Connect with us

تازه خبرونه

خلیلزاد د پاکستان پر کوربتوب د اسلامي امارت د مخالفانو ناسته بې‌وخته ګڼي

خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاتوي؛ د افغانستان خلک کولی شي خپل بېلابېل اندونه ولري؛ خو د پاکستان لخوا د دوی د غونډو کوربتوب “بې وخته، پاروونکی، نامسوولانه او د افسوس وړ” دی.

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۲۶, ۱۴۰۴

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد ويلي؛ ټاکل شوې، چې پاکستان د وږي پر درېیمه او څلورمه د اسلامي امارت د بهر میشتو مخالفانو د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاتوي؛ د افغانستان خلک کولی شي خپل بېلابېل اندونه ولري؛ خو د پاکستان لخوا د دوی د غونډو کوربتوب “بې وخته، پاروونکی، نامسوولانه او د افسوس وړ” دی.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مخکې باوري او همکاري کمه شوې او د اسلام‌آباد دا هڅه به ښه پایله ونلري.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز عاصم منیر یوځل بیا ویلي؛ اسلامي امارت دې پاکستان ته د تحریک طالبان پاکستان د لېږلو پالیسي پای ته ورسوي.

تازه خبرونه

د افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یو‌ان‌ډي‌پي

دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته لومړنی ملي پراختیايي پروګرام دی، چې د نړیوالو مرستو د نشتون تر شرایطو لاندې؛ د محدودو کورنیو سرچینو د وېش لپاره چوکاټ وړاندې کوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور له مخې؛ د افغانستان نوې ملي پراختیایي سټراټیژي  (ANDS 2025–2030) به تر هغې خپلې موخې ته ونهرسېږي، چې اړینې جوړښتي ننګونې حل نشي.

دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته لومړنی ملي پراختیايي پروګرام دی، چې د نړیوالو مرستو د نشتون تر شرایطو لاندې؛ د محدودو کورنیو سرچینو د وېش لپاره چوکاټ وړاندې کوي.

د دې سټراټیژۍ موخه دا ده، چې کلنۍ اقتصادي وده له ۳ څخه تر ۵ سلنې پورې ترلاسه کړي، صادرات ۱۰ سلنه زیات کړي، تر ۲۰۳۰ پورې ۵ میلیارډ ډالر بهرنۍ پانګونه راجلب کړي او پطخبنا(زیربنا) انرژي او استخراجي صنایعو ته پراختیا ورکړي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبرداری ورکړی، چې په یو مهال کې څو بحرانونه؛ لکه: نړیوال نه‌رسمیت پېژندنه، ژور بشري ناورین، د کډوالو پراخه بېرته ستنېدا او اقلیمي بدلونونه د دې پروګرام د عملي کېدا خطر نور هم زیاتوي.

دې بنسټ دوه اړین بحراني محدودیتونه پر ګوته کړي؛ پر ښځو لګېدلي بندیزونه او د انرژۍ کمښت.

د راپور له مخې؛ د نجونو پر زده‌کړو بندیز او د ښځو پر کار او ګرځېدا محدودیتونو د دوی اقتصادي ګډون راکم کم کړی، چې د ودې او ګډې سوکالۍ ترلاسه کول یې ستونزمن کړي دي. همدارنګه، د انرژۍ سخت کمښت – د برښنا اوسنی تولید یوازې ۰.۷ ګیګاواټه دی د ۵ ګیګاواټه اړتیا پر وړاندې؛ د صنعتي پرمختګ مخه نیسي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دا پایله اخلي: تر هغې، چې پر ښځو محدودیتونه لرې او د انرژۍ تشه ډکه نشي؛ دا سټراټیژي به ښايي یوازې یوه هیله پاتې وي او عملي بدلون به رامنځته نکړي.

اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمیټې سره د مرستې ماموریت پای ته رسیږي

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.

Published

on

د امنیت شورا د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې په روانه فبرورۍ کې د افغانستان د ۱۹۸۸ بندیزونو له کمیټې سره د مرستې کوونکې شننې ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې ماموریت د غځولو مسودې ته رای ورکړ شي.

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.

د دې ډلې ماموریت د فبرورۍ پر اووه‌لسمه پای ته رسېږي.

ویل کیږي، چې دغه کمیټه د بندیزونو نوملړ څاري، د معافیت غوښتنې ارزوي او غړو هېوادونو ته د پلي کېدا په اړه یې د څار ډلې د راپورونو او سپارښتنو له لارې مرسته کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو

Published

on

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت رهبر د “سنتي نبوي طب” پوهنځي د جوړولو وړاندیز منظور کړی دی.

دې وزارت ټینګار کړی، چې د “سنتي نبوي طب” پوهنځي جوړول به د روغتیايي علومو په پراختیا او د مسلکي کدرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!