سیمه ییز خبرونه
ایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
راپورونه ښيي؛ د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند وضعیت اوس هم ناڅرګند دی، خو ایران په دې سیمه کې خپل واک او څار زیات کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې هر ډول رښتینی اوربند هغه وخت ممکن دی، چې د ایران پر سمندري سوداګرۍ محدودیتونه لرې شي. هغه سمندري محاصره د احتمالي هوکړو څخه سرغړونه بللې ده.
همدارنګه سپاه پاسداران څرګنده کړی، چې دوه بهرنۍ بېړۍ د مقرراتو د ماتولو او د جواز د نشتوالي له کبله درول شوې دي. دغه راز، امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې پر یوې بلې بېړۍ ډزې شوې دي؛ خو کوم زیان نهدی اوښتی.
امریکا دا هڅې «سمندري غلا» بللي او په ځواب کې یې د سمندري محاصرې او د ځینو ایراني بېړیو د نیولو لړۍ روانه ساتلې ده.
دې وضعیت د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې راپارولې او د برنټ اوومو نفتو د هر بېرل بیه یې تر ۱۰۰ ډالرو لوړه کې ده.
دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بېپایلې پاتې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ دوام کولی شي د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ دا لار له جدي خطر سره مخ کړي.
سیمه ییز خبرونه
که توغندي مو نهلرل، ایران به هم د غزې له برخلیک سره مخ شوی و- پزشکیان
رئیسجمهور ایران همچنین تأکید کرد که تواناییهای دفاعی کشورش قابل مذاکره نیست.
سیمه ییز خبرونه
ټرمپ او پزشکیان د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د واشنګټن او تهران د سولې لپاره نوی ګام
د راپورونو له مخې؛ دغه هوکړه د دواړو لوریو د استازو له پراخو او لنډو خبرو اترو وروسته شوې او تمه ده، چې د ډیپلوماټیکو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچ کمولو لپاره د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ دغه هوکړه د دواړو لوریو د استازو له پراخو او لنډو خبرو اترو وروسته شوې او تمه ده، چې د ډیپلوماټیکو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.
سرچینو ویلي؛ د امریکا او ایران د خبرو اترو پلاوي به د جمعې پر ورځ د سویس په ژنیو ښار کې سره راټول شي، چې د هوکړې پر نورو جزئیاتو او د هغې د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړي.
سیمه ییز خبرونه
د نړۍ مشرانو د امریکا او ایران د سولې د هوکړې له اعلان هرکلی وکړ
د راپورونو له مخې، واشنګټن او تهران له څه باندې درې میاشتني کړکېچ وروسته د یکشنبې پر ورځ د شخړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې، چې دا هوکړه د جمعې پر ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه بشپړېدونکې خبرې اترې پیل شي.
د نړۍ مشرانو د امریکا او ایران ترمنځ له هغې نوې هوکړې هرکلی کړی، چې موخه یې د جګړې او سیمهییزو کړکېچونو پای ته رسول دي. تمه ده، چې دا هوکړه پر ایران د بندیزونو نرمېدا او د هرمز تنګي بشپړې پرانیستنې ته لاره هواره کړي.
د راپورونو له مخې، واشنګټن او تهران له څه باندې درې میاشتني کړکېچ وروسته د یکشنبې پر ورځ د شخړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي. ټاکل شوې، چې دا هوکړه د جمعې پر ورځ په سویس کې رسماً لاسلیک شي او ورپسې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه بشپړېدونکې خبرې اترې پیل شي.
یو شمېر اروپايي هېوادونو ویلي، که ایران د خپلو اټومي فعالیتونو په محدودولو کې همکاري وکړي، دوی به د دغه هېواد پر وړاندې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو د یوې برخې د لرې کولو امکان وڅېړي.
د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او ملګرو ملتونو مشرانو له دې پرمختګ هرکلی کړی او د هرمز تنګي پر ژر پرانیستل کېدا یې ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اعلان کړی، چې انتونیو ګوتریش د دې هوکړې هرکلی کړی او دا یې «د شخړې د سولهییز حل پر لوري یو اړین ګام” بللی دی.
د قطر چارواکو له دې هوکړې هرکلی کړی او هغه یې د تلپاتې سولې، په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلونې د آزادۍ او د سیمې او نړۍ د اقتصادي ودې لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
همداراز د بریټانیا لومړي وزیر کییر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم له هوکړې هرکلی کړی او د هغې د ټولو مادو پر بشپړ پلي کېدا او د هرمز تنګي پر دوامدارې پرانیستنې یې ټینګار کړی دی.
د آلمان لومړي وزیر فریدریش میرتس دغه تړون یوه «لویه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه» وبلله او څرګندوي، چې دا پرمختګ کولی شي د یو ډېر متحرک نړیوال اقتصاد او یو ډېر خوندي منځني ختیځ لپاره لاره هواره کړي.
دغه راز جاپان او نیوزیلنډ هم له دې هوکړې هرکلی کړی او په هرمز تنګي کې یې د ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او د سمندري تګ راتګ د آزادۍ پر تضمین ټینګار کړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس دا هوکړه په منځني ختیځ کې د «نوې دورې» پیل بللی او هیله یې ښودلې، چې د تاوتریخوالي کمېدل به د سیمې ثبات پیاوړی او د نړۍ په بازارونو کې د انرژۍ بیې راټیټې کړي.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او ځانګړی ارزښت لري.
د تېلو نړیوالو بازارونو هم دې هوکړې ته مثبت غبرګون ښودلی دی.
د خبر له خپرېدا وروسته د امریکا د اومهتېلو بیه راکمه شوې، چې له کبله یې د انرژۍ په بازارونو کې د نور ډېر ثبات هیلې پیاوړې شوې دي.
کارپوهان دا هوکړه د روان کال له مهمو سیاسي او ډیپلوماټیکو بدلونونو څخه بولي او باور لري، چې د منځني ختیځ د کړکېچونو په کمېدا کې به مهم رول ولوبوي.
د دې هوکړې اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو شخړو د سیمې د امنیت، د نړۍ د سوداګرۍ او د انرژۍ د بازارونو په اړه پراخې اندېښنې راپارولې دي.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
نړۍ4 days agoشمالي کوریا به خپل اټومي دریځ وساتي – کیم جونګ اون
-
International Sports4 days agoمسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه توغندي مو نهلرل، ایران به هم د غزې له برخلیک سره مخ شوی و- پزشکیان
