تازه خبرونه
سراجالدین حقاني د ترکیې د استخباراتو له مشر سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، امنیت، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په کابل کې د ترکیې د استخباراتو له مشر ابراهیم کالین او د هغه له مل پلاوي سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، امنیت، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.
همداراز په دې لیدنه کې د سیمې پر یو شمېر مسئلو هم خبرې او نظرونه سره شریک شوي دي.
تازه خبرونه
یوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ جوړه شوه؛ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د نوې مشرې رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او څرګندوي، نړیوالې هڅې باید له اسلامي امارت سره پر عملي همکاریو راوڅرخیږي.
روسیې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د چلند لپاره عملي تګلاره خپله کړي؛ پر تعامل، اقتصادي مرستو او سیمهییزې همکارۍ ټینګار او له بندیزونو او سیاسي فشارونو ډډه وکړي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغه غونډه کې، چې د چارشنبې پر ورځ جوړه شوه؛ په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي( یوناما) د نوې مشرې رباب فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او څرګندوي، نړیوالې هڅې باید له اسلامي امارت سره پر عملي همکاریو راوڅرخیږي.
نبنزیا ویلي، افغانستان په ۲۰۲۱ز.کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ځینو لویدیځو حکومتونو د اټکلونو خلاف له پراخې ړنګېدنې سره مخ نهشو. هغه د« نسبي ثبات» د رامنځته کېدو یوه برخه د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت هڅو ته منسوبه کړه.
نبنزیا زیاته کړې؛ روسیه د« هراړخیزې او واقعبینانه تګلارې» ملاتړ کوي؛ داسې تګلاره، چې له افغان حکومت سره پر خبرو، د افغان وګړو د اړتیاوو په پام کې نیولو او د امنیت، اقتصادي پراختیا او ډیپلوماټیکو اړیکو په برخو کې پر همکارۍ ولاړه وي.
هغه د لویدیځو حکومتونو لهخوا پر بشري حقونو له تمرکز سره مخالفت څرګند کړ.
نبنزیا وایي:« انتخابي او جانبدارانه تګلارې او همداراز د بشري حقونو پر هغو اړخونو له حده زیات تمرکز، چې د لویدیځو مرستندویانو یوې ځانګړې ډلې ته ځانګړی اهمیت لري؛ هیڅ ځای ته نهرسوي.»
روسیې په ورته وخت کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو وضعیت له قوم، دین یا جنسیت پرته، زدهکړو او کار ته د لاسرسي په ګډون څاري.
دغه راز نبنزیا د داسې حکومت د جوړېدو پر لوري د پرمختګ غوښتنه وکړه، چې د افغانستان بېلابېلې قومي او سیاسي ډلې په کې ونډه ولري.
نبنزیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه د داعش خراسان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ دوامداره حضور هم امنیتي ګواښونه وبلل.
روسیې د کوکنارو د کښت د کمولو لپاره د اسلامي امارت له هڅو هرکلی وکړ؛ خو د مصنوعي نشهيي توکو پر موضوع یې د لا ډېرې پاملرنې او د نشهيي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
مسکو له افغانستان سره د نړیوالو مرستو غوښتنه هم وکړه، چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته آزادولو هڅې او د اقتصادي پراختیا ملاتړ په کې شامل دی.
روسیې ویلي، د تعامل او اقتصادي مرستو دوام کولی شي د افغانستان له ثبات او نړیوالې ټولنې ته د دغه هېواد له تدریجي بېرته ادغام سره مرسته وکړي.
امریکا د حسابورکولو غوښتنه وکړه
امریکا په دې غونډه کې پر حسابورکولو، د بندیانو پر خوشې کېدا او د بشري حقونو اړوند اندېښنو ډېر ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، واشنګټن به د اسلامي امارت لهخوا د امریکايي وګړو د معاملې لپاره د وسیلې پر توګه کارول ونهزغمي. هغه اسلامي امارت تورن کړ، چې د سیاسي امتیازونو او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له بندیانو څخه ګټه اخلي.
