Connect with us

تازه خبرونه

د جرمني د هیسی ایالت مالیې وزیر ځانوژنه کړې

خپور شوی

د

د کرونا ویروس له کبله پیدا شوي اقتصادي بحران د جرمني د هیسی ایالت مالیې وزیر توماس شیفر ته ژور خپګان پیدا  او ځانوژنې ته اړ شوی دی.

د دغه ایالت وزیر فولکر بوفییر ویلي، چې د ښاغلي شیفر مړی د اورګاډي یوې پټلۍ ته نږدې موندل شوې دې.

هغه زیاته کړې، د مالیې دغه ۵۴ کلن وزیر یې په دې اړه سخت خواشینی و، چې د کرونا له کبله له پیدا شوي ‌اقتصادي بحران سره به څنګه مبارزه وکړي.

د ویسبادن ښار څارنوالۍ هم څرګنده کړې، ‌چې شیفر پخپله ځانوژلې دې.

فولکر بوفییر په یو ثبت شوي پیغام کې ویلي: “مونږ هک حیران شوي یو. باور مو نکیږي‌ او ډېر سخت خواشیني یو.”

د هیسی په ایالت کې د فرانګفورټ ښار پروت دی، چې جرمني او د اروپا مالي مرکز بلل کیږي.

توماس شیفر لس کاله د دغه ایالت د مالیې وزیر و او له بانکونو او حکومتي ادارو سره یې ښه کاري اړیکې ساتلې وې.

هغه د انګېلامېرکل د ګوند غړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې کروناویروس تر دې دمه په آلمان کې ۵۴۱ کسان مړه کړي او شاوخوا ۶۲۴۳۵ نور پرې اخته دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ويلي، چې د افغانستان په سرحدونو او د هند-پاکستان-افغانستان په منځنیو سیمو کې اوس هم ترهګریز فعالیتونه لیدل کېږي.

لاوروف په روسیه کې له بریکس ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د منځني ختیځ روانو اندېښنو ته په نغوته(اشاره) کې د آسیايي سیمو اړوند اندېښنې هم پر ګوته کړې دي.

هغه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له هند سره د همکاریو د ترسره کولو لپاره د ترهګرۍ ضد نړیوال کنوانسیون پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

لاوروف ویلي؛ که څه هم د دې کنوانسیون مسوده مخکې چمتو شوې، خو تر اوسه یې د تصویب لپاره اجماع رامنځته شوې نده.

روسیې پر ځلونو د افغانستان له لوري د وسلوالو ګواښونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړي؛ خو اسلامي امارت بیا دا اندېښنې رد کړي او څرګندوي، چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سرحدونو وزیر د ایران بهرنیو چارو له حقوقي مرستیال سره خبرې وکړې

د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

Published

on

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري د ایران بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب‌آبادي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر سرحدي همکاریو خبرې کړې دي.

د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ په دې اړیکه کې دواړو خواوو د سرحدي همکاریو پر اړتیا او په ځانګړي توګه د سرحدي نښو پر نوي کولو ټینګار کړی دی.

دغه راز هوکړه وشوه، چې په دې اړه ګډې تخنیکي او حقوقي غونډې هم ترسره شي.

ویل کیږي، چې د دواړو خواوو د هوکړې له مخې به د ایران او افغانستان لوړپوړي سرحدي چارواکي راتلونکی کال په ایران کې یوه حقوقي ناسته ترسره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.

Published

on

په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې د دفتر مشر محمد سعید علي‌العیاش د افغانستان لپاره د آلمان سفارت له چارسمبالي(سرپرست) رولف ډیټر رینهارټ سره ولیدل.

دا لیدنه، چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې په کې دواړو لوریو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړې. د دې خبرو بنسټیز ټکی د هېواد امنیتي، بشري او اقتصادي وضعیت و.

دغه راز دواړو لوریو د وروستیو سیاسي بدلونونو او هغو پراخو ننګونو په اړه اندونه(نظرونه) تبادله کړل، چې افغانستان ورسره مخ دی او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ او تلپاتي ملاتړ پر اړتیاوو یې ټینګار څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د افغانستان د ثبات د ټینګښت او د بشري وضعیت د ښه‌کېدا لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د استازولۍ او آلمان ترمنځ د همکاریو او همغږیو پر روان ساتلو ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!