Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په هرات ولایت کې به ۵۰۰ روږدو کسانو ته له رغېدو وروسته د کار زمینه برابره شي

خپور شوی

د

د هرات سیمه ییز چارواکو ويلي، چې په دې ولایت کې پر نشه‌يي توکو ۵۰۰ روږدو کسانو ته، چې تازه  رغېدلي د کار موندلو په لټه کې دي.

په دغه ولایت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ويلي؛ د مالګې او ډبرو سکرو له کانونو سره یې پر نشه‌يي توکو د سلګونه روږدو کسانو، چې اوس رغېدلي پر کار د ګومارلو هوکړه کړې ده.

دا مهال د هرات د غوريان ولسوالۍ د مالګې په کان کې شاوخوا درې سوه روږدي کسان، چې له تېرو څلور مياشتو راپدیخوا رغېدلي؛ پر کار بوخت شوي دي.

دغه روږدي کسان له څلورو تر پېنځه میاشتو پورې تر درملنې لاندې ول.

د چارواكو د څرګندونو له مخې، پر نشه‌يي توكو روږدو كسانو ته د كار د زمينې رامنځته كولو د پروګرام له پيل څخه تر اوسه ۲۹۱ کسان په كار كې شامل شوي او روغ شوي كسان د دغه ولايت د مالګې او ډبرو سکرو کانونو ته استول شوي دي.

په هرات کې د مالګې د استخراج د شرکت مدیر، ناصرامید ویلي: ټول هغه کسان، چې مونږ یې لیږدوو، مساوي فرصتونه لري.

د تېر کال په ژمي کې د دغه ولایت د ښار په کچه د روږدو کسانو د راټولولو بهیر پیل شو.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا پېنځه زره روږدي کسان راټول شوي او د روږدو د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د يادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا په هرات ښار کې زرګونه ځوانان پر نشه‌يي توکو روږدي شوي وه او زیاتره یې پر سړکونو، ویالو او کڼدوالو پراته ول؛ خو اوس د دوی د درملنې پر هڅو سربېره دوی ته د کار موندلو هڅې هم کیږي.

سیمه ییز خبرونه

امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور

په راپور کې راغلي، چې امریکا تمه لري ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څو اړنو موضوعاتو ته ځواب ورکړي؛ خو ټینګار شوی، چې تر دې دمه کومه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې. سره له دې باخبره سرچینې وایي: دا تر ټولو نږدې پړاو دی، چې دواړه لوري د جګړې له پیل راپدېخوا هوکړې ته رسېدلي دي.

Published

on

آکسوس د دوه امریکایي چارواکو او دوه نورو باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ سپینه ماڼۍ باور لري: له ایران سره د یو«یو مخیزهوکړه‌لیک» لپاره، چې د جګړې پای ته رسولو او د پراخو اټومي خبرو د چوکاټ جوړولو لپاره وي، ډېره نږدې شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې امریکا تمه لري ایران په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې څو اړنو موضوعاتو ته ځواب ورکړي؛ خو ټینګار شوی، چې تر دې دمه کومه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې. سره له دې باخبره سرچینې وایي: دا تر ټولو نږدې پړاو دی، چې دواړه لوري د جګړې له پیل راپدېخوا هوکړې ته رسېدلي دي.

د ارزول شویو بندونو له مخې؛ په دې هوکړه لیک کې څو اړین ټکي شته دي: ایران به د یورانیمو د غني کولو لنډمهالی ځنډ ومني، په بدل کې به امریکا بندیزونه لرې کړي او د ایران میلیارډونه کنګل شوې شتمنۍ به آزاده کړي. دغه راز دواړه لوري به په هرموز تنګي کې پر تګ راتګ محدودیتونه راکم کړي.

آکسوس راپور ورکړی، چې دا ۱۴ مادې لرونکی هوکړه لیک د امریکا د ځانګړو استازو سټیو ویټکوف او جرډ کوشنر او د ایران د چارواکو ترمنځ د مستقیمو خبرو او منځګړو له لارې د وروستي‌ کېدا په حال کې ده.

که دا هوکړه وروستۍ شي؛ نو دا سند به په سیمه کې د جګړې پای اعلان کړي او د ۳۰ ورځو تفصیلي خبرو پیل به وکړي، چې موخه یې د یوې پراخې هوکړې رامنځته کول دي. له دې هوکړې سره به د هرمز تنګي بیا پرانیستل شي، د ایران اټومي پروګرام به محدود شي او د امریکا لګېدلي بندیزون به لرې شي.

د دې طرحې له مخې؛ په دې ۳۰ ورځو کې به د هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو محدودیتونه او د امریکا سمندري محدودیتونه په تدریجي ډول کم شي.

یوه امریکایي چارواکي آکسوس ته ویلي، چې که خبرې ناکامې شي؛ امریکایي ځواکونه کولی شي بیا محاصره یا پوځي عملیات پیل کړي.

دغه راز ایران ویلي؛ یوازې هغه وخت به د سولې هوکړه ومني، چې «عادلانه» وي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره درې ورځني سمندري عملیات درولي، چې د راپورونو له مخې د یو میاشتني اوربند پر رامنځته کېدا یې فشار راوستی.

رویټرز راپور ورکړی، چې د دغو معلوماتو خپلواک تائید نه‌شي کېدی او سپینه‌ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د راپور تر خپرېدنې په دې اړه څه نهوایي.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د امریکا مالي بازارونو هم مثبت غبرګون ښودلی او د ونډوبازار شاخصونو لوړوالی موندلی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسرائیلو له جګړې وروسته دا د عراقچي لومړنی سفر دی. دې شخړې د نړۍ د تېلو په بازار کې پراخه بې ثباتي رامنځته کړې او د انرژۍ د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي. چین د خامو تېلو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد ګڼل کېږي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په بېجینګ کې د چین له لوړپوړي ډیپلومات وانګ يي سره په سیمه کې د زیاتېدونکو کړکېچونو او د نړیوالې انرژۍ د امنیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ایران د امریکا او اسرائیلو له جګړې وروسته دا د عراقچي لومړنی سفر دی. دې شخړې د نړۍ د تېلو په بازار کې پراخه بې ثباتي رامنځته کړې او د انرژۍ د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي. چین د خامو تېلو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد ګڼل کېږي.

دغه راز د امریکا ځینو چارواکو؛ په ځانګړي توګه د دغه هېواد د خزانې وزیر له بېجینګ څخه غوښتي، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او په دې سټراټیژیکې سمندر کې د کښتیو د تګ راتګ د آزادۍ د خوندي کولو په ډیپلوماټیکو هڅو کې نور فعال رول هم ولوبوي.

د راپورونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ به په راتلونکو خبرو کې د ایران او د سیمې د بدلونونو په اړه هم بحث وکړي.

ویل کیږي، چې د خلیج په سیمه کې له څو ورځو راپدېخوا د بریدونو تبادله او د سمندري لارو د واک او څار لپاره سیاليو د کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې؛ خو ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره روانې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې

ټرمپ په خپله «ټروټ‌پاڼه » پاڼه کې لیکلي: دا هڅه بشردوستانه بڼه لري او ډېری هغه کښتۍ، چې په دې سوداګریزه لار کې درېدلې؛ له روانو شخړو سره هیڅ تړاو نه‌لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «آزادۍ پروژه» نومې سمندري ماموریت د پیل اعلان کړی، چې موخه یې په هرمز تنګي کې د بند پاتې کښتیو خوندي سیمو ته بدرګه کول دي.

ټرمپ په خپله «ټروټ‌پاڼه » پاڼه کې لیکلي: دا هڅه بشردوستانه بڼه لري او ډېری هغه کښتۍ، چې په دې سوداګریزه لار کې درېدلې؛ له روانو شخړو سره هیڅ تړاو نه‌لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا سمندري ځواک به د دې کښتیو د خوندي وتلو مسوولیت پر غاړه ولري.

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې د واشنګټن استازي له ایران سره «ډېرې مثبتې خبرې» لري؛ خو دا تر اوسه روښانه نه ده، چې دا خبرې یوازې د کښتیو د آزادۍ پر موضوع راڅرخیږي او که د سیمې د کړکېچونو له پراخو مسایلو سره هم تړاو لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!