راتلونکو فضايي سفرونو لپاره په یو کلن تمثیلي ماموریت کې ګډون وکړي.
د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.
غوره شوي رضاکاران به شاوخوا یو کال په دوه ځانګړو استوګنځایونو کې ژوند او کار وکړي. دغه استوګنځي داسې جوړ شوي، چې د ژورې فضا د سفرونو انزوا، محدودیتونه او عملیاتي ننګونې تمثیل کړي.
ناسا وایي؛ له دې تمثیلي ماموریت موخه دا ده، چې وڅېړي فضايي عمله د اوږدمهاله فضايي سفر او د سپوږمۍ او مریخ پر سطحه د فعالیتونو له شرایطو سره څنګه ځان عیاروي. د دې څېړنې موندنې به د راتلونکو فضايي ماموریتونو لپاره د ستورمزلو د خوندیتوب او چمتووالي په ښه کولو کې مرسته وکړي.
ګډونوال به د ستورمزلو په څېر بېلابېلې دندې ترسره کړي؛ لکه د سپوږمۍ او مریخ تمثیلي پلټنیز سفرونه، د سپړنیزو وسایطو چلول او علمي څېړنې. دا ټول به د محدودو سرچینو او هغو مخابراتي محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره کېږي، چې په ژوره فضا کې یې تمه کېږي.
ناسا ویلي، دا څېړنه به د آرټمیس پروګرام، د سپوږمۍ دایمي اډې د جوړولو د طرحې او مریخ ته د لومړي انساني سفر د چمتووالي په برخه کې هم مرسته وکړي.
دغه نوی پروګرام د ناسا د HERA او CHAPEA پروژو ځانګړنې په یوه ګډ ماموریت کې راټولوي. رضاکاران به لومړی د HERA په استوګنځي کې فضا ته د سفر تمثیل تجربه کړي او وروسته به د CHAPEA استوګنځي ته ولېږدول شي، چې د سپوږمۍ یا مریخ د اډې بڼه لري.
د ماموریت په اوږدو کې به څېړونکي د ګډونوالو فزیکي روغتیا، رواني وضعیت او کاري وړتیا پرلهپسې څاري. همدارنګه به هغه ټکنالوژۍ، عملیاتي کړنلارې او د استوګنځایونو سیسټمونه هم وارزول شي، چې په راتلونکو ژورو فضايي سفرونو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.
ناسا له هغو کسانو، چې د دې ادارې روغتیايي، تعلیمي او رواني شرایطو لرونکي دي؛ غوښتي، چې نوملیکنه وکړي. نوماندان باید د څو پړاوونو له ارزونې، بشپړو روغتیايي او رواني معایناتو وروسته غوره شي.
د ناسا د څرګندونو له مخې؛ دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی، چې له سترو ننګونو سره د مخامخېدا لېوالتیا لري او غواړي د انسان د فضايي سپړنو د راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي.
-
تازه خبرونه4 days agoجمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په پولو کې بېثباتي د سیمې امنیت ګواښي – مصدقوف
-
لوبی4 days agoدروېش رسولي د آسیايي لوبو لپاره د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد پاکستان سترې محکمې له زندانه څخه روغتون ته د عمران خان د لېږدولو امر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد کابل په یوه ښوونځي کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۵۲ کسان ټپیان شول
-
روغتيا4 days agoنن د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days agoپه ۲۰۲۶ز.کال کې له ۹۷ زره ډېر افغانان له طبیعي پېښو زیانمن شوي
-
نړۍ4 days agoټرمپ پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو په لټه کې دی