والټز د امنیت شورا له غړیو وغوښتل، چې د اسلامي امارت لهخوا د نیول شویو امریکايي وګړو او نورو بهرنیو اتباعو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
والټز د ملګرو ملتونو او یونسکو د راپورونو د څرګندونو له مخې ویلي، میلیونونه افغان نجونې لا هم له شپږم ټولګي وروسته له زدهکړو محرومې دي. هغه همداراز پر هغو محدودیتونو نیوکه وکړه چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو لپاره له کار کولو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو ساحو ته له ننوتلو منع کوي.
والټز دا پوښتنه هم مطرح کړې؛ نړیواله ټولنه به تر کومه وخته له اسلامي امارت سره تعامل ته دوام ورکوي، پرته له دې، چې د پام وړ بدلونونه وویني.
هغه وپوښتل:« د بشري حقونو د سرغړونو په اړه به د ملګرو ملتونو څو نور راپورونه خپریږي؟! د بدلون غوښتنې لپاره به د امنیت شورا څو نور پرېکړهلیکونه صادر شي؟! تر هغې، چې د اندازه کېدو وړ پایلې ووینو، څو نور کاله کولی شو د «تعامل» پر نوم تېر کړو؟»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي د یوناما د ماموریت له غځولو او اصلاحاتو او همداراز د دې ادارې د نوې مشرې ربای فاطمې له ټاکل کېدو هرکلی وکړ او وایي؛ واشنګټن به له نږدې وڅاري، چې آیا د یوناما اصلاح شوی ماموریت به د دې ادارې د ډېر تمرکز او حسابورکولو لامل شي که نه.
تازه خبرونه
افغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
بلخي په دې مرکه کې، چې له سيبياس نیوز خبریال امتیاز ټیاب سره ترسره شوې ویلي؛ د تېرو پېنځه کلونو تر ټولو ستره لاستهراوړنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له« سيبياسنیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان د امریکا پر ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی.
بلخي په دې مرکه کې، چې له سيبياس نیوز خبریال امتیاز ټیاب سره ترسره شوې ویلي؛ د تېرو پېنځه کلونو تر ټولو ستره لاستهراوړنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل دي.
هغه څرګنده کړې؛ په دې کلونو کې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۰ز. کال پرپرتله له شاوخوا ۷۵۰ میلیون ډالرو څخه نږدې ۲ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي او د فابریکو شمېر هم له شاوخوا ۱۵۰۰ څخه نږدې ۶۰۰۰ ته رسېدلی دی.
امتیاز ټیاب په دې مرکه کې د بېکارۍ، لوږې او د میندو او ماشومانو د مړینې د لوړې کچې په ګډون ځینو ستونزو ته نغوته کړې ده او عبدالقهار بلخي یې په ځواب کې ویلي: افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ خو حکومت د دغو ستونزو د اواري لپاره هڅې کوي.
د مرکې په بله برخه کې د نجونو د زدهکړو موضوع هم مطرح شوې؛ ټیاب له اووم ټولګي څخه تر پوهنتون او د نجونو د زدهکړو د محدودیت په اړه پوښتنې کړې دي.
بلخي ویلي، چې د نجونو زدهکړې د دیني مدرسو، انلاین زدهکړو او کورنیو زدهکړو له لارې شونې دي او په کور کې زدهکړه منع شوې نهده.
بلخي د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په اړه هم ویلي، چې د ملکي وګړو د پر نښه کولو په اړه د افغانستان دریځ څرګند دی او دغه ډول بریدونه غندي.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان به اجازه ورنه کړي، چې د دې هېواد خاوره د امریکا یا بل هر هېواد پر ضد د برید لپاره وکارول شي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه هم ویلي، چې دغه شتمنۍ د افغانستان د دولت دي او د هغو کنګل پاتې کېدل د افغانستان، امریکا یا نړیوال مالي نظام پر ګټه نهدي.
بلخي له افغانستان څخه د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د اسلامي امارت حکومت نهغواړي د افغانستان پر دولتي شتمنیو معامله یا هوکړه وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له امریکا سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی او د امریکا د ډیپلوماټیک حضور له بېرته ستنېدا او د کانونو او ګازو په څېر برخو کې د دې هېواد له پانګونې هرکلی کوي.
