پرمختګ او بشپړتیا
د آسیا پراختیایي بانک له اقتصادي پروژو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
د آسیا پراختیايي بانک مسوولینو ډاډ څرګند کړی، چې په افغانستان کې به د کرني، کانونو، ترانسپورت او انرژۍ د تولید په برخه کې خپله پانګو نه نوره هم پراخه کړي.
په کابل کې د آسیا پراختیايي بانک مسوولین وايي، چې دغه بانک په افغانستان کې له بېلابېلو اقتصادي پروژو ملاتړ کړی، چې ښکاره بېلګې یې د افغانستان د برښنا د لیږد پر لین غزولو، برښنا تولید، د کانونو پر استخراج، د کرني او ترانسپورت په برخوکې ۳،۸ میلیارد دالر لګولي دي او دغه لړۍ او له اقتصادي پروژو به نور هم روان وساتل شي.
په کابل کې د آسیا پراختیايي بانک رییس سمول تومیواویلي، چې د آسیا پراختیايي بانک په افغانستان کې پر بېلابېلو اقتصادي پروژو څه باندي درې اعشاریه اته میلیارد دالر لګولي او دغه لړۍ نوره هم د پراختیا په حال کې ده او دا پروسه به په راتلونکيو کلونو کې هم روانه وساتل شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم په افغانستان کې د اقتصادي پروژو په پلي کولو کې د آسیا پراختیا يي بانک مالي مرسته او همکاري خوره مهمه بولي او وايي؛ دغه پروژې کولی شي، چې د هېواد په اقتصادي کې مثبت رول ولوبوي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وایي؛ مونږ په ټولو هغو عناصرو کې، چې دوی ترې یادونه کړي؛ پانګونه مهمه او د هېواد پخیر بولو او حکومتونه باید دې پروژه ته پلانونه جوړ کړي.
د یادونې ده، چې د آسیا پراختیا يي بانک په ټول افغانستان کې له اقتصادي او بېخبنایي پروژو ملاتړ کړی او غوره پایلې هم درلودلې دي.
خبریال: اسلم حجاب
پرمختګ او بشپړتیا
په پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
د پنجشیر سیمهییزو چارواکي ويلي؛ د دې ولایت د والي لهخوا د ۴۵۱ میلیون افغانیو پر ارزښت د پنجشېر او تخار ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
چارواکو ویلي؛ پر تخار او پنجشېر سربېره به بغلان، بدخشان، کندوز او نور شمال ختیځ ولایتونه د هېواد له مرکز کابل سره ونښلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د بدخشان- پنجشېر سړک، چې ۲۹۰ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري؛ بشپړېدو ته نږدې دی. دغه راز د نورستان- پنجشیر ۱۶ کیلومټره سړک د جوړولو کار بشپړ شوی او په راتلونکي کې د دې ولایت والي د دې سړک د پراخوالي ډاډ ورکړ دی.
پرمختګ او بشپړتیا
افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې پر عملي پیل خبرې وکړې
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو په دې روستیو کې د ترکمنستان هېواد له مسوولینو سره په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل پر عملي بهیر خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د ټاپي اړینې پروژې د چارو د پیل په اړه د ترکمنستان له سفیر سره خبرې وکړې. په دې کتنه کې دواړه لوریو ویلي، چې دواړه هېوادونه د ټاپي پروژې د کار بهیر پیلول غواړي.
د اسلامي امارت مسوولینو د دې پروژې د عملي کار د پیل لپاره چمتووالی ښود لی.
د خصوصي سکتور غړي هم د دې پروژې د کار د عملي چارو پیل د افغانستان اقتصاد لپاره مهم بولي او څرګندوي؛ که د پروژې د پلي کولو پر وړاندې مالي ستونزې نه وي؛ نو اوس د دې و خت رارسیدلی، چې دا پروژه پلې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي؛ د ټاپي پروژه، چې د افغانستان لپاره خورا اړین اقتصادي ارزښت لري. که مالي ملاتړي همکاري وکړي؛ نو د دې پروژې د عملي کیدو لپاره ترټولو مناسب وخت رامنځته شوی، چې له اقتصادي پلوه د سیمي په هېوادونو کې ژور بدلونونه رامنځته کولی شي.
دا پروژه، چې له ترکمنستان پیل او بیا تر هندوستان پورې غزیږي؛ ۱۸۱۴ کیلومټره اوږد والي لري چې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان له خاوري تېریږي.
