د هوا حالاتو بدلونونه
د پاکستان شمال لویدیځ کې ویجاړوونکو سیلابونو د مرګ او ژوبلې وېره رامنځته کړې
دې له ۱۵۰ ملي مټر څخه زیات یوه ساعت؛ خو پرلهپسې باران داسې سېلاب رامنځته کړ، چې نه یوازې یې کلي او کورونه ویجاړکړل، بلکې د مرګ او ژوبلې وېره هم ورسره مل شوه.
بېساري اورښتونو او سېلابونو ټوله خیبر پښتونخوا (KP) ونیوله او په ځانګړي توګه یې د بونیر په اړوند سیمه کې د یکشنبې تر سهار لږ تر لږه ۳۳۷ کسان مړه کړي او ډېر نور ورک دي.
دې له ۱۵۰ ملي مټر څخه زیات یوه ساعت؛ خو پرلهپسې باران داسې سېلاب رامنځته کړ، چې نه یوازې یې کلي او کورونه ویجاړکړل، بلکې د مرګ او ژوبلې وېره هم ورسره مل شوه.
د باران دا ناڅاپي شېبه بېسارې ده او تر دې دمه لیدل شوې نهوه.
د ښوونځي یو ځایي ښوونکی عزیز احمد نومي ویلي؛ هغه شېبه یې نههېریږي، چې له ویجاړیو ډک سېلابونه له غرونو راووتل.
یوازې په بونیر کې ۲۰۷ کسان مړه شول او لسګونه نور درک او د اوبو، خټو او ډبرو لاندې، چې ډېر کورونه او کلي یې ویجاړ کړي؛ ښخ شوي دي.
لرې پرتې سیمې په ځانګړي توګه د بایشونای کلی، چې د ژغورنې د ډلو ورتګ ته پر تمه دي؛ په ویجاړیو کې دوب دی، ژوندي پاتې شوي کسانو هر څه له لاسه ورکړي او د مرستې هیله لري.
په ټوله خیبر پښتونخوا کې سېلابونو او ځمکښویېدنې کلیو او بېخبناوو ته زیان ورساوه.
د ولایتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د موسمي بدلونونو له کبله بارانونه زیات شول او لویدیځ لوري ته وګرځېدل، چې دا ویجاړۍ له اقلیم بدلون سره تړاو لري.
په یوه بل راپور کې چارواکو منلې، چې په پراخه خیبر پښتونخوا سیمه کې لږ تر لږه ۲۷۴ کسان مړه شوي دي. په داسې حال کې، چې د چورلکو د ژغورنې هڅې له غمیزې سره مخ شوې دي؛ یوه چورلکه د مرستې پر مهال راولوېده، چې د هغې دعملې ټول پېنځه غړي مړه شول.
له دې ناورین څخه د رامنځته شوي ځاني زیانونو کچه هره ورځ مخ پر زیاتیدو ده.
د فرانسې خبري سرچینې راپور ورکړی، چې یوازې په خیبر پښتونخوا کې د ۳۴۰ څخه ډېره مړینه تائید شوې او سلګونه نور ورک دي.
ټول سړکونه، کورونه او دوکانونه له منځه تللي، چې چارواکي یې ډلهییزو بېړنیو ښخولو او بېړني بشري غبرګون ته اړ کړي دي.
په خیبر پښتونخوا کې چارواکو په ډېرو خطر لرونکو سیمو کې د بیارغونې، مالي ملاتړ او د ځای پرځای کولو د پروګرام پیلولو ژمنه کړې او د نړیوالو مرستو غوښتنه کوي.
د هوا حالاتو بدلونونه
په ایران کې د اوبو د بحران له کبله د تهران نلونه وچ شول
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.
ایران په تېرو څو لسیزو کې د اوبو له ډېر بد ناورین سره مخ دی؛ چارواکو ویلي؛ که وچکالي دوام وکړي، نو د تهران ۱۰ میلیوني ښار به ډېر ژر له خلکو تش شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که د ډسمبر تر میاشتې باران ونشي؛ نو حکومت به اړ شي، چې په تهران کې د اوبو پر کارولو محدودیتونه ولګوي.
هغه د دې ناورین پړه د تېرو حکومتونو پر ناسمو پالیسیو، اقلیمي بدلون او ډېرې کارونې اچولې ده.
کارپوهانو ويلي، چې د کلونو ناسم مدیریت، غیرقانوني څاه کېندنې او د بندونو بې پاملرنې جوړولو د اوبو په رسولو کې چټک کمښت رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې تر اوسه د خلکو د لاریونونو کومه نښه نهلیدل کیږي؛ خو د اوبو کمښت پر کورنیو او د ایران زیانمن شوي اقتصاد پوره فشار راوړی دی.
د حکومتي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د تهران په پېنځه بنسټیزو بندونو کې د اوبو کچه تقریبا نیمایي شوې او د امیر کبیر بند یوازې ۸ سلنه ډک دی. په ټول هېواد کې ۱۹ لوی بندونه بشپړ وچ شوي دي.