بلخي د مرکې په پای کې له افغانانو غوښتي، چې د هېواد د بیارغونې او پراختیا لپاره لاسونه سره ورکړي او څرګندوي، چې هیڅ بهرنی ځواک به افغانستان له خپلو خلکو پرته جوړ نهکړي.
تازه خبرونه
افغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ز.کال د مې له دوهویشتمې څخه د سپټمبر تر نهمې پورې وخت رانغاړي؛ راغلي، چې په افغانستان کې نسبي ثبات د بشري حقونو اندېښنې، اقتصادي فشارونه، بشري اړتیاوې او له پاکستان سره د مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ګډون یو شمېر زیاتېدونکي ګواښونه پټ کړي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې که څه هم د اسلامي امارت تر بشپړ واک لاندې افغانستان ثبات لري؛ خو له بشري، اقتصادي او امنیتي ننګونو او د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد پاتې شوی دی.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۶ز.کال د مې له دوهویشتمې څخه د سپټمبر تر نهمې پورې وخت رانغاړي؛ راغلي، چې په افغانستان کې نسبي ثبات د بشري حقونو اندېښنې، اقتصادي فشارونه، بشري اړتیاوې او له پاکستان سره د مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ګډون یو شمېر زیاتېدونکي ګواښونه پټ کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د اسلامي امارت تګلارې اوس هم د ښځو او نجونو د حقونو، پر ښځو او نرینهوو د لګېدلو محدودیتونو، د خبریالانو د نیولو، د عمومي عفوې د نقض د راپور شویو مواردو او د بدني مجازاتو د دوام په اړه اندېښنې راولاړوي.
د راپور له مخې؛ د مې له لومړۍ څخه د جولای تر یودېرشمې پورې په افغانستان کې د امنیت او خوندیتوب اړوند ۲زره او ۹۴۷ پېښې ثبت شوې دي، چې د ۲۰۲۵ز.کال د ورته وخت پر پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
وسلهوالو مخالفو ډلو په ۲۱ ولایتونو کې د ۸۸ پېښو مسوولیت منلی، چې ملګرو ملتونو یې ۵۵ پېښې تائید کړې دي.
دغو بریدونو تر ډېره د اسلامي امارت پر امنیتي پوستو او پوځي تاسیساتو کمینونه او بریدونه رانغاړل.
دغه راز ملګرو ملتونو ویلي، چې د جون پر پېنځمه په کابل کې د هلکانو د یوه ښوونځي له ودانۍ بهر ځانمرګی برید شوی، خو هیڅ ډلې یې مسوولیت نهدی منلی.
په بدخشان کې د« سپاهیانمیهن» نومې جبهې د جولای پر اووهلسمه د یفتل پایین ولسوالۍ اداري ودانۍ د لنډ وخت لپاره نیولې وه؛ خو وروسته یې شاتګ کړی دی.
د جولای پر څلیریشتمه د افغانستان جبههآزادي د زیباک ولسوالۍ پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ؛ خو اسلامي امارت دغه برید دفع کړ او خپل واک یې وساته.
ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان او پاکستان پوله اوس هم ناامنه ده او د پولې دواړو غاړو ته د بېپیلوټه الوتکو فعالیتونه، هوايي بریدونه، ډزې او نښتې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ د اپریل له لومړۍ څخه د جون تر دېرشمې پورې په افغانستان کې ۳۹۹ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې، چې ۵۷ کسان وژل شوي او ۳۴۲ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې، د جون پر اتهویشمه په کونړ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۱۸۹ نور یې ټپیان کړي دي.
پاکستان ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ترهګرو مرکزونه پر نښه شوي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعاوې رد کړې دي.
د جون پر دېرشمه د اسلامي امارت دفاع وزارت په پاکستان کې د داعش او د اسلامي امارت پر ضد د وسلهوالو ډلو پر ادعا شویو مرکزونو د بېپیلوټه الوتکو له غچاخیستونکو بریدونو خبر ورکړ.
پاکستاني چارواکو د بېپیلوټه الوتکو د دغه هېواد خاورې ته ننوتل تائید کړي او ویلي یې دي، چې دغه الوتکې شنډې شوې دي.
