Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د قرآن اعظيم الشان د نزول ورځ ونمانځل شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اسلام د سپيڅلي كتاب قرآن اعظيم الشان د نزول ورځ د حج او اوقافو وزارت لخوا ونمانځل شوه.

د افغانستان ولسمشر حامد كرزي د قرآن كريم د نزول  د وياړمنې او قدرمنې ورځې په مناسبت په يوه پيغام كې ويلي، چې:

د اسلام بنسټ قرآن كريم دى او قرآن كريم هغه سپيڅلى كتاب او اسلام هغه محبوب دين دى، چې نه يوازې انسان له روحي پلوه تزكيه كوي، بلكې انسانانو ته د سالم او له كركې د محفوظ ټولنيز نظام توصيه او لارښوونه هم كوي.

د اسلام د سپيڅلي كتاب  قرآن اعظيم الشان  د نزول په وياړ په جوړه شوې غونډه كې د افغان ولسمشر حامد كرزي  پيغام د حج او  اوقافو د وزير محمد يوسف نيازي لخوا ولوستل شو.

په دغه پيغام كې راغلي، چې:

لوى خداى ج  قرآنكريم  د ژوند  په ټولو چارو كې د بشريت د لارښوونې په موخه را ليږلى او د دغه كتاب تعليم او پرارشاداتو عمل د دنيا او اخرت ښې گڼې دي.

همداراز د مشرانو جرگې رييس فضل الهادي مسلميار وويل:

قرآن د انسانیت او بشريت د لارښوونې لپاره؛ ځکه نازل شوى، چې:

له تیارو څخه یې رڼاگانو ته را وباسي،  د انسانانو او په ځانگړي توگه د ښځو حقوق خوندي او په وړاندې يې تاوتريخوالى منع كړي.

د اطلاعاتو و او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين  په خپلو خبرو كې د قرآن كريم  نزول د بشر  لپاره د  هدايت سر چينه وبلله.

قرآن مجيد د مسلمانانو  سپيڅلي كتاب دى، چې د الله تعالي له لوري پر وروستي  پيغمبر حضرت محمد ص  د  ۲۳

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په عراق کې به همجنس‌بازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.

رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنس‌‌پالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.

له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.

له زنا او همجنس‌بازۍ سره د مبارزې قانون همجنس‌بازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنس‌بازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.

دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.

په پیل کې د همجنس‌بازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.

په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنس‌بازي جرم نه‌و. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسله‌والو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.

رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنس‌بازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنس‌بازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنس‌بازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.

عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنس‌پالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنس‌بازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.

ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.

دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.

اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسله‌والې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!