تازه خبرونه
ایران په روان کال کې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ بندیان اعدام کړي
ههنګاو په خپل راپور کې د افغانستان د اعدام شویو کسانو د هویت او د هغوی د جرمونو په اړه څه ندي ویلي.
د بشري حقونو بنسټ«ههنگاو» راپور ورکړی، چې ایران د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۹۰۶ بندیان اعدام کړي، چې ۵۹ یې افغانان دي.
ههنګاو په خپل راپور کې د افغانستان د اعدام شویو کسانو د هویت او د هغوی د جرمونو په اړه څه ندي ویلي.
د افغانستان وګړي په ایران کې تر ډېره د مخدرو توکو د قاچاق او قصدي وژنو پر تور بندیانېږي او یا هم اعدامېږي.
د بشري حقونو بنسټ «ههنګاو» دا هم ويلي؛ یوازې له اګست راپدېخوا د ایران په زندانونو کې پر لږ تر لږه ۱۵۲ بندیانو د اعدام حکم عملي شوی، چې ۸ کسان په کې افغانان دي.
ایران په نړۍ کې د اعدام تر ټولو لوړه کچه لري او د دې اعدامونو یوه لویه برخه له مخدرو توکو سره اړوند جرمونه دي.
د بشري حقونو هڅاند(فعالان) وایي؛ ډېری بهرني وګړي، چې پدې تړاو نیول کیږي د فقر، بېکارۍ او ناامنه مهاجرت قربانیان دي.
یو شمېر کارپوهانو ټینګار کړی؛ اسلامي امارت مسوولیت لري، په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو له وضعیت څارنه وکړي او د افغانستان د وګړو په ځانګړي توګه په ایران کې د اعدام مخه ونیسي.
د اسلامي امارت چارواکو له ایران څخه غوښتنه کړې، چې پر اعدام محکومو مجرمانو لپاره بدیل مجازات په پام کې ونیسي.
د بشري حقونو بنسټونه، چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي؛ راپور ورکړی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د افغان بندیانو د اعدام کچه لوړه کړې ده.
د ایران د بشري حقونو بنسټ په خپل کلني راپور کې لیکلي، چې ایران تېر کال لږ تر لږه ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي دي.
تازه خبرونه
امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس
د دغو اسنادو له مخې؛ امریکا په پام کې لري، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د دوشنبې پر ورځ له لوییزیانا ایالت څخه پاکستان ته پیل کړي او وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.
اسوشیټډ پرس خبري آژانس د یکشنبې پر ورځ د محکمې د اسنادو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت غواړي په دې هېواد کې نیول شوي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
د دغو اسنادو له مخې؛ امریکا په پام کې لري، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د دوشنبې پر ورځ له لوییزیانا ایالت څخه پاکستان ته پیل کړي او وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.
د افغان کډوالو د حقونو مدافع ډلې«افغان ایوک» دغه پرېکړه غندلې او د هغو افغانانو د پخوانیو همکارانو په اړه یې د پایلو خبرداری ورکړی، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.
دغه پرېکړه د یو شمېر ډیموکراټو قانونجوړوونکو له نیوکو سره هم مخ شوې ده.
ډیموکراټ سناټور ریچارډ بلومنټال ویلي، چې امریکا له هغو افغانانو سره پر کړې ژمنې پښېمانه ده، چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
د ویرجینیا ایالت سناټور ټیم کین هم ویلي: « زموږ افغان همکارانو له امریکا سره د مرستې لپاره خپل هر څه له خطر سره مخ کړل. اوس ټرمپ غواړي د هغوی د کورنیو غړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ولېږدوي؛ د هغوی د سرښندنو په بدل کې خیانت کول د شرم وړ دي او په راتلونکو شخړو کې به د امریکا لپاره د مرستې ترلاسه کول خورا ستونزمن کړي.»
له دې مخکې د ټرمپ حکومت د افغانانو د بیا مېشتېدنې هغه پروګرام درولی و، چې د جوبایډن د حکومت پر مهال پیل شوی و.
تازه خبرونه
د داعش غړی اوغور بهادر اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کاظم زوی بهادر د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې نیول شوی دی.
سرچینو ويلي؛ د ترکیې وګړی او د داعش غړی اوغور بهادر د اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت مستونګ سیمې ته تللی او هلته یې د داعش په یوه روزنیز کمپ کې روزنه ترلاسه کړې وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کاظم زوی بهادر د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې نیول شوی دی.
د سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ بهادر د مستونګ په یوه روزنیز کمپ کې د روزنې په شپږمه دوره کې ګډون کړی و او هلته یې د« عبدالرحمان» مستعار نوم کاراوه. نوموړی له روزنې وروسته د نورو لارښوونو تر ترلاسه کولو پورې په «معاویه»نومي روزنیز مرکز کې پاتې شوی و.
سرچینو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال د فبرورۍ په وروستیو کې د داعش د مستونګ روزنیزو کمپونو له ویجاړېدا وروسته بهادر د دې ډلې د مشرانو پر لارښوونه له یو شمېر نورو غړیو سره د خیبرپښتونخوا ایالت اورکزو ولسوالۍ ته ولېږدول شو او وروسته یې د «عبدالله» تر مستعار نامه لاندې کاراوه.
بهادر په اورکزو کې لومړی د حمزه نومي د داعش د یوه سیمهییز قومندان په کور کې اوسېده. د فبرورۍ پر شلمه په تورسمت سیمه کې د حمزه له وژل کېدا وروسته؛ ویل کیږي، چې بهادر له هغې ډلې سره یوځای شو، چې مشري یې حاجي رحمان مشهور پر ابوناصر کوله.
د فبرورۍ پر اتهویشتمه په غلجو سیمه کې د یو لړ عملیات پر مهال د حاجي رحمان له وژل کېدا وروسته بهادر او د داعش یوه بل غړي یونس، چې د محمد زوی او پر یاسر مشهور و؛ هڅه وکړه پېښور ښار ته ولاړ شي.
د سرچینو پر وینا، پولیسو دغه دوه کسان د پلټنې په یو ځای کې د نشهیی توکو د قاچاقکوونکو پر تور ونیول شول؛ خو وروسته له داعش سره د هغوی د احتمالي تړاو په اړه خبر شول.
سرچینې ادعا کوي، چې د دغو کسانو نیول وروسته د یوې همغږې استخباراتي عملیاتو پایله وبلل شوه.
تازه خبرونه
امریکا د افغانستان او پاکستان د امنیتي اندېښنو په اوارولو کې د ونډې چمتووالی څرګند کړ- روبیو
روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نهدي کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نهدي کړي.
مارکو روبیو ویلي: « څرګنده ده، چې مونږ نهغواړو پاکستان د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي؛ نو که د ترسره کولو لپاره کوم اغېزمن رول لوبول وي، مونږ به یې ترسره کړو.»
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره« نږدې اړیکې نهلري».
روبیو زیاته کړې: «مونږ د ترهګرۍ مخالف یوو. پرته له دې، چې ترهګري له کوم ځایه سرچینه اخلي او څوک پر نښه کوي.»
پاکستان څو ځله اسلامي امارت تورن کړی، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نهکارول کېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ5 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
-
لوبی5 days agoافغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه متقابلو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – د افغانستان دفاع وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoتحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
-
تازه خبرونه5 days agoد سیمې هېوادونه له امریکا پرته خپلې ستونزې حلولی شي – پزشکیان
-
څار4 days agoڅار: د ژمې د رارسېدو په درشل کې افغانستان ته د کډوالو ستنولو چمتووالی