ملګرو ملتونو همداراز ویلي، داعش د جون پر دېرشمه په نورستان کې پر یوې پوځي پوستې د برید مسوولیت منلی او د اسلامي امارت یو چارواکی هم د جولای پر نهویشتمه د بدخشان مرکز فیضآباد ته څېرمه وژل شوی دی.
بشري فشارونه
ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستې له سخت مالي کمښت سره مخ دي.
د ۲۰۲۶ز.کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان له ۱.۷ میلیارډ ډالرو له ټولې اړتیا څخه یوازې ۵۱۳ میلیون ډالر ترلاسه کړي، چې د ټولې اړتیا ۲۹.۹ سلنه جوړوي.
ملګرو ملتونو اټکل کړی، چې په ۲۰۲۶ز.کال کې به د افغانستان ۱۳.۸ میلیون وګړي د خوړو له بحراني یا بېړنۍ ناامنۍ سره مخ شي.
دغه راز اټکل شوی، چې ۳.۷ میلیون له پېنځه کلونو ټیټ عمره ماشومان او ۱.۲ میلیون اومیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د جنورۍ له لومړۍ څخه د اګست تر دوهویشتمې پورې نږدې ۱.۱۵ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې ۶۸۶زره او ۲۰۰ کسان له پاکستان او ۴۶۵زره نور له ایران څخه راستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د دغو راستنېدا لویه برخه جبري وه، چې د کار پر بازار او ټولنو یې ډېر فشار راوستی دی.
په راپور کې د یونسکو هغه اټکل هم یاد شوی، چې شاوخوا ۲.۴ میلیون افغانې نجونې په «سیسټماتیک» ډول له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي.
د یونیسف د یوې څېړنې له مخې، پر زدهکړو او د ښځو پر کاري ځواک د ګډون محدودیتونه هر کال افغانستان ته لږ تر لږه ۸۴ میلیون ډالر اقتصادي زیان اړوي.
سیمهییزې اړیکې
له دغو ننګونو سره- سره افغانستان له سیمې سره خپلې اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکې روانې ساتلې دي.
افغان او ازبک سوداګرو د ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک کړي او ازبکستان له افغان ناروغانو سره د ویزو د ورکړې د بهیر له ساده کولو سره هم هوکړه کړې، چې د درملنې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.
افغانستان له ترکمنستان، ایران او هند سره هم د انرژۍ، دوهاړخیزو همکاریو او کرنې په اړه خبرې کړې دي.
ترکمنستان ویلي؛ د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند(ټاپي) د ګازو نللیکې د جوړولو چارې ۶۷ سلنه بشپړې شوې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش له اسلامي امارت غوښتي، چې د ښځو او نجونو اړوند محدودیتونه لغوه کړي، د رسنیو له آزادۍ ساتنه وکړي، د قانوني بهیر او د بندیانو حقونو ته درناوی وکړي، د عمومي عفوې د نقض پر وړاندې د پخوانیو سرتېرو ساتنه وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.
هغه همداراز د بدني مجازاتو د کارولو د درولو غوښتنه کړې ده.
ګوټرش د افغانستان او پاکستان په نښتو کې له ټولو ښکېلو خواوو هم غوښتي، چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي او نړیوال قوانین رعایت کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د افغانانو راستنېدا باید په خپله خوښه، خوندي، له عزت سره او د هغوی د پرلهپسې ادغام لپاره د مناسبو شرایطو له برابرېدا سره ترسره شي.
-
لوبی5 days agoسرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
-
څار5 days agoڅار: له افغانستان سره د پاکستان دوه مخی سیاست
-
لوبی3 days agoپه افغانستان اتلانو لیګ کې ابومسلم فراه ۴ – ۰ او عمر ځواک ۳ -۱ بریاوې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې کومه بهرنۍ ډله شتون نهلري – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه2 days agoد ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
-
نړۍ4 days agoپه یمن کې د حوثیانو پرمختګ؛ امریکا له نوې ستونزې سره مخ ده
-
تازه خبرونه2 days agoسېلابونو زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي؛ له افغان ماشومانو سره د مرستې روانې هڅې
-
تازه خبرونه4 days agoکه امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