په لویو ښارونو لکه مشهد او اصفهان کې اوسیدونکي د اوبو له ټیټ فشار، پرله پسې بندېدا او اغېزمن مدیریت نشتوالي څخه اندېښمن شوي؛ خو چارواکي وايي، چې اقلیمي بدلون او د تودوخې لوړوالی د اوبو د تبخیر علت دی.
د دغه ناورین د حل لپاره حکومت د اوبو د فشار کمولو، له نورو بندونو څخه د اکمالاتو لېږدولو او د شخصي زیرمو کارولو ته د خلکو هڅول پیل کړي دي؛ خو ډېری ښاریان وايي، چې دا اقدامات کافي ندي.
د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د اسلامي امارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اندېښنه څرګنده کړې: سره له دې، چې افغانستان د اقلیمي بدلون یو له زیانمنونکو هېوادونو څخه دی؛ خو د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته ونهبلل شو، چې ټاکل شوې دوشنبه په برازیل کې پیل شي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغان پلاوي د همغږۍ میکانیزم له رامنځته کولو او لارې نقشې چمتو کولو سره په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دې ادارې نړیوال اقلیمي بدلون کنفرانس ته په نغوته کې ویلي، چې افغانستان له نړیوالو اړوند صندوقونو مالي او تخنیکي مرسته نده ترلاسه کړې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل، چې د افغانستان مشروع حقونه وپېژني او د افغان پلاوي لپاره په داسې غونډو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
په اعلامیه کې راغلي: “دې کنفرانس او نورو غونډو ته د افغان پلاوي نهبلل دا ثابتوي، چې ملګري ملتونه د اقلیم بدلون په اړه د افغانانو د حقونو په ډاډمنولو کې نړیوال عدالت نه مراعتوي. د افغانستان خلک حق لري، چې پخپل ګډون له خپلو اړوند حقونو دفاع وکړي.”
د یادونې ده، چې افغانستان تېر کال په آذربایجان کې د اقلیمي بدلون په سرمشریزه کې ګډون کړی و.
د هوا حالاتو بدلونونه
په ایران کې د سختې ګرمۍ له کبله دولتي دفترونه او بانکونه وتړل شول
د ایران هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد له ۳۱ ولایتونو څخه د ۹ هغو لپاره نارنجي خبرداری خپور کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې په ځینو سیمو کې د سانتيګراد تر ۵۰ درجو (۱۲۲ فارنهایټ درجې ) پورې تودوخه ورسېږي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ په ایران کې د تودوخې سختې څپې د دې هېواد د اوبو او برښنا پر سرچینو فشار راوړی او چارواکي اړ شوي، چې د چارشنبې پر ورځ (د زمري پېنځلسمه / د اګست شپږمه) په پلازمېنه تهران او څو نورو ولایتونو کې د دولتي دفترونو او بانکونو د تړلو سپارښتنه وکړي.
د ایران هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد له ۳۱ ولایتونو څخه د ۹ هغو لپاره نارنجي خبرداری خپور کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به یې په ځینو سیمو کې د سانتيګراد تر ۵۰ درجو (۱۲۲ فارنهایټ درجې ) پورې تودوخه ورسېږي.
که څه هم په دوبي کې د ایران د تودوخې درجې لوړېدل عام دي؛ خو پرلهپسې وچکالۍ د اوبو رسولو کمښت راوستی او د هېواد د برښنا شبکه نشي کولی په کورونو او کاري دفترونو کې د سړولو تجهیزاتو لپاره د زیاتې غوښتنې ځواب ووایي.
د چهارشنبې پر ورځ به په مازندران، مرکزي، یزد، سمنان، کرمانشاه، خراسان رضوي او همدارنګه پلازمېنه تهران کې بانکونه، دولتي دفترونه او نورې عامه ودانۍ وتړل شي.
د تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي: ” د چارشنبې پر ورځ به په ولایتونو او تهران کې د تودوخې د زیاتوالي او د انرژۍ د لګښت د مدیریت له کبله د اجرائیوي ادارو دروازې وتړل شي.”
دغه راز روغتیایی تاسیسات، خصوصي شرکتونه او د بانک ځینې څانګې به خپل فعالیتونه روان وساتي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره اوونۍ خبرداری ورکړ، چې د هېواد د اوبو ډېر لګښت د پایښت وړ ندی او کېدی شي د سپټمبر تر میاشتې د تهران په ګډون په ځینو ښارونو کې د اوبو سخت کمښت رامنځته کړي.
د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د تودوخې له یوې سختې څپې وروسته د ایران څو ولایتونو د اوبو او برښنا د سپمولو لپاره هم څو ورځې دولتي دفترونه تړلي وه.
-
سوداگري5 days agoتمه ده نن د تورخم لار پرانیستل شي
-
تازه خبرونه5 days agoد قطر پر غوښتنه مو پر افغانستان پوځي عملیات وځنډول
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان د آیایسآی هڅې ناکامې دي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي
-
تازه خبرونه4 days agoبریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جرمونه کړي
-
لوبی5 days agoد افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د جذام درملنه بیا پیل شوه
-
تازه خبرونه4 days agoسعودي له افغان کروندګرو سره ۱ میلیون ډالر مرسته وکړه
