تازه خبرونه
په اسلام آباد کې د افغانانو په ګډون د ویزو د جعل کارۍ یوه ډله ونیول شوه
جعلي ویزې په ټولیزه توګه په سعودي عربستان کې د کار لپاره کارول کېدې، چې د شبکې نړیوال ابعاد پر ګوته کوي.
د فډرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) په اسلامآباد کې د ویزو د جعل کارۍ یوه پېچلې ډله کشف او له منځه وړې، چې سلګونو افغانانو ته یې د جعلي پاکستاني اسنادو پر کارولو بهرنیو هېوادونو ته د کار ویزې ترلاسه کړي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د FIA د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) درې مهم کسان، محمد عالم زیب، آصف خان او هارون رشید نیولي دي، چې افغانانو ته یې سعودي عربستان شاوخوا ۱۰۰ جعلي کاري ویزې په ورکولو کې مهم رول درلود. په دې بهیر کې جعلي پاکستاني پاسپورټونه، د نایجریا ماشین لوستلو وړ پاسپورټونه او جعلي ملي هویت کارتونه (CNICs) کارول شوي وه.
یوازې عالم زیب ۳۱ ویزې، آصف خان څلور ویزې او هارون رشید ۵۸ جعلي ویزې ورکړې دي.
دوه نور کسان محمد اسحاق خان او سید احسان شاه هم د همغږۍ په عملیاتو کې نیول شوي، چې په ټولیزه توګه ۶۹۳ افغانانو ته د اسنادو په ورکولو کې پر مرسته کولو تورن دي. ویل کیږي، چې احسان شاه ۵۸۰ افغانانو ته او اسحاق خان ۲۲ نورو ته اسناد چمتو کړي دي.
د درغلۍ کچه
د لومړنیو موندنو له مخې؛ شاوخوا ۷۰۰ افغانانو د دې شبکې پر کارولو جعلي ویزې او د هویت اسناد ترلاسه کړي دي. FIA د پاسپورټ او د وګړو د ثبت ملي ادارې (نادرا) په څانګو کې د دولتي کارمندانو د احتمالي ښکېلتیا په اړه هم پلټنه کوي.
جعلي ویزې په ټولیزه توګه په سعودي عربستان کې د کار لپاره کارول کېدې، چې د شبکې نړیوال ابعاد پر ګوته کوي.
دا عملیات د FIA د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې د انساني قاچاق، ویزې او اسنادو له جعل پورې اړوند جرمونو سره مبارزه کوي. د بېلګې په توګه، په تېر ډسمبر کې د FIA د کډوالۍ افسرانو څو کسان د افغانانو په ګډون پولنډ ته د الوتنې پر مهال له جعلي ویزو سره ونیول.
د سږ کال د پخوانیو ورته عملیاتو پر مهال په پېښور کې هم دوه قاچاق وړونکي د جعلي پاکستانيو پاسپورټونو پر کارولو ایټالیا ته د افغانانو د لېږدولو پر تور او ۱۵ پاسپورټونه او ګرځنده تلیفونونه ورسره ونیول شول.
په لاهور کې ورته تحقیقاتو د FIA د لس کارکوونکو او د سفر د ادارې د شپږ استازو د محاکمې لامل شول، چې د جعلي اسنادو پر کارولو یې سعودي عربستان ته د ۴۱ افغانانو د سفر په کولو کې مرسته کړې وه.
FIA خبرداری ورکړی، چې دا ډول شبکې یوازې یوه ساده درغلي نده، بلکې د ملي امنیت او د پاکستان د کډوالۍ سیسټم اعتبار ته ګواښ هم دی.
دې ادارې ژمنه کړې، چې د پاسپورټ او وګړو د ثبت کارکوونکو پلټنه به چټکه کړي او له خلکو یې غوښتي، چې یوازې د رسمي سرچینو له لارې د ویزو او اسنادو اعتبار وارزوي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام هیڅ لوري ته ګټه نهلري – ذبیحالله مجاهد
مجاهد، چې نن یې د «حکومت د رسنیو په هېنداره کې» نومي پروګرام کې خبریي ناستې ته ویلي؛ اسلامي امارت نه غواړي له هیڅ هېواد سره سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نهدی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ شته ستونزې د خبرو او رغنده تعامل له لارې اوارې کړي.
مجاهد، چې نن یې د «حکومت د رسنیو په هېنداره کې» نومي پروګرام کې خبریي ناستې ته ویلي؛ اسلامي امارت نه غواړي له هیڅ هېواد سره سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، پاکستان د افغانستان د ټرانزیټي لارو له تړلو سره افغان سوداګرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته ستونزې جوړې کړې دي.
هغه وایي:« وروستۍ هڅې روانې دي، چې د دغو ستونزو د بنسټیز اواري لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.»
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په بله برخه کې «متحدې جبهې» نومې ډلې ته په نغوته کې ویلي، دغه ډله یوازې په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري او د افغانستان دننه اغېزناک حضور نهلري.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې، افغان امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنهکړي، چې د هېواد امنیت او ثبات وګواښي.
هغه همداراز ویلي، ورته ډلو پخوا هم په بېلابېلو نومونو په افغانستان کې فعالیت کاوه او اوس یې یوازې نومونه بدل کړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د کورني امنیت ټینګښت او له ګاونډ هېوادونو سره د باثباته اړیکو ساتل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
تازه خبرونه
په بغلان کې دوه زره کلنه لرغونې سکه ولایتي موزیم ته وسپارل شوه
د بغلان اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي ویلي، دا لرغونې سکه یوه ماشوم هلک د برکې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د څارویو د څرولو پر مهال موندلې وه.
د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي؛ یوه شاوخوا دوه زره کلنه لرغونې سکه، له موندل کېدا او قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته د دې ولایت ولایتي موزیم ته سپارل شوې ده.
د بغلان اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي ویلي، دا لرغونې سکه یوه ماشوم هلک د برکې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د څارویو د څرولو پر مهال موندلې وه.
د اسدالله مصطفی هاشمي د څرګندونو له مخې؛ دغه تاریخي سکه د قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوې او اوس د همدې ریاست په ولایتي موزیم کې ساتل کېږي.
هاشمي زیاته کړې: لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دا سکه د یونان ـ باختري دورې پورې اړه لري او شاوخوا دوه زره کاله لرغونې ده؛ خو د هغې د کره نېټې، ځانګړنو او اصالت د معلومولو لپاره به نورې څانګیزې څېړنې هم ترسره شي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې ولایت له اوسېدونکو غوښتي، که لرغوني آثار ومومي؛ نو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته دې وسپارل شي، چې د هېواد له فرهنګي میراث څخه په سمه توګه ساتنه وشي او راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې شي.
تازه خبرونه
اروپا اسلامي امارت ته له انزوا څخه تعامل ته نږدې کېږي – د هند څېړنیز بنسټ
دغه بنسټ په یوه خپره شوې لیکنه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۶ز. کال په جون کې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ په اړیکو کې مهم بدلون رامنځته شو؛ هغه مهال، چې اروپايي چارواکو په بروکسل کې د اسلامي امارت د پېنځه کسیز پلاوي کوربهتوب وکړ. دغه پلاوی د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقاهر بلخي پر مشرۍ، د بلجیم له لوري د یوې ورځې ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته ولاړ.
د «آبزرور» څېړنیز بنسټ د افغانستان اسلامي امارت او اروپايي ټولنې د اړیکو په اړه په یوه شننه کې لیکلي، چې د دواړو لوریو وروستي تعاملات ښيي، چې اروپا ورو ورو د انزوا له پالیسۍ عملي تعامل ته مخه کوي.
دغه بنسټ په یوه خپره شوې لیکنه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۶ز. کال په جون کې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ په اړیکو کې مهم بدلون رامنځته شو؛ هغه مهال، چې اروپايي چارواکو په بروکسل کې د اسلامي امارت د پېنځه کسیز پلاوي کوربهتوب وکړ. دغه پلاوی د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقاهر بلخي پر مشرۍ، د بلجیم له لوري د یوې ورځې ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته ولاړ.
د دې شننې له مخې، دغه خبرې د جنورۍ په میاشت کې د اتریش د سفر پر مهال د دواړو لوریو د لومړۍ لیدنې پر دوام ترسره شوې او تمرکز یې پر کډوالۍ، افغانستان ته د افغان وګړو بېرته ستنېدا او د هغو پناه غوښتونکو د ایستلو پر بهیر و، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا د کوربه هېوادونو له لوري امنیتي ګواښ ګڼل شوي دي.
