سیمه ییز خبرونه
نن به په غزه کې اوربند او د یرغمل شوو کسانو خوشې کول پیل شي
حماس وسلوال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.
په غزه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې؛ اوربند او د یرغمل شوو کسانو خوشې کول به له څو ساعتونو وروسته پیل شي؛ خو د حماس لخوا د خوشې کېدونکو یرغملو د نوملړ په نه چمتو کولو کې د پاتې راتلو له کبله اسرائیلو لاریونونه کړي دي.
حماس وسلوال د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرو په توګه پېژندل شوي دي.
د اسرائیلي پوځ او همدارنګه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ماجد الانصاري د اعلان له مخې، اوربند به د یکشنبې پر ورځ پر ځایي وخت د سهار ۸:۳۰ پیل شي.
مخکې اعلان شوی و، چې درې اسرائیلي یرغمل شوي کسان، چې درې ملکي ښځې هم په کې شاملې دي؛ د مازدیګر پر ۴:۰۰ خوشې شي او د اسرائیل خاورې ته یې له لېږدولو وروسته به له ۹۰ څخه ډېر فلسطیني بندیان خوشې شي.
د هوکړې له مخې، حماس باید د یرغمل شویو کسانو نومونه له خوشې کېدو څخه ۲۴ ساعته مخکې ورکړي؛ خو اسرائیلي رسنیو د شنبې پر ماښام ناوخته راپور ورکړ، چې حماس تر اوسه د هغو ۳ یرغمل شویو کسانو نومونه ندي اعلان کړي، چې ټاکل شوې د اوربند پر لومړۍ ورځ خوشې شي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د شنبې پر ماښام په خبرپاڼه کې ویلي، چې “تړون به تر هغې پورې پرمخ لاړ نشي” چې نوملړ ترلاسه نشي او حماس له تړون څخه د سرغړونې بشپړ مسوولیت لري.
د اوربند تړون او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول د امریکا، قطر او مصر پر منځګړیتوب رامنځته شو او د جګړې ښکېلو خواوو هم لاسلیک وکړ.
د دې تړون لومړی پړاو ۶۰ ورځې دی او د راتلونکو پړاوونو جزئیات به د دغو اړخونو ترمنځ په خبرو اترو کې وټاکل شي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی؛ غوره ده، چې تړون وساتل شي او د یرغمل شویو کسانو خوشې کول روان وساتل شي.
ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ماښام NBC نیوز ته د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هغه ډاډه دی اسرائیلي یرغمل به ژر خوشې شي وویل: “مونږ به ژر وګورو؛ دا غوره ده، چې دوام ومومي.”
ډونالډ ټرمپ، چې له شبکې سره په ټیلیفوني خبرو اترو کې ویلي، چې هغه بنیامین نتانیاهو ته ویلي: “دا [چاره] باید پای ته ورسیږي؛ مونږ غواړو، چې پای ته ورسیږي او هغه څه روان وساتو، چې باید ترسره شي.”
هغه په دې اړه نور جزئیات ورنکړل او دا یې هم وویل: پرته له دې، چې جزئیات ورکړي وویل؛ ډېر ژر به له بنیامین نتانیاهو سره وویني.
د لاسلیک شوي تړون له مخې، ټاکل شوې، چې د اوربند له پیل سره سم د بشري مرستو بار وړونکې لارۍ غزې ته ننوځي او د دوی شمېر به هره ورځ ۶۰۰ لاریو ته ورسیږي، چې په کې ۵۰ د تېلو ټانکرونه هم شامل دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د شنبې په ورځ وویل، چې د بشري مرستو بار لارۍ او همدارنګه د تېلو ۵۰ ټانکرونه به د یکشنبې پر ورځ غزې ته ننوځي.
هغه د خپل نایجیریایي سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې زیاته کړه: “مونږ هیله لرو، چې ۳۰۰ لارۍ به د غزې شمالي سیمې ته ننوځي، چې د مرستندویه بنسټونو په وینا، زرګونه خلک په سختو شرایطو کې بند پاتې دي.”
