تازه خبرونه
په افغانستان کې د کانونود پراختیا په اړه د امریکا پروګرام د پراخ فساد له کبله ناکام شو -سیګار
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټنې ځانګړې اداره یا سیګار په یوه نوي راپورکې ویلي، چې د افغانستان د کانونو په اړه د امریکا د ظرفیتونو د پراختیا او استخراج پروګرام د فساد له کبله ناکام شو.
د دغې ادارې د څرګندونو له مخې، له ۲۰۰۲ ز. کال راپدیخوا امریکا د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې د راجلبولو لپاره له ۹۶۲ میلیون دالرو ډېرې پیسې لګولي دي.
د سیګار د راپور له مخې؛ د امریکا حکومت له ۱۷ کلونو هڅواو میلیونونه دالروپانګونې وروسته هم ونه توانیده، چې د افغانستان د کانونو د پراختیا پروړاندې شته ننګونې حل او په دې برخه کې یې لاسته راوړنې بی رنګه او بي دوامه شوې.
د سیګار په راپور کې راغلي: امریکا هیله درلوده، چې پخوانی حکومت به وکولی شي د کانونو له استخراج سره پر بهرنیو مرستو د افغان حکومت اتکا کمه کړي او د افغانستان حکومت خپل اقتصادي پروګرامونه له همدې عوایدو تامین کړي؛ خو امریکا په دې کې پاتې راغله.
د سیګار په راپور کې همداراز د تېرو حکومتونو ولسمشرانو د نیمګړتیاوو یادونه هم شوې، چې حامد کرزی او غني د فساد او د کانونو د غیرقانوني استخراج او په افغانستان کې له کانونو څخه د استفادې لپاره اساسي پلانونه نلرل؛ نو دا بهیر یې له ناکامیدو سره مخ کړ.
په راپور کې راغلي: تېر حکومت او د هغه لویدیځو متحدینو باید د کانونو د پراختیا لپاره بهرني شرکتونه د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره هڅولي وای او همدازار يي د امنیت لپاره هڅې کړې وای، چې له دې سره د پانګونې امکان ډېریده؛ خو له بده مرغه دا کار ونشو.
د چینايي کمپنۍ MCC مسوولینو، چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د عینک د مسو کان د استخراج قرارداد ګټلی و، په تېر سپتمبر میاشت کې یې یوځل بیا ژمنه وکړه، چې د دغه سترکان د استخراج چارې به پیل کړي؛ خو د کار د پیل لپاره یې د قیقه نېټه نده په ډا ګه کړې.
د هېواد خصوصي سکتورهم تر ډېره د سیګار خبر دقیق بولي او زیاتوي، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له راتلو سره د کانونو په سکتور کې د پانګونې بهیر روڼ او چټک مخ پر وده روان دی.
د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د افغانستان په اقتصاد کې د کانونو استخراج او پروسس مهم او اساسي رول لري؛ په جمهوریت کې لکه څنګه، چې دې لوی اقتصادي سکتورته پکار وه هغه سي پاملرنه ونشوه؛ خو اوس باوري یم، چې دا هېواد به د کانونو په اړه د اقتصادي بحران په مدیریت کې مهم رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم پدې باور دي، چې په تېرو دوه لسیزو کې نړیوالو او د افغانستان حکومت دې سکتورته لازمه پاملرنه ونکړه او یايې و نشوه کولی.
د اقتصادي چارو شنونکي شبیر بشیري ویلي: د سیګار راپور او هغه فکتورونه، چې یادونه یې کړي؛ ټول د قیق دي. په تېر حکومت کې هیچا دې ستر اقتصادي سکتور لپاره کار ونکړ کنه افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ته رسیده او همداراز به د نړیوالو پر اوږو هم بار نه وای.
د سیګار په راپور کې پر سوداګرۍ وزارت او د امریکا پر نړیوالې پراختیايي ادارې نیوکه شوې، چې د افغانستان د کانونو د پراختیايي پروژو اغېزمنه څارنه نه کېده او ننګونو ته پر پاملرنه هم عملي کېدې. سیګار وايي، دغو پروګرامونو له امریکايي پانګونې سره سره خپل هیڅ هدف ندی ترلاسه کړی.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
تازه خبرونه
بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربهتوب کوي.
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سېشنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.
ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.
د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نهلري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