«آبزرور» څېړنیز بنسټ ټینګار کړی، چې اروپايي کمیسیون دغه لیدنې د اسلامي امارت د رسمي پېژندنې پر معنا نهګڼي؛ خو دا ناسته د اسلامي امارت لپاره مهمه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه په ۲۰۲۱ز.کال کې واک ته د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت رسمي پلاوي په اروپا کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره خبرې وکړې.
په شننه کې راغلي، چې د کابل لپاره د دې سفر ارزښت یوازې د کډوالۍ تر موضوع محدود نهو، بلکې موخه یې د باور رامنځته کول، په اروپا کې د ډیپلوماټیک حضور ساتل او د افغان وګړو د باعزته ستنېدا د بهیر ډاډ ترلاسه کول ول.
دغه راز په لیکنه کې راغلي، د اسلامي امارت پلاوي د دې حکومت له لوري د ټاکل شویو ډیپلوماټانو لپاره د افغانستان په اروپايي سفارتونو کې د فعالیت د اجازې غوښتنه بیا مطرح کړې ده. په داسې حال کې، چې د دغو استازولیو ډېری یې له جرمني پرته اوس هم د ۲۰۲۱ز.کال له اګست مخکې د ټاکل شویو ډیپلوماټانو لهخوا اداره کېږي.
دغه بنسټ لیکلي، چې له اسلامي امارت سره د اروپايي ټولنې تعامل په داسې حال کې زیاتېږي، چې اروپايي هېوادونه له کورني فشار سره مخ دي، چې د کډوالۍ پالیسۍ سختې او د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي.
د اروپايي ټولنې د څرګندونو له مخې، د دې ټولنې غړو هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ز.کلونو ترمنځ د افغان وګړو د پناه غوښتنې شاوخوا یو میلیون غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې نږدې نیمايي یې منل شوي دي.
په شننه کې ویل شوي: له دې کبله، چې اسلامي امارت اوس هم افغانستان اداره کوي؛ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا، قونسلۍ خدمتونو او بشري مرستو د همغږۍ په اړه هر ډول پراخ تړونونه له کابل سره له همکارۍ پرته ستونزمن دي.
دغه بنسټ زیاتوي؛ اروپايي چارواکو ټینګار کړی، چې دا لیدنې تخنیکي وې او د اسلامي امارت د پېژندنې معنا نهلري؛ خو ځینې نیوکه کوونکي باور لري، چې د ویزې ورکول او له اسلامي امارت سره خبرې کول ښايي د تدریجي تعامل او د دغه حکومت د عملي پېژندنې نښه وي.
په شننه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ همکاري له سیاسي او بشري ننګونو سره مخ ده. دغه بنسټ په تېر یو کال کې له پاکستان او ایران څخه د څه باندې درې میلیون افغانانو جبري ستنېدا ته په نغوته کې ویلي، چې له اروپا څخه د افغانانو د ایستلو زیاتوالی به پر افغانستان ډېر فشار راوړي؛ هغه هېواد، چې له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او بشري کړکېچ سره مخ دی.
«آبزرور» څېړنیز بنسټ زیاته کړې؛ د بشري حقونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د کډوالۍ په تړونونو کې د بشري حقونو په اړه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ اصول په پام کې ونیسي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د افغانستان د اوسني حکومت د مشروعیت ورکولو په توګه تعبیرېدی شي.
ویل کیږي، چې بروکسل ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر تر ډېره د یوه ستر ډیپلوماټیک پرمختګ پر ځای، د دې ښکارندوی دی، چې د کډوالۍ مدیریت، قونسلي چارې او د بشري مرستو همغږي له کابل سره له تعامل پرته حل کېدی نهشي.
-
تازه خبرونه5 days agoآلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
-
تازه خبرونه4 days agoپه پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
-
International Sports4 days agoفیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل
-
تازه خبرونه4 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
-
لوبی3 days agoنن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoعمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت طرحه وړاندې کړه
-
لوبی4 days agoافغانستان له ایرلینډ سره د پېنځه یوورځنیو لوبو لړۍ پیلولو ته چمتو کیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