رویټرز د شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې په سلګونه لارۍ د رفح پولې ته څېرمه د مصر په لاره کې د اوربند د پیلېدو پر تمه ولاړې دي.
دا لاره پخوا غزې ته د مرستو د رسولو لپاره تر ټولو مهمه لار وه؛ خو د سږ کال په غویي( ثور ) کې وتړل شوه.
له بلې خوا، د اسرائیلو لومړي وزیر په یوه ثبت شوي ویډیوي پیغام کې د تړون لومړي پړاو ته “لنډمهاله اوربند” وویل.
په هغه ویډیو کې، چې د شنبې پر ماښام خپره شوه هغه وویل؛ جو بایډن او ډونالډ ټرمپ دواړو ټینګار کړی چې که د تړون راتلونکي ګامونه پوره نشي، نو اسرائیل کولی شي د غزې جګړه بیا پیل کړي.
بنیامین نتانیاهو دا هم ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ماښام له هغه سره په ټیلیفوني خبرو کې د تړون لومړی پړاو لنډمهاله اوربند وباله.
د غزې جګړه له هغې وروسته پیل شوه، چې حماس د اسرائیلو پر جنوبي برخه برید وکړ؛ شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
د دې برید په ځواب کې اسرائیلو پر غزه پوځي عملیات پیل کړل، چې د حماس د چارواکو په وینا، تر اوسه پورې یې له ۴۶ زره څخه ډېر کسان یې وژلي دي.
سیمه ییز خبرونه
د ریاض هوايي ډګر ته څېرمه اور او لوګي؛ حوثیانو پر سعودي پلازمېنې له برید خبر ورکړ
دغه ادعا څو ساعته وروسته له هغې وړاندې شوه، چې د ریاض اصلي هوايي ډګر ته څېرمه د اور لمبې او لوګي ولیدل شول.
د یمن حوثیانو د شنبې پر ورځ اعلان کړی، چې د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو پر مټ یې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې څو «حساسې موخې» پر نښه کړې دي.
دغه ادعا څو ساعته وروسته له هغې وړاندې شوه، چې د ریاض اصلي هوايي ډګر ته څېرمه د اور لمبې او لوګي ولیدل شول.
سعودي عربستان هم د شپې پر مهال د ریاض اوسېدونکو ته د احتمالي هوايي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.
د رویټرز لهخوا خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې ښکاري، چې په سیمه کې تور لوګي آسمان ته پورته شوی دی. په دغو انځورونو کې د هوايي ډګر لویه لاره، د ترمینل اصلي ودانۍ او څو نور تاسیسات لیدل کېږي. د ویډیو په یوه برخه کې هم د هغو زېرمو تر شا د اور لمبې لیدل کېږي، چې داسې ښکاري د تېلو زېرمې دي.
حوثیانو، چې له جولای راپدېخوا یې پر سعودي عربستان څو بریدونه کړي؛ دا نه دي ویلي، چې په ریاض کې یې کومې موخې پر نښه کړې دي. دا ادعا د نوي پیل شوي کړکېچ له پیل راپدېخوا پر سعودي پلازمېنه د دغې ډلې لومړی راپور شوي برید ګڼل شوی دی.
حوثیانو همداراز ویلي، چې د سرې بحیرې په ساحل ینبع ښار کې یې د سعودي د ارامکو تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي. ینبع د سعودي عربستان د تېلو له مهمو صادراتي مرکزونو څخه دی.
دغې ډلې ویلي، چې بریدونه یې د یمن پر پلازمېنه صنعا د شوي برید په غبرګون کې کړي دي.
د سعودي پر مشرۍ پوځي ائتلاف، چې له حوثیانو سره جګړه کوي ویلي؛ د شنبې سهار د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټم ریاض ته توغول شوی راکټ شنډ او له منځه وړی دی.
