Connect with us

لوبی

محمد نبي د افغانستان له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۱۴, ۱۴۰۱)

له هغې وروسته، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې سیالۍ په شل آوریز نړیوال جام سیالیو کې له کومې بریا پرته پای ته ورسیدې؛ محمد نبي د دې لوبډلې له لوبډلمشرۍ خپله استعفا په ډاګه کړه.

محمد نبي د جمعې پر ورځ (د لړم ۱۳ ) تویت کړی، چې نړیوال جام ته د هېواد کرکت ملي لوبډلې له چمتووالي ناخوښه دی او څرګندوي، چې د کرکت بورد مسوولینو او د لوبغاړیو د غوراوي کمیتې په ځینو برخو کې له ده سره همغږي نلرله.

محمد نبي زیاته کړې: زمونږ د شل آوریز نړیوال جام سفر له داسې یوې پایلې سره پای ته ورسېد، چې نه مونږ او نه زمونږ ملاتړیو تمه درلوده. څومره، چې تاسې له پایلې څخه ناخوښه یاست؛ هومره مونږ هم یوو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د هېواد د کرکت ملي لوبډلې چمتووالى هومره نه و؛ څومره، چې يو لوبډلمشر د لويو سياليو لپاره غواړي. دا په داسې حال کې ده، چې نبي د استعفا له اعلانولو پر همال دا هم څرګنده کړې؛ که چارواکي او لوبډله وغواړي، د ملي لوبډلې د غړي په توګه به لوبې ته دوام ورکړي.

د محمد نبي په وروستۍ لوبډلمشرۍ کې ۱۰ بریاوې او ۱۳ ماتې شاملې وې.

محمد نبي تېر کال په عربي متحده اماراتو کې د شل آوریز نړیوال جام سیالیو له پیلېدو مخکې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه وټاکل شو. راشد خان، چې له محمد نبي مخکې لوبډلمشر و؛ د خپلې استعفا لامل د لوبغاړیو د غوراوي پر مهال له ده سره د مشورې نشتوالی بولي.

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د ۲۰۲۴ نړيوال ۲۰ اوریز جام سترې سيالۍ د روان کال د غبرګولي پر دیارلسمه / د جون پر دوه‌یمه په امريکا او ويسټ انډيز کې پيليږي او د افغان ۱۵ کسیزې لوبډلې اړوند لوبغاړي به د یادې میاشتې پر څوارلسمه د یوګانډا لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ودانګي.

د دغه نړيوال جام لپاره لوبډلې پر ۴ ګروپونو وېشل شوې او هر ګروپ پېنځه پېنځه لوبډلې دي.

افغانستان له نيوزيلینډ، ویسټ انډيز، يوګانډا، پاپوا نيو ګيني سره په سي ګروپ کې دی او بل پړاو ته د تلو لپاره به له دغو هېوادونو سره لوبه کوي.

د دې لوبو لومړۍ لوبه به د کاناډا او امریکا تر منځ وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ په دغو سیالیو کې به راشد خان د لوبډلې لوبډلمشري کوي.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال پر پرتله په خپله لوبډله کې یو څو نور لوبغاړي ورزیات کړي، چې کریم جنت، محمد اسحاق او نور احمد او نور ټول په لوبډله کې خوندي دي.

حشمت الله شهیدي، چې تېر کال یې د افغانستان مشري کړې؛ په دې نولړ کې ندی راغلی.

ځوان ننګیال خروټي، چې د افغانستان لپاره یې د روان کال په مارچ میاشت کې د ایرلینډ پروړاندې نړیواله لوبه وکړه؛ په لوبډله کې شته. دغه ۲۰ کلن لوبغاړي د هغه لوبلړ په درې لوبو کې پېنځه ویکټې ترلاسه کړې وې.

یو بل ځوان ویکټ ساتونکی او توپ وهونکی لړبغاړی محمد اسحاق دی، چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ کال د ۱۹ کلنو کرکټ په نړیوال جام کې لوبېدلی د افغانستان د لوبډلې برخمن دی.

راشد به د مجیب الرحمن، نور احمد، ننګیال خروټي او تجربه کار محمد نبي پر ملاتړ د سپېنې څانګې مشري هم ولري.

نوین الحق، فرید احمد او فضل الحق فاروق خپل ځایونه ساتلي او د افغانستان د چټکې توپ‌اچونې جوړښت یې خوندي کړی دی.

افغان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، نجیب الله ځدراڼ، محمد اسحاق، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان، ننګیال خروټي، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضل‌حق فاروقي، فرید احمد ملک.

احتیاطي: صدیق اتل، حضرت الله ځاځی، سلیم ساپی

Continue Reading

لوبی

خراسان فاریاب میوند لوبډلې ته ۳ـ۱ ماته ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په یو‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب لوبډلې میوند لوبډلې ته د (  )۳ د ( ۱ ) پر توپیر او د همدې ورځې په دوه‌ویشتمه لوبه کې سرسبز یاشلر لوبډلې عدالت فراه لوبډلې ته ( ۲ ) پر (۰) ماتې ورکړه.

د میوند پر وړاندې د خراسان له لوري حیات الله سلیمي او مرتضی جعفري دوه ګولونه ووهل او جعفري د میدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

د میوند یوازنی ګول رحیم الله حماسي ترسره کړی دی.

د نن ورځې په دوه‌یمه لوبه کې د سرسبز یاشلر لوبډلې له لوري احمد فرهاد عادل او عنایت الله کوهي عدالت فراه ته (۲ ) ګولونه ورکړل. کوهي د ډګر د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د چارشنبې په لوبو کې به سرخ‌پوشان خوافي د غرمې پر یوه بجه له جوانان واحدي سره او استقلال‌کابل به  له غرمې وروسته درې نیمې بجې له خدیم لوبډلې سره مخ شي.

دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

لوبی

اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په نولسمه لوبه کې اټک انرژي ابو مسلم ته( ۴ ) پر ( ۰ ) ماتې ورکړه او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شلمه لوبه کې موج ساحل د عینو مېنې لوبډلې ته ( ۳ ) د ( ۰) پر توپیر ماتې ورکړه.

د اټیک انرژي لپاره خلیل احمد احمدي ( ۳ ) ګولونه او یارمحمد ذکرخېل (۱) ګول وواهه.

څلورم ګول د ابو مسلم لوبډلې له لوري د عبدالله شاه پر سر ترسره شو.

د دوشنبې د ورځ په دې بله لوبه کې عصمت الله هدفمند، محمد نذیر عزیزي او یاسر سلام د عینو مېنې پر وړاندې موج ساحل لوبډلې (۳) پر ( ۰) ګولونه ووهل.

د سې شنبې پر ورځ به د خراسان فارياب او ميوند ترمنځ د غرمې پر ۱:۰۰ بجه او د سرسبزياشلر او عدالت فراه ترمنځ له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې لوبې ترسره کړي.

دا سیالۍ به له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!