Connect with us

تازه خبرونه

نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.

خپور شوی

د

ټاکل شوې، چې نن( دوشنبه د کب اته‌لسمه ) د ملګرو ملتونوامنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه ترسره کړي.

له دې غونډې مخکې به پاناما د ښځو، سولې او امنیت د ملاتړو هېوادونو پر استازیتوب یوه خبرپاڼه خپره کړي.

په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.

ټاکل شوې، چې د یوناما چارسمبالې(سرپرسته) ګاګنون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د سیاسي، بشري او بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغانستان د وروستیو تپل شویو نښتو( د فبروري له شپږویشتمې څخه د مارچ تر پېنځمې پورې ۱۸۵ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي) له کبله د ملکي وګړو مرګ‌ او ژوبله، بې‌ځایه کېدا او زیربناوو ته زیانونه اوښتي دي.

بشري وضعیت اوس هم اندېښمنوونکی دی او د افغانستان له شاوخوا ۴۴ میلیون وګړو څخه نږدې نیمایي یې مرستو ته اړتیا لري.

تمه ده، چې د شورا غړي به د ملکي وګړو د خوندیتوب، د ملکي زیربناوو د ساتنې او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړي.

همداراز به بحثونه د یوناما د ماموریت د غځولو پر موضوع هم راوڅرخیږي؛ ځکه، چې د دې ماموریت وخت د مارچ پر اووه‌لسمه پای ته رسېږي.

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له افغانانو سره پر روان ملاتړ ټینګار وکړ

اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.

Published

on

 

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د درېیمې کمیټې په غونډه کې له افغانانو سره د مرستو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د ماموریت او د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو د حساب ورکولو د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې له ۱۹۹۴ز.کال راپدېخوا یې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارډ یورو بشري مرستې کړې دي، چې ۳۲۰ میلیون یورو یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې ځانګړې شوې دي.

دې ټولنې په پای کې د ښځو او ځوانانو د حقونو د ساتنې او د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې د هغوی د ګډون لپاره د نړیوالو لارو چارو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له دې مخکې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو تامین د پخوا پر پرتله اوس د شریعت په چوکاټ کې ښه تامین شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵
Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان اف‌سي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۵

 

آرمان اف‌سي د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دوه‌اویاومه لوبه کې ۵ – ۱ عمر ځواک ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه او آرمان اف‌سي له لومړیو دقیقو خپله برلاسي وښوده.

ډامولا ایسیولووا آکاني په اتمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي لومړی ګول وواهه او پیمان سلطاني هم په لسمه او اتلسمه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل، چې له دې سره آرمان اف‌سي درې ګوله مخکې شو.

محمد نوروزي د لومړۍ نیمایي په اضافي وخت کې د عمر ځواک لپاره یو ګول وواهه او لومړۍ نیمایي د آرمان اف‌سي پر ګټه ۳ پر ۱ پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې آرمان اف‌سي خپل بریدونه روان وساتل او شکرالله کوهي د اضافي وخت په لړ کې د خپلې لوبډلې څلورم ګول وواهه. فردین عزیزي هم د اضافي وخت په پنځمه دقیقه کې د آرمان اف‌سي پنځم ګول وواهه، چې لوبه د دې لوبډلې پر ګټه ۵ پر ۱ پای ته ورسېده.

پیمان سلطاني، چې په دې لوبه کې یې دوه ګولونه وهلي وه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

آرمان اف‌سي به په راتلونکې لوبه کې د اوکټوبر پر یودېرشمه له عینو مېنه کندهار سره مخ شي او عمر ځواک به د نومبر پر دوه‌یمه له طوفان هرات سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روښان د شپږم پړاو ټولې لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!