دغه ائتلاف همداراز ویلي؛ هغه بریدونه یې شنډ کړي، چې د سعودي عربستان په سویللویدیځ کې یې پر بیشه او فرسان ښارونو، په لویدیځ کې طائف او د سرې بحیرې دساحل ینبع کې ملکي وګړي پر نښه کول. د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو په اړه جزئیات نهدي ورکړ شوي.
په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدا
د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه اوس په سیمه کې د پراخې جګړې له نویو جبهاتو څخه یوه ګرځېدلې ده؛ هغه جګړه، چې د فبرورۍ په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پیل شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حوثیانو پر وړاندې په مستقیم پوځي اقدام کې د مداخلې په اړه د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د شنبې پر ورځ په یوه امنیتي خبرداري کې د منځني ختیځ له خپلو اتباعو غوښتي، چې د حوثیانو د بریدونو په ګډون د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ډېر هوښیار واوسي.
دغه وزارت له هغو امریکايي وګړو، چې له منځني ختیځ څخه بهر دي؛ غوښتي، چې دې سیمې ته د سفر یا له دې سیمې څخه د تېرېدا په اړه « بیا غور وکړي».
بریدونه به روان وي – حوثیان
حوثیان، چې د یمن پر ګڼ مېشتو سیمو او د دغه هېواد پر ډېره شمالي برخه واک لري؛ له جولای راپدېخوا یې پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي دي.
دغې ډلې له دې مخکې ویلي وه، چې پر سعودي عربستان یې بحري محاصره لګولې او په سره بحیره کې یې د سعودي بېړۍ پر نښه کړې دي.
په وروستیو بریدونو کې د سعودي عربستان ښارونه، د انرژۍ بېخبناوې او د بېړیو تګ راتګ پر نښه شوی او د نړۍ د تېلو پر عرضه د دغو بریدونو د اغېز په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
دغو بریدونو د سرې بحیرې لاره هم له زیاتو ګواښونو سره مخ کړی ده. دا لاره د خلیجي هېوادونو د تېلو د صادراتو له مهمو بدیلو لارو څخه ده. په داسې حال کې، چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ اوس هم له محدودیتونو سره مخ دی.
له سعودي عربستان سره مرستې ته چمتو یوو – ترکیه
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان ویلي؛ د حوثیانو د پرلهپسې بریدونو له کبله ښايي سعودي عربستان پوځي مرستو ته اړتیا ولري او ترکیه چمتو ده، چې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د درېاړخیز دفاعي تړون له مخې له دغه هېواد سره مرسته وکړي.
فیډان له «NTV» شبکې سره په مرکه کې ویلي: اوس هم روښانه نهده، چې ترکیه به څه ډول مرسته وړاندې کړي؛ خو د سعودي اړتیاوې ښايي« ځینې تخنیکي مسایل» هم راونغاړي.
د تېرې میاشتې له لاسلیک شوي درېاړخیز تړون سره سم پر هر یوه له دغو درې هېوادونو وسلهوال برید به پر ټولو درې هېوادونو برید ګڼل کېږي.
ایران د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د پای غوښتنه کړې
د ایران ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي د شنبې پر ورځ له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې تهران د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدا غوښتونکی دی.
هغه ویلي، د ده پر باور یمنیانو هم له سعودي عربستان سره د یوې هوکړې غوښتنه کړې ده.
رضايي همداراز ویلي، ایران له منځګړو او امریکا سره د جګړې د درېدلو خبرو د بیا پیل لپاره خپل شرطونه وړاندې کړي دي. د هغه پر وینا، له دغو شرطونو څخه یو یې« په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای» دی.
هغه زیاته کړې، چې له قطري او پاکستاني منځګړو سره سلا مشورې روانې دي او تهران د ډونالډ ټرمپ ځواب ته منتظر دی.
د امنیت شورا د حوثیانو بریدونه وغندل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې پر ورځ پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي دي.
د دې شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حوثیانو په بریدونو کې ملکي او د انرژۍ بېخبناوې پر نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته په کې مرګ او ژوبله اوښتې ده.
د امنیت شورا په یمن کې د حوثیانو« پوځي زور زیاتول» هم غندلي دي.
سیمه ییز خبرونه
د امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې
رویټرز د پېنځه باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخېپه راپور ورکړی، چې دا نااعلان شوې لیدنه د مسقط په امریکايي سفارت کې شوې ده. درې سرچینو د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ د عمان حکومت، چې له اوږده وخت راپدېخوا په سیمه کې منځګړیتوب کوي؛ د دې لیدنې په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.
امریکايي چارواکو تېره اوونۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې د یمن له حوثیانو سره لیدلي دي.
رویټرز د پېنځه باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخېپه راپور ورکړی، چې دا نااعلان شوې لیدنه د مسقط په امریکايي سفارت کې شوې ده. درې سرچینو د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ د عمان حکومت، چې له اوږده وخت راپدېخوا په سیمه کې منځګړیتوب کوي؛ د دې لیدنې په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.
د ډونالډ ټرمپ دولت د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې حوثیان« بهرنی ترهګر بنسټ» اعلان کړ او له دې ډلې سره یې د ملاتړ هر ډول اړیکې جرم وبللې؛ خو واشنګټن وروسته له دې هم له حوثیانو سره خبرې کړي او د تېر کال په می کې یې له دې ډلې سره اوربند ته هوکړه وکړه. دا اوربند هغه مهال رامنځته شو، چې امریکا دوه میاشتې د سرې بحیرې پر بېړیو د حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره پر دې ډلې بریدونه کړي وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ویلي؛ حوثیانو د هغه له دولت سره اړیکه نیولې او له امریکا یې غوښتي، چې د یمن له جګړې لرې پاتې شي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې واشنګټن له حوثیانو سره مستقیمې اړیکې لري؛ خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنهکړل.
د دوه نورو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په هغه لیدنه کې، چې یوې سرچینې د یکشنبې پر ورځ ویلي: حوثیانو امریکايي چارواکو ته ویلي، چې د امریکايي بېړیو د بریدولو نیت نهلري او له امریکا سره د ۲۰۲۵ز.کال اوربند ته ژمن دي.
یوه یمني سرچینه وايي؛ حوثیانو همداراز ویلي، چې پر اسرائیلي بېړیو او سوداګریزو بېړیو به برید نهکوي؛ خو د سعودي عربستان اړوند بېړۍ به له دې ژمنې مستثنا وي.
د دوه سرچینو پر وینا، د امریکا لهخوا په دې لیدنه کې د دغه هېواد د سفارت چارواکو ګډون کړی و.
یوې سرچینې ویلي؛ د حوثیانو په پلاوي کې مسقط مېشت لوړپوړی چارواکی محمد عبدالسلام هم و، چې د امریکا له بندیزونو سره مخ دی.
یوې بلې سرچینې هم د عبدالسلام حضور تائید کړی او څرګندوي، چې د حوثیانو یو بل لوړپوړی چارواکی عبدالملک العجیري هم په پلاوي کې و.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې لیدنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي:« مونږ د دې ځانګړې راپور شوې لیدنې په اړه تبصره نهکوو.»
دې ویاند زیاته کړې، چې په سره بحیره کې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ خوندي کول او له منځني ختیځ څخه د ترهګرۍ د صادرېدو مخنیوی د امریکا له مهمو ګټو څخه دي.
په واشنګټن کې د عمان سفارت او د حوثیانو لوړپوړي چارواکي محمد عبدالسلام د تبصرې غوښتنې ته ځواب نهدی ورکړی.
حوثیانو تېره اوونۍ د یمن د سرې بحیرې پر ټول ساحل اغېزمن کنټرول ټینګ کړ، چې د مخا تاریخي بندر او په بابالمندب تنګي کې د پریم ټاپو هم په کې شامل دي.
بابالمندب د سره سمندر په خوله کې پروت تنګی دی، چې د« اوښکو دروازه» هم یادیږي.
