تازه خبرونه
په بدخشان كې غره ښوييدنې ۲۵۰۰ كسان مړه كړي
د بدخشان ولايت چارواكي وايي، د ارگو ولسوالۍ په آب باريك په سيمه كې د غره ښوييدنې له كبله ۲۵۰۰ كسان مړه شوي ، چې ۳۰۰ كورنۍ يې تر خاورو لاندې كړي دي.
د بدخشان والي شاه والی الله ادیب وايي، د پلټنې چارې روانې دي؛ خو داسې ښكاري، چې غره لاندې كړي كسان ټول مړه شوي وي.
ښاغلي ادیب وویل د غر ښویېدنې دوه پېښې د یوه ساعت په توپير رامنځ ته شوې.
د ښاغلي اديب په وينا، په دې كلي كې ۷۰۰ كورنۍ اوسيږي، چې ډېري يې په تېښته بريالي شوي او له سيمې وتلي؛ خو په آزاده هوا كې له لږو امكاناتو سره مرگونى حالت لري.
د بدخشان امنيه قوماندان فضل الدين عيار وايي، چې پېښه د ارگو ولسوالۍ د آب خشك په كلي كې را منځته شوې ده.
د بدخشان امنيه قوماندان وايي، كافي وسايل نه لرو او ممكن تر خاورو لاندې شوې كورونه او خلك تر يوې اوونۍ پورې له خاورو را ونه ويستل شي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال ايوب سالنگي وايي، سيمې ته پوليس روان شوي، چې زيانمنو شويو ته مرستې ورسول شي.
ويل كيږي، كومه سيمه كې، چې پېښه شوې اووه سوه كورنۍ استوگنه لري.
شاوخوا شل ورځې مخكې هم د بدخشان په گاونډ ولايت تخار كې هم غره ښوييدنې ۱۲۰ كورنۍ اړې كړې، چې سيمه پريږدي. دا پېښه د رستاق ولسوالۍ د خواجه خيزاب په كلي كې شوې وه، چې په كې د خلكو كورنه ويجاړ شول؛ خو چاته په كې مرگ و ژوبله وانوښته.
څو ورځې مخكې هم په سرپل، فارياب او حوزجان ولايتونو كې سيلابونو له سل زيات كسان مړه كړل او سلگونه كورنۍ هم بې ځايه شوې.
د يادونې وړ ده، چې زيانمنه سيمه د بدخشان له مركز فيض آباد په ۶۰ كيلو مترۍ كې پرته ده.
تازه خبرونه
د یوناما د ماموریت له غځېدا وروسته نړیوالو هېوادونو د افغانستان په اړه خپلې تمې څرګندې کړې
د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړیو هېوادونو دغه پرېکړهلیک ته مثبته رای ورکړه، چې په افغانستان کې د دې ماموریت د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ څرګندوي.
تازه خبرونه
په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د څېړنیزو مرکزونو مهمه سیمهییزه ناسته جوړېږي
ټاکل شوې، چې دغه ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پر وینا پرانیستل شي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت او کوربهتوب، په کابل کې د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان د مخکښو هېوادونو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او د لوړې کچې سیمهییزه ناسته ترسره کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته سبا(سېشنبه دغبرګولي شپږویشتمه ) د کابل پر کوربتوب جوړیږي، چې په کې به د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او آذربایجان د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون کوي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ دا ناسته په داسې حال کې جوړېږي، چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي.
د ناستې ګډونوال به د سیمهییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه هر اړخیز بحثونه وکړي.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت هم وارزول شي او د عملي او پلي کېدونکو وړاندیزونو پر وړاندې کولو راوڅرخیږي.
د غونډې یوه مهمه ځانګړنه د سیمې د هېوادونو د څېړنیزو بنسټونو د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه د لیدلوري وړاندې کول دي، چې ورسره به د دوی ترمنځ د پالیسیو همغږي نوره هم پیاوړې شي.
ټاکل شوې، چې دغه ناسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي پر وینا پرانیستل شي.
تمه ده، چې دا غونډه به د افغانستان اقتصادمحوره او متوازن بهرني سیاست وځلوي او د افغانستان، منځنۍ آسیا او آذربایجان ترمنځ د متقابل باور، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو او سیمهییز ثبات د پیاوړتیا لپاره نوې لارې پرانیزي.
د غونډې جوړوونکو ويلي، دا فورم څرګندوي، چې افغانستان د سیمې د اتصال، همکارۍ او اقتصادي ودې لپاره یو مهم او فعال شریک پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
په هرات کې د تاپي پروژې د پام وړ پرمختګ؛ ۸۴ کیلومټره نلغځونه بشپړه شوې
د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي؛ د دې مهمې اقتصادي پروژې کار شاوخوا ۶۰ سلنه پرمختګ کړی او هڅې روانې دي، چې د روان میلادي کال تر پایه یې عملي چارې بشپړې شي.
په هرات ولایت کې سیمهییزو مسوولانو ويلي، د افغانستان په خاوره کې د تاپي ګازلېږد پروژې د پلي کولو چارې چټکې روانې دي او تر اوسه د دې پروژې شاوخوا ۸۴ کیلومټره نلغځونه بشپړه شوې ده.
د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي؛ د دې مهمې اقتصادي پروژې کار شاوخوا ۶۰ سلنه پرمختګ کړی او هڅې روانې دي، چې د روان میلادي کال تر پایه یې عملي چارې بشپړې شي.
د محمد یوسف سعیدي د څرګندونو له مخې، تر اوسه د پروژې شاوخوا ۱۳۰ کیلومټره لاره جوړه شوې او ۱۰۸ کیلومټره نوره یې د نلغځونې لپاره چمتو شوې ده.
سعیدي زیاتوي، چې تخنیکي او انجنیري ډلې له مسلکي کارګرو سره په پرلهپسې پر پروژه کار کوي. د پروژې عملي چارې د ترکمنستان پولې ته څېرمه له رباطسنګي ولسوالۍ څخه پیل شوي او اوس د زندهجان ولسوالۍ سیمو ته رسېدلې دي.
سیمهییز مسوولان ټینګار کوي، چې د کار په ساحه کې ټول اړین وسایل او امکانات برابر شوي او په اوس وخت کې د دې پروژې پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.
د تاپي پروژه په سیمه کې له سترو اقتصادي او انرژۍ پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره ځانګړی ارزښت لري.
#آریانانیوز ټتاپي #هرات #افغانستان #اقتصاديپروژه #انرژي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان د تماس ډله باید بېرته فعاله شي – روسیه
-
International Sports5 days agoمکسیکو او جنوبي افریقا د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پیلوونکې لوبډلې دي
-
نړۍ1 day agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
سوداگري1 day agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
سوداگري5 days agoاتحاد هوايي شرکت کابل ته هره ورځ دوه الوتنې پیلوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه2 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
تازه خبرونه2 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
