Connect with us

تازه خبرونه

په ۲۰۲۶ کال کې له ۲۱ میلیون ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري: اوچا

اوچا د سې‌شنبې پر ورځ پخپل خپور شوي راپور کې زیاته کړې، چې دا اټکلي شمېر د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي.

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان نږدې نیمايي نفوس یا شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا د سې‌شنبې پر ورځ پخپل خپور شوي راپور کې زیاته کړې، چې دا اټکلي شمېر د ټول نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي.

بشري ادارې پلان لري، چې په راتلونکي کال کې ۱۷.۵ میلیون کسانو ته مرسته ورسوي او د دې لپاره د مالي اړتیا کچه شاوخوا ۱.۷۱ میلیارډ ډالر اټکل شوې ده.

اوچا د افغانستان په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ که څه هم د تېرو کلونو پر پرتله ټولیزې بشري اړتیاوې لږ څه راکمې شوي، خو وضعیت اوس هم ډېر جدي دی.

دې ادارې اوږدمهاله جګړه، اقتصادي کمزوري، بنسټیزو خدماتو ته محدود لاسرسی او د حقونو کمزوري کېدا هغه مهم عوامل یاد کړي، چې د خلکو د زغملو توان یې زیانمن کړی دی.

اوچا ویلي؛ د خوراکي توکو د ناامنۍ زیاتېدا، له پولې هاخوا د خلکو د پراخې بېرته ستنېدا، د اقلیم له کبله رامنځته شویو وچکالیو، پرله‌پسې طبیعي پېښو او له عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو سیسټماټیک ایستلو دا بحران نور هم ژور کړی دی.

دې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي؛ د بشري مرستو ملاتړ دې پیاوړی کړي، چې د وضعیت د خرابېدا مخه ونیول شي او د هېواد پر کچه زیانمن خلک وژغورل شي.

دا خبرداری په داسې حال کې راپورته کېږي، چې امریکا د سې‌شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو لپاره د ۲ میلیارډ ډالرو ژمنه اعلان کړی؛ خو څرګندوي، چې راتلونکې مرستې به مشروطې وي او یوازې ۱۷ هېوادونو ته به، چې هایتي، سوریه او سوډان په کې شامل دي څانګړې شي. افغانستان او یمن له دې نوملړه ایستل شوي دي.

امریکايي چارواکو ویلي؛ واشنګټن داسې شواهد لري، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځینې مرستې د اسلامي امارت لاس ته لوېدلي او ټینګار یې کړی، چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې به افغانستان او یمن ته د رسېدو اجازه ورنکړي.

بشري مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي، چې د تمویل دا محدودیتونه ښايي د نړیوالو مرستو کمښت نور هم ژور کړي؛ هغه کمښت، چې له وړاندې یې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي کلینیکونو د تړل کېدا او په نورو ځایونو کې د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي مرستو د کمېدا لامل شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د ماشومانو د مړینې نړیواله کچه ښايي د کلونو له کمښت وروسته یو ځل بیا لوړه شي.

تازه خبرونه

افغانستان د ناچاودو توکو د مرګ او ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی – یوناما

یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماین‌پاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.

Published

on

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ‌ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي.

یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماین‌پاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.

دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.

د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیان‌منونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ‌ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي.

دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نه‌وړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ

د اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ

Published

on

Last Updated on: تله ۱۹, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده نن(شنبه د تلې اته‌لسمه) د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره ولاړ.

ټاکل شوې، چې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د وزیرانو پر کچه استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو، فرصتونو او تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون له نړۍوالو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، د تجربو تبادلې او د انرژۍ په برخه کې د نړۍوالو همکاریو د جلبولو لپاره ښه فرصت برابروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

Published

on

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمد امین جان عمري پر مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی په دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

د ډیجیټلي حکومتولۍ عمومي ریاست رییس عبدالرحمن ساپی هم د دې پلاوي غړی دی.

ټاکل شوې، چې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو استازي، د نړیوالو ټولنو استازي، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخې څانګوال(متخصصان) او د خصوصي سکټور استازي په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په غونډه کې به د ډیجیټلي ټکنالوژۍ پراختیا، ډیجیټلي حکومتولي، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت، ډیجیټلي بېخبناوو او د هېوادونو ترمنځ د ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پلاوی به په دې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان د تجربو او لاسته راوړنو او د ډیجیټلي بدلون په برخه کې د ترسره شویو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړي.

همدارنګه، ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د غونډې په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له اړوند ادارو سره دوه‌اړخیزې لیدنې ولري او د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

دوه‌یمه نړیواله ډیجیټلي غونډه نن(پنجشنبه) په مسکو ښار کې پیلیږي او درې ورځې به روانه وي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #ډیجیټلي‌ټکنالوژي #مخابرات #معلوماتي‌ټکنالوژي

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!