Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان په دوحه کې پر بېړني اوربند هوکړه وکړه

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د خبرو اترو په بهیر کې، دواړو خواوو پر بېړني اوربند او د دواړو لوریو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه وکړه.”

خپور شوی

د

د تلې پر شپږویشتمه / د اوکټوبر پر اته‌لسمه په دوحه کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د خبرو اترو له بل پړاو وروسته، چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شو؛ دواړه لوریو پر بېړني اوربند هوکړه وکړه.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د خبرو اترو په بهیر کې، دواړو خواوو پر بېړني اوربند او د دواړو لوریو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه وکړه.”

دا هوکړه د افغانستان د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصفاو د قطر او ترکیې استازو لاسلیک کړه.

د دواړو حکومتونو پلاويو هوکړه وکړه، چې په راتلونکو ورځو کې به د اوربند د پایښت او بشپړ تطبیق ډاډمن کولو لپاره نورې مشورې هم وکړي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د قطر او ترکیې له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي: “مونږ دې هوکړې ته د رسېدو لپاره د وروڼو هېوادونو( قطر او ترکیې) له هڅو ستاینه کوو. د هوکړه له مخې؛ دواړو خواوو سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.”

هغه زیاته کړې؛ دواړه خواوې د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو حل کولو ته ژمن دي او پر جامع او معنا لرونکي اوربند یې هوکړه کړې ده.

مجاهد همدارنګه ټینګار کړی، چې هیڅ هېواد به د بل پر وړاندې دښمنانه اقدامات ونکړي؛ د پاکستان د حکومت پر وړاندې د فعالیت کوونکو ډلو ملاتړ به ونکړي او د یو بل پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو یا تاسیساتو به برید ونکړي.

دا تړون کولی شي د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سولې، ثبات او سیمه‌ییزې همکارۍ د نوي پړاو پیل وي.

تازه خبرونه

په اسلامي امارت کې د نظر اختلاف شته، خو د ړنګېدا هیله یې باید ونه‌شي – حامد کرزی

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

Published

on

د جمهوري نظام پخواني ولسمشر حامد‌ کرزي له شپېګل مجلې سره  ه یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان خلک له څلورو لسیزو جګړو وروسته نور د نوې شخړې او د اسلامي امارت پر وړاندې د وسلوال مقاومت لېوالتیا نه‌لري.

هغه ټینګار کړی: خلک سوله، ثبات او داسې حکومت غواړي، چې د ولس پر اراده ولاړ وي؛ خو په عین وخت کې له اقتصادي بېوزلۍ کړېږي او نه غواړي هېواد یو ځل بیا ګډوډۍ ته ولاړ شي.

حامد کرزي د اسلامي امارت دننه وضعیت ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې د نظر اختلاف شته؛ خو باید د ړنګېدا هیله یې ونه‌شي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان د پرمختګ لپاره اقتصادي ودې، سیاسي مشارکت او د ټولو لوریو همکارۍ ته اړتیا لري.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه «زیانمن» وبلل او څرګندوي، چې دا محدودیتونه د هېواد راتلونکی کمزوری کوي.

هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پاکستان تورن کړ، چې له تېرو څلور لسیزو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو اوس د خپلو سیاستونو له پایلو سره مخ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي

د راپور له مخې، دا اقدام د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام پر همکارۍ د دې ولایت په کامدېش او برګ‌مټل ولسوالیو کې پیل شوی؛ شاوخوا ۱۳۶ زره کسان، چې نږدې ۱۷ زره کورنۍ کېږي د خوراکي توکو، روغتیايي مرستو او نورو اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ ول.

Published

on

د سره صلیب نړیوالې کمیتې څرګنده کړې، چې د نورستان ولایت جګړه ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو څو ورځني بېړني عملیات پیل شوی، چې له تېرو شپږ اوونیو څخه یې بنسټیزو اړتیاوو ته پوره لاسرسی نهدرلود.

د راپور له مخې، دا اقدام د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د خوړو نړیوال پروګرام پر همکارۍ د دې ولایت په کامدېش او برګ‌مټل ولسوالیو کې پیل شوی؛ شاوخوا ۱۳۶ زره کسان، چې نږدې ۱۷ زره کورنۍ کېږي د خوراکي توکو، روغتیايي مرستو او نورو اړینو توکو له سخت کمښت سره مخ ول.

یادو بنسټونو ویلي، چې د اپرېل له پیل راپدېخوا له ښکېلو لورو سره پرله‌پسې خبرې روانې وې، چې دغو سیمو ته خوندي او بې‌پرې لاسرسی برابر شي او اوس عملاً د مرستو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

په لومړي پړاو کې به د خوراکي توکو وېش، روغتیايي وسایل او نور اړین توکي لومړیتوب ولري. له نورستان سره د لارو پر بیا پرانیستل کېدا بازارونه ورو ورو بېرته خلاصیږي او د ناروغانو د درملنې لپاره هم د لېږد زمینه برابره شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ټینګار کړی، چې اړتیاوې اوس هم پراخې دي؛ په ځانګړي توګه د خوړو د خوندیتوب، روغتیايي مرستو او بنسټیزو آسانتیاوو ته د لاسرسی په برخو کې له سیمه‌ییزو استازو سره د اړتیاوو د پېژندلو لپاره همکاریو ته اړتیا لیدل کیږي.

په راپور کې راغلي؛ ټول فعالیتونه د بې‌پرې، خپلواکۍ او ناپېیلتوب د اصولو پر بنسټ ترسره کېږي او له ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې زیانمنو ټولنو ته د خوندي او دوامدار لاسرسي زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل او دوشنبې د «کاسا۱۰۰۰» پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ

په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د تاجکستان پلازمېنې( دوشنبه ) ته د سفر پر مهال د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره وکتل او د برښنا په برخه کې یې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې عبدالحق همکار د «کاسا۱۰۰۰» پروژې د پلي کېدا د بهیر پر چټکتیا، د قراردادي شرکتونو د احتمالي ستونزو حل او د تخنیکي همغږۍ زیاتوالي ټینګار وکړ او په دې اړه یې د تاجکستان له همکاریو مننه وکړه.

دغه راز د تاجکستان د انرژۍ وزیر هم د دې پروژې پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار وکړ او «کاسا۱۰۰۰» یې د سیمې د نښلېدا، د برښنا د تبادلې او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره اړین ګام وباله او د چارو د چټکتیا لپاره یې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.

«کاسا۱۰۰۰» پروژه د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنا‌لېږد له اړینو پروژو څخه ده، چې په افغانستان کې یې د پلي کېدا بهیر د پام وړ پرمختګ کړی او کولی شي د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز ثبات په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!