تازه خبرونه
د امریکايي ځواکونو بېړهنۍ وتنه عراق له امنیتي تشې سره مخ کولی شي
خلیلزاد له «کردستان ۲۴» ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی: په داسې حال کې، چې د امنیتي تشې د رامنځته کېدا ګواښونه اوس هم پر ځای دي؛ نه د عراق، نه د کردستان سیمې او نه هم د امریکا پر ګټه دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي او په عراق کې د دغه هېواد پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، له عراق څخه د امریکايي ځواکونو وتنه باید د ډګرنیو شرایطو پر بنسټ ترسره شي؛ نه د یوه ټاکلې مهالوېش له مخې.
خلیلزاد له «کردستان ۲۴» ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې خبرداری ورکړی: په داسې حال کې، چې د امنیتي تشې د رامنځته کېدا ګواښونه اوس هم پر ځای دي؛ نه د عراق، نه د کردستان سیمې او نه هم د امریکا پر ګټه دي.
هغه د عراق د نوي لومړي وزیر لهخوا پر سوداګرۍ او پانګونې د ټینګار یادونه وکړه او څرګندوي؛ عراق د پام وړ اقتصادي فرصتونه لري، خو د بهرنیو پانګونو جلبول د امنیت له ټینګښت او د سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپېریال له رامنځته کېدا سره تړلي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د عراق او امریکا ترمنځ روانې خبرې نه یوازې پر اقتصادي همکاریو او امنیتي ترتیباتو او د سپټمبر تر پایه د امریکايي ځواکونو د وتلو په پلان راڅرخېدلي دي.
خلیلزاد ویلي:« باید وکتل شي، چې دا پرېکړه به کومې پایلې ولري؛ آیا وسلوالې ډلې به خپلې وسلې پر ځمکه کېدي؟ آیا امنیتي وضعیت به داسې وي، چې ګاونډ هېوادونه د عراق په امنیتي چارو کې لاسوهنه ونهکړي؟ دا مهمې پوښتنې دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې پانګوال به هغه مهال په ډاډه زړه په عراق کې پانګونه وکړي، چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت ښه شي.
تازه خبرونه
د نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو له دوام سره ښایي بدلون ومومي.
د نورستان ولایت په مرکز پارون کې راوتلو سختو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي. د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه شوي، شاوخوا ۸۰ نور ټپیان دي او له ۱۰۰ ډېر کسان اوس هم ورک ګڼل کېږي.
د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو له دوام سره ښایي بدلون ومومي.
چارواکو مخکې ویلي ول، چې سېلابونه د دوشنبې ورځې ماسپښین شاوخوا درې بجې پارون ښار وځاپه او د ښاروالۍ ودانۍ، څو هوټلونه، د مخابراتو دفترونه، پارکونه، پلونه او لسګونه استوګنیز کورونه یې زیانمن کړي دي.
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې سېلابونو د ولایت په مرکز کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او اټکل کېږي، چې مالي زیانونه یې شاوخوا ۳۵ میلیون امریکایي ډالرو ته ورسېږي.
اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیانمنو شویو ته یې د مرستو ډاډ ورکړی. په داسې حال کې، چې د ژغورنې ډلې اوس هم په سیمه کې د مرستو او لټون عملیات پر مخ وړي.
تازه خبرونه
د نورستان په مندول ولسوالۍ کې سختو سېلابونو درانده مالي زیانونه اړولي
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې دغه سېلابونه تېر ماښام د باندول، انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو مېشتو سیمو ته وغځېدل.
د نورستان سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د سختو اورښتونو له کبله د مندول ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې راوتلو سېلابونو کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه بنسټونو ته پراخ زیانونه اړولي دي.
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې دغه سېلابونه تېر ماښام د باندول، انیش، اسکندو، منګور، جناخېل، شکرنل، نعلو، اتراراه او یو شمېر نورو مېشتو سیمو ته وغځېدل.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پېښې له کبله شپږ استوګنیز کورونه، د برښنا یوه شبکه، یوه ژرنده، د عمومي سړک ځینې برخې او همدارنګه د خلکو کرنیزې ځمکې او بڼونه زیانمن شوي دي.
چارواکو ټینګار کړی، چې په دې سېلابونو کې خلکو ته د پام وړ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.
د نورستان سیمهییزې ادارې له مرستندویه بنسټونو او اړوند ادارو غوښتي، چې د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.
دا په داسې حال مکې ده، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د څرګندونو له مخې؛ د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راووتل، چې هېوادوالو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي او څرګندوي، چې سېلاب ځپلیو ته د مرستو لپاره تازه دمي ځواکونه او خوراکي توکي ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په بهرنیو چارو وزارت کې د کوکنارو د کښت د بندیز فرمان تشریح شو
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم رییسانو، مرستیالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
-
International Sports5 days agoارجنټاین په زړهراکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت
-
تازه خبرونه5 days agoپه کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نهلرم – جمعهخان فاتح
-
سوداگري5 days agoایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي آسانتیاوو او سیمهییز نښلون سند لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه5 days agoروسیې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د شتمنیو د خوشېکېدا غوښتنه یې وکړه
-
سوداگري5 days agoایران، افغانستان او تاجکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا وغږېدل
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان هوايي بریدونو د ملکي مرګ او ژوبلې په اړه اندېښنې زیاتې کړي – د بشري حقونو څار بنسټ
