Connect with us

تازه خبرونه

د پخلاینې عالي شورا درېیمه ناسته وځنډیده

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

 حکومتي او ناحکومتي سرچینې وایي؛ د پخلاینې عالي شورا درېیمه ناسته قطر ته د تلوونکي پلاوي پر ترکیب د حکومتي او سیاسي مشرانو د اختلافونو له کبله وځنډیده.

ټاکل شوې وه د پخلاینې عالي شورا درېیمه ناسته د شنبې پر ورځ ( د وري ۲۴) په ارګ کې جوړه شوې وای، چې د سولې په خبرو کې د حکومت سرې کرښې، د مرکچي پلاوي ترکیب او دا راز د هغه پلاوي پر ترکیب پرېکړه شوې وای، چې قطر ته ځي او له طالبانو سره کیني.

حکومتي او ناحکومتي سرچینو ویلي، چې سیاسي او حکومتي مشران په څو برخو کې وېشل شوي؛ نو، ځکه دا ناسته تر ناڅرګند وخته ځنډیدلې ده.

د پخلاینې عالي شورا ویاند مني، چې په څو برخو  کې د نظر اختلاف شته.

د پخلاینې عالي شورا ویاند محمد عمر داووزی وایي؛ د نظر اختلاف، ځکه شته، چې دا د دیموکراسۍ یو ښه اړخ دی او هر څوک هڅه کوي، چې په اړوند برخه کې ډېره ونډه ولري.       

د  اسلامي ولسواک نظام ساتنه، د ټاکنو تر سره کیدل، د ښځو حقونه، د بیان آزادي او سراسري اوربند د سولې په خبرو کېد حکومت سرې کرښې دي.

ښاغلي محمد عمر داووزی څرګنده کړې؛ تر هغې، چې د افغانانو تر منځ همغږي نه وي رامنځته شوې، کیدی شي د خلیلزاد د خبرو شپږم پړاو هم پیل نشي.

د راپورونو له مخې؛ حامد کرزی د سولې مرکچي پلاوي د ترکیب او دا راز د هغه پلاوي په ترکیب کې، چې قطر ته ځي، په خپل کور کې له سیاسي مشرانو سره خبرې کړي دي.

یو شمېر کارپوهان وایي، د سولې بهیر په تړاو اختلافونه به د جګړې له پای ته رسیدو سره مرسته ونکړي.

د ولسي جرګې غړی داوود کلکاني  ویلي، چې د سولې په اړه اختلافات به د افغانستان خلکو ته له جګړې، وینو تويیدو او بربادۍ پرته بله پایله ونلري؛ ځکه، نو د ملي ګټو په اړه باید اختلافات له منځه لیرې شي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي د سولې بهیر په اړه د حکومتي مشرانو او سیاستوالو اختلافونه ډېر خطرناک بولي او وایي؛ څومره، چې نفاق په نظام کې وده کوي، هومره ګټه دښمن ته او زیان یې د افغانستان خلکو ته رسیږي.

سولې ته د رسیدو لپاره داخلي او نړیوالې هڅې زیاتې شوي؛ خو طالبانو او حکومتي ځواکونو د زور آزمویلو لپاره خالد او الفتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړي دي.

خبریال: خالد نیکزاد

 

تازه خبرونه

اټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

Published

on

اټریش ویلي، چې راتلونکې میاشت به له ازبکستان سره یوه داسې تړون لاسلیک کړي، چې د مهاجرینو؛ په ځانګړي توګه د افغانانو د ایستلو بهیر آسانه کړي.

د اټریش کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې تړون موخه دا ده، چې د مهاجرینو د راستنولو بهیر له درېیمو هېوادونو څخه آسانه او د ایستلو د تطبیق زمینه برابره کړي.

د راپور له مخې؛ د اټریش کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران د می پر اوومه ازبکستان ته سفر وکوي او دا تړون به پر رسمي بڼه لاسلیک کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل دغه تړون مهم بللی او څرګندوي، چې هدف یې د هغو کسانو انتقال دی، چې باید خپلو اصلي هېوادونو په ځانګړي توګه افغانستان ته ستانه شي.

په اروپایي ټولنه کې هم د هغو مهاجرینو د ستنولو بحثونه روان دي، چې د استوګنې حق نه‌لري؛ په ځانګړي توګه افغانان.

د اروپایي کمیسیون ویاند ویلي، چې په دې برخه کې له اړوند افغان چارواکو سره تخنیکي تماسونه روان دي.

دغه اروپایي چارواکی ویلي، چې دا تماسونه د اروپایي ۲۰ هېوادونو د کورنیو چارو او مهاجرت وزیرانو په ګډه غوښتنه پیل شوي او غوښتنه کوي، چې د مهاجرینو د ستنولو په بهیر کې دې ښه همغږي وشي.

سره له دې، چې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ اندېښنه ښودلې؛ یو شمېر اروپایي هېوادونو د هغو مهاجرینو د ستنولو لپاره پلان جوړول پیل کړي، چې پر وینا یې د استوګنې حق نه‌لري یا هم پر جرمونو تورن دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کان‌کېندونکي له ژوند بې‌برخې کړل

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

نن سهار د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې ځمکې ښویېدنې له پېنځه کسانو خوږ ژوند اخیستی دی.

د سیمه‌ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د آویز کلي په پستاو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بدخشان ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د څلورم سرحدي کنډک قومندان میر احمد ویلي، چې قربانیان د یاوان ولسوالۍ اوسیدونکي وه او د تونلونو دننه د سرو زرو پر استخراج اخته ول.

ویل کیږي، چې د پېښې اصلي علت د خاورې نرمښت او د خوندیتوب د آسانتیاوو نشتوالی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!