د دې پروژې د پلي کېدو لګښت ۲۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالر کیږي.
له دې نللیکي په کلني توګه ۳۳ میلیارډ مټرمکعب ګاز لېږدول کیږي.
په دې پروژه کې به په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان ته به د کال ۴۰۰ میلیون ډالر عواید ترلاسه کیږي.
په دې پروژه کې افغانستان په لومړیو لس کلونو کې ۵۰۰ میلیون مټره، په دوه یمه لسیزه کې یومیلیارډ او په درېیمه لسیزه کې یو نیم میلیارډ مټرمکعب ګاز ترلاسه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو هم د ټاپي پروژې عملي کیدل د افغانستان او د دې پروژې د شریکانو لپاره له اقتصادي پلوه خورا مهمه بولي.
دوی زیاتوي، چې د ټاپي پروژه کولی شي هېواد له اقتصادي ستونزو وژغوري.
اقتصادي کارپوه تاج محمد تلاش وایي: په عملي کیدو سره به په میلیونونه ډالر د هېواد په عوایدو کې زیات شي او په زرګونه هېوادوال به مو کار پیدا کړې. د هېواد په صنعتي کیدو کې مو هم اړین رول ولري.
د هېواد اوسیدونکي هم له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د پروژو د پلي کولو بهیر پراخ کړي، چې خلک له بی کارۍ وژغورل شي.
د کابل ښار اوسیدونکی صنیع الله رامین وایي: مونږ له اسلامي مارته غوښتنه کوو، چې هېوادوالو ته د کار د برابرولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، چې د شته اقتصادي ستونزو د پراخېد مخه پرې ونیول شي.
د ټاپي پروژه، چې د کار عملي چاري يي په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هندوستان د مشرانو له خوا پرانستل شوې او ټا کل شوې وه، چې په ۲۰۱۹ کال کې ګټی اخستني ته سپارل شوې وه؛ خو د بېلا بېلو ستونزه له کبله دا پروژه په افغانستان کې له خنډ او ځنډ سره مخ وه. اوس، چې اسلامي امارت له واک و ځواک لرخمن شوی؛ وخت به یې د عملي چارو بهیر په ډاګه کړي.
ویل کیږي، چې د دې سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې د عملي پیل لپاره به دروانې میاشتې په اوږ دو کې د ترکمنستان یو پلاوی هم افغانستان ته راشي.
پرمختګ او بشپړتیا
افغان بیسیم مخابراتي شرکت انټرنټي بیې راټيټې کړې
د افغان بیسیم شرکت مسوولینو ویلي، چې د دوشنبې له ورځې به نوې انټرنټي کڅوړې په ټيټه بیه خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې انټرنټ ته د خلکو اړتیا د هرې ورځې په تېریدو مخ په ډېریدو ده؛ ځکه، نو افغان بیسیم مخابراتي شرکت په انټرنټي کڅوړو کې تخفیفونه راوستي دي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژې وزارت مسوولینو ويلي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې له افغان بیسیم شرکت سره هوکړې ته رسیدلي، چې دغه شرکت به د انټرنټ بیې را ټيټوي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي، چې د ولسمشر د حکم او د اقتصاد د عالي شورا د پرېکړې له مخې په دې اړه له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره هوکړې ته رسیدلي دي.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت استازی علي الله سروري وايي، چې پر ټیټ قیمت د انټرنټ نوې کڅوړې به د دوشنبې شپې پر دولس بجو خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې د کورونا ویروس له کبله په ځينو لویو ښارونو کې پر تګ راتګ محدودیتونه لګیدلي او خلک اړ دي، چې په موبایل او انټرنټ له حالاتو ځان خبر وساتي.
خلک د افغان بیسیم د دغه ګام هرکلي کوي.
-
سوداگري4 days agoله قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی
-
تازه خبرونه4 days agoد ملګرو ملتونو خبرداری: د مرستو کمښت په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ځنډولی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoامریکا په هرمز تنګي کې د بندو کښتیو د خوندي لېږد چارې پیل کړې
-
سوداگري1 day agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سوداگري5 days agoد ۱۲ پراختیایي پروژو تائید؛ د بنسټیزو برښنایي، ټرانسپورټي او ودانیزو چارو پر پراختیا ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
تازه خبرونه5 days agoپه کابل کې د کتاب نندارتون؛ د لوست کلتور پیاوړتیا او د کورنیو لیکوالانو ملاتړ
-
نړۍ3 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو

