لوبی
په افغانستان فوټسال غوره لیګ کې پیروزي پنجشېر او اتحاد لوبدلو لوبې وګتلې
د سیالیو مینهوال د دې زړهراکښونکي فصل د راتلونکو سیالیو د لیدو پر تمه دي.
د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو د پنجشنبې پر ورځ له دوه پر زړه پورې سیالیو سره ولوبېدل؛ ځکه، چې په دیارلسمه لوبه کې پیروزي پنجشېر میهن لوبډلې ته ۴ پر ۲ د پام وړ ماتې ورکړه او اتحاد لوبډلې څوارلسمه لوبه له نورزاد لوبډلې ۳ پر ۰ وګټله.
د سیالیو مینهوال د دې زړهراکښونکي فصل د راتلونکو سیالیو د لیدو پر تمه دي.
پېنځلسمې او شپارلسمې دوه نورې لوبې به د جمعې پر ورځ ترسره شي. په پېنځلسمه لوبه کې به ۱:۳۰ زیتون او امید سره مخ شي او په شپاړلسمه لوبه کې ۳:۴۵ د غزني دیار سنايي لوبډله له صداقت سره سیالي کوي.
د دې سیالیو مینهوال کولی شي ټولې لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.
لوبی
په جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.
د آسیایي لوبو شلم پړاو د شنبې پر ورځ د جاپان په ناګویا ښار کې د پرانیستلو مراسمو پر ترسره کېدا پیل شو او د اوکټوبر تر څلورم به روان وي.
د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.
د آسیا د المپیک شورا مشر د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي؛ د آسیا په لوبو کې ورزشکاران په داسې حال کې سیالۍ کوي، چې نړۍ له شخړو سره مخ ده او ښيي، چې سپورټ اوس هم د ملتونو ترمنځ د سولې، متقابلې همغږۍ او ملګرتیا لپاره ځواک کېدی شي.
د آسیا دا لوبې د توکیو له المپیک پېنځه کاله وروسته ترسره کېږي؛ هغه لوبې، چې د کووېډ-۱۹ د محدودیتونو له کبله پرته له نندارچیانو ترسره شوې وې.
په دې پړاو کې له ۱۱ زره ډېر لوبغاړي د آسیا له ۴۵ هېوادونو څخه ګډون لري او په ۴۱ سپورټي څانګو کې به له یو بل سره لوبې وکړي.
په دغو لوبو کې د افغانستان اته سپورټي ډلې د ۳۴ لوبغاړو په ګډون حضور لري.
ټاکل کیږي، چې نن څلور افغان لوبغاړي؛ محمد جعفر سلطاني، شهزاده ساپی، محمد خالد هوتک او حامد اشرفي د ووشو په برخه کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ به د جمعې پر ورځ د دوه لوبو پر ترسره کېدا روانې وي؛ سرخپوشان خوافي له آرمان افسي او سرسبز یاشلر له استقلال کابل سره مخامخ کیږي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالیو په لړ کې آریانا خوست طوفان هرات ته ۲- ۰ ماتې ورکړه او د عینو مېنه کندهار او خراسان فاریاب لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
آریانا خوست او طوفان هرات د دې سیالیو په اتمه لوبه کې د چارشنبې پر ورځ په کابل کې مخامخ شول.
دواړو لوبډلو په لومړۍ نیمایي کې ګول ونهواهه؛ خو په دوهیمه نیمایي کې جواد الکوزي په اتیاامه دقیقه کې آریانا خوست توپ د طوفان هرات دروازې ته وردننه کړ.
وارث شېرزي هم په اضافي وخت کې د آریانا خوست دوهیم ګول وواهه او دې لوبډلې د ۲ ګولونو پر توپیر لوبه وګټله.
د آریانا خوست لوبغاړی جواد الکوزي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په نهمه لوبه کې عینو مېنه کندهار له خراسان فاریاب سره مخامخ شوه، چې لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
سمیع یزداني په لومړۍ نیمایي کې د خراسان فاریاب لومړی ګول وواهه او سید روف د عینو مېنې کندهار لپاره ګول وواهه، چې لومړۍ نیمایي ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
دواړو لوبډلو په دوهیمه نیمایي کې بل ګول ونهواهه او په پای کې یې امتیازات سره ووېشل.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ به د جمعې پر ورځ د دوه لوبو پر ترسره کېدا روانې وي؛ سرخپوشان خوافي له آرمان افسي او سرسبز یاشلر له استقلال کابل سره مخامخ کیږي.
د فوټبال مینهوال کولی شي دغه لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
هند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان لومړۍ توپوهنه غوره کړه په ۲۰آورونو کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ له ۳۳ توپونو ۳۷ منډې وکړې او د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې یې ترسره کړې.
د هند کرکټ لوبډلې د درېلوبیزې شلآوریزې لړۍ په دوهیمه لوبه کې افغانستان ته د اووه ویکټو پر توپیرماتې ورکړه او دا لړۍ یې له درېیمې او وروستۍ لوبې مخکې ۲- ۰ وګټله.
افغانستان لومړۍ توپوهنه غوره کړه په ۲۰آورونو کې یې د اته لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۹ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ له ۳۳ توپونو ۳۷ منډې وکړې او د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې یې ترسره کړې.
راشد خان هم له ۱۶ توپونو ۲۸ منډې وکړې او د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې مرسته وکړه. د هند په توپاچوونکو کې نټیش کمار ریډي د ۲۴ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې او غوره توپاچونه یې وکړه.
افغانستان ښه پیل ونهکړ او رحمانالله ګربز د دوهیم آور په لومړي توپ کې د ارشډیپ سینګ لهخوا له منډې جوړولو پرته وسوځول شو. جسپریټ بومرا هم له لومړی آور له منډې پرته ترسره کړ.
ابراهیم ځدراڼ او صدیقالله اتل هڅه وکړه، چې د افغانستان اننګز بېرته سم کړي؛ خو هند د ویکټو پر اخیستو فشار ساتلی و. ابراهیم د نهم آور په لړ کې د نټیش کمار ریډي لهخوا پر ۳۷ منډو وسوځول شو او هغه مهال افغانستان د څلور ویکټو پر زیان ۶۷ منډې کړې وې.
اتل ۱۲ منډې وکړې او د راوي بشنوي لهخوا وسوځول شو. وروسته دروېش رسولي له ۱۵ توپونو ۲۶ منډې وکړې، چې دوه شپږیزې یې هم په کې وې؛ خو ارشډیپ سینګ هغه هم وسوځاوه.
راشد خان د درې څلوریزو او یوې شپږیزې پر ملتیا له ۱۶ توپونو ۲۸ منډې وکړې او افغانستان یې د سیالۍ نږدې هدف ته ورساوه؛ خو نټیش په وروستي اور کې راشد وسوځاوه او افغانستان د اتو ویکټو پر زیان ۱۵۹ منډې وکړې.
هند د هدف په تعقیب کې پیاوړی پیل وکړ. سنجو سمسون او ابیشک شرما پر بریدګرې توپوهنې یوازې په ۴.۴آورونو کې ۵۰ منډې پوره کړې او هند د پاورپلې په پای کې پرته له کوم لوبغاړي له لاسه ورکولو ۸۲ منډې کړې وې.
سمسون یوازې پر ۲۰ توپونو ۵۰ منډې پوره کړې؛ خو راشد خان د څلور توپونو په واټن کې لومړی ابیشک پر ۳۹ او بیا سمسون پر ۵۷ منډو وسوځول. سمسون په ۲۲ توپونو اووه څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې.
راشد وروسته شریاس ایر هم پر ۱۱ منډو وسوځاوه او خپله درېیمه ویکټه یې واخیسته؛ خو هند له دې مخکې د لوبې واک په خپل لاس کې اخیستی و.
ایشان کیشن پر ۲۳ توپونو ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې او تلک ورما هم ۱۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. هند په ۱۴.۵آورونو کې ۱۶۳ منډې وکړې او د اووه ویکټو پر توپیر یې بریا خپله کړه.
له دې پایلې سره هند درېلوبیزه شلآوریزې لړۍ ۲- ۰ وګټله او د درېیمې او وروستۍ لوبې له ترسره کېدا مخکې یې لړۍ خپله کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoد ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days agoد طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی4 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoاقتصادي کمیسیون د ۶۶ کورنيو معیارونو مسوده تائید کړه
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