حوثیانو په ۲۰۱۴ز.کال کې د یمن پلازمېنه ونیوله او له هغه وخت راپدېخوا یې د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف سره له یوې لسیزې ډېره جګړه کړې ده. په وروستیو کلونو کې د اوربند له کبله جګړه کمه شوې وه؛ خو په جولای کې هغه مهال بېرته پیل شوه، چې حوثیانو د سعودي عربستان د بېړیو پر وړاندې په سره بحیره کې د بندیز اعلان وکړ. دوی دا اقدام د یمن پر بندرونو د سعودي عربستان د بندیز په غبرګون کې وباله.
د سعودي عربستان ولیعهد او واکمن محمد بن سلمان تېره اوونۍ له ټرمپ څخه د حوثیانو د چټک پرمختګونو له کبله د امریکا د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې وه. رویټرز راپور ورکړی، چې واشنګټن ریاض ته ویلي، په مستقیم ډول به په جګړه کې ښکېل نهشي.
سیمه ییز خبرونه
پر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بېپیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بېپیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.
سعودي پر ایران پلوه یمني حوثي غورځنګ تور لګولی، چې د مکې پر لور یې د بېپیلوټه الوتکې د برید هڅه کړې او دغه سپېڅلی ښار یې« سره کرښه» بللی؛ خو حوثیانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.
سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بېپیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بېپیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.
د راپور شوي پېښې په غبرګون کې د څو هېوادونو او د اسلامي همکاریو ټولنې لهخوا غندنې شوې دي. دې ټولنې ویلي، پر سپېڅلو ځایونو د برید هره هڅه د دغو ځایونو له حرمت څخه سرغړونه ده.
د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي ویلي، دا له ۲۰۱۷ کال وروسته د مکې د پر نښه کولو لپاره د حوثیانو دوهیمه ادعا شوې هڅه ده. په ۲۰۱۷ز. کال کې هم د مکې پر لور بالسټیک توغندی توغول شوی و.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنخته کیږي، چې سعودي په سیمه کې د پراخې جګړې له کبله له بیاځلي امنیتي فشارونو سره مخ دی. د راپور له مخې، حوثیانو پر سعودي تاسیساتو او په سره بحیره کې پر بېړیو هم بریدونه کړي دي.
سعودي د پوځي مرستې غوښتنه نهده کړې – ترکیه او پاکستان
له ترکیې او پاکستان سره د سعودي اعلان شوې دفاعي همکاري د دې راپور شوې پېښې په غبرګون کې نهده فعاله شوې.
د ترکیې او پاکستان چارواکو اسوشیټېډ پرس ته ویلي، ریاض تر اوسه د پوځي مرستې غوښتنه نهده کړې.
یوه ترکي چارواکي ویلي، د دې ائتلاف د عملي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره اوس هم ځینې چارې باید بشپړې شي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د راپور شوي برید غندنه کړې او وایي، پاکستان او سعودي« اوږه پر اوږه» ولاړ دي.
د سعودي یوه جنګي الوتکه مو نسکوره کړې – حوثیان
حوثیانو ادعا کړې، چې د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف یوه «اف-۱۵» جنګي الوتکه یې د یمن د مرکزي مآرب ولایت په فضا کې نسکوره کړې ده.
د حوثیانو پوځي ویاند برید جنرال یحیی سریع د ادعا شوې پېښې د وخت په اړه جزئیات نهدي ورکړي. اسوشیټېډ پرس ویلي، چې په خپلواکه توګه یې د دغې ادعا د کرهوالي پخلی نهدی کړی.
امریکايي چارواکو ویلي، واشنګټن اوسمهال نهغواړي په مستقیم ډول په دې جګړه کې ښکېل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ حوثیانو څرګنده کړې، چې نهغواړي له امریکا سره جګړه وکړي. د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس هم ویلي، واشنګټن له سعودي او حوثیانو دواړو سره اړیکې لري.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چین ته تللی او تمه ده، چې په خبرو کې به د سیمې جګړه او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ هم تر بحث لاندې راشي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
