Connect with us

سیمه ییز خبرونه

پاکستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته سپارلې

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.

خپور شوی

د

پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي؛ اسلام‌آباد د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته لېږدولې؛ په داسې حال کې، چې د هوکړې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم بې‌پایلې پاتې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.

دغه رازډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند په نازک وضعیت کې دی او د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي پر سر اختلافونه اوس حل شوي نه‌دي.

ایران ټینګار کړی، تر هغې، چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ونه‌رسېږي؛ د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې ونه‌کړي او د بندیزونو لرې کېدل، د سمندري کلابندۍ پای او د تېلو د خرڅلاو بیا پیل غواړي.

سیمه ییز خبرونه

باکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو

دغه غونډه، چې د مې له اووه‌لسمې څخه به تر دوه‌ویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.

Published

on

د آذربایجان په پلازمېنه باکو ښار کې د نړۍ د ښارونو دیارلسمه نړیواله غونډه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لسګونو زره ګډونوالو په حضور کې پیل شوه.

دغه غونډه، چې د مې له اووه‌لسمې څخه به تر دوه‌ویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.

د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو له ۴۰ زره ډېرو کسانو په دې نړیواله غونډه کې نوم‌لیکنه کړې، چې دا یې د دغې نړیوالې غونډې تر ټولو ستر پړاو ګرځولی دی.

په دې فورم کې دولتي چارواکي، د ښار جوړونې څانګه‌وال(متخصصان) پانګه‌وال او د نړیوالو بنسټونو استازي د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلونونو، ارزانه استوګنځیو او ځیرک ښارونو په اړه خبرې اترې کوي.

د دغې غونډې له اړینو برخو څخه په قره‌باغ او ختیځ زنګزور کې د آذربایجان د بیارغونې او پراختیایي پروژو ارزونه بلل شوې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال په عراق کې هوايي بریدونه کړي دي

دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جګړې په لړ کې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د عراق هغه هدفونه وویشتل، چې د تهران له ملاتړه برخمنو وسله‌والو ډلو پورې تړلي بلل کېدل.

دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.

د راپور له مخې؛ په دغو هدفونو کې داسې ځایونه هم ول، چې له هغه ځایه د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو پر ضد د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ترسره کېدل.

همدارنګه راپور ښیي، چې ځینې وختونه د کویټ له خاورې څخه د عراق پر لور د توغندیزو بریدونو خبرونه هم ورکړ شوي؛ خو دا روښانه نه‌ده، چې دا بریدونه په کویټ میشتو امریکایي ځواکونو کړي او که سیمه‌ییزو ځواکونو.

په یوه بله پېښه کې د عراق د جنوب د «کتائب حزب‌الله» ډلې پوستې پر نښه شوي، چې له کبله یې څو جنګیالي وژل شوي او د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو یو ارتباطي مرکز هم ویجاړ شوی دی.

رویټرز څرګنده کړې، چې سعودي عربستان د جګړې پر مهال د خپلو سیمو پر ضد د بریدونو په ځواب کې د لومړي ځل لپاره د ایران پر خاوره هم مستقیم بریدونه کړي دي. متحده عربي اماراتو هم ورته عملیات ترسره کړي دي.

دغه راز له ایران سره نږدې ډلې په عراق کې د جګړې پر مهال سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې د خلیج پر هېوادونو؛ په ځانګړي توګه سعودي عربستان او کویټ توغولي دي.

د دغو بریدونو له کبله د خلیج عربي هېوادونه اړ شوي، چې د عراق له حکومت څخه وغواړي د دغو ډلو فعالیتونه کنټرول کړي او ان د اعتراض پر توګه یې د عراق سفیران او استازي هم احضار کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د لنډمهالي حکومت جوړولو فورمول وړاندې کړ

د نوموړي د  څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.

Published

on

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شنبې پر ورځې ناوخته (د غويي نولسمه) د پاکستان ژغورلو لپاره په فیسبوک‌پاڼه کې اڅکزی نومی فورمول  وړاندې کړ.

د اڅکزي په دې فورمول کې وړاندیز کړی: «پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام او اساسي قانون ولري، عدالت حاکم او مطبوعات له سانسور څخه آزاد وي. ډاډ دې ورکړ شي، چې وسله‌وال ځواکونه به له سیاسي بهیره لرې پاتې کیږي او یوازې به په خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې  له ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز ولري».

د نوموړي د  څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.

د اڅکزي په فورمول کې راغلي: «ټول سیاسي بندیان باید خوشې او داسې لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، چې پاکستان بېرته ولسواک کړي. د ټاکنو یو روڼ او خپلواک کمیسیون باید د یو کال په دننه کې آزادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي».

دغه راز اڅکزي له سیاسي ډلو او خپلواکو شخصیتونو غوښتي، چې که له دې غوره وړاندیز لري؛ دی یې هرکلی کوي.

د یادونې ده، چې د پاکستان اوسني حکومت تر دې دمه د «اڅکزي فورمول» ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!