Connect with us

تازه خبرونه

د لوګر لپاره د طالبانو نومول شوی والي له خپلو مرستیالانو سره ووژل شو

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې لوګر ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي حاجي لالا له خپلو دوه مرستیالانو هر یو بریالی او فریدون د دې ولایت په څرخ ولسوالۍ کې پر هوایي برید ووژل شول.

دغه راز څرګنده شوې، چې د لوګر، غزني، خوست، کابل او پکتیا ولایتونو لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول شمس الرحمن هم له خپلو دوه بهرنیو قوماندانانو سره وژل شوی دی.

دفاع وزارت دغه راز د طالبانو د والي د ۱۲ ملګرو له ټپي کیدو هم خبر ورکوي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه کلک غبرګون ښودلی او څرګندوي، چې په لوګر ولایت کې کومه داسې پېښه نده رامنځته شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې کورنيو او بهرنيو امنیتي او دفاعي چارواکو د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي او د وسلوالو مخالفانو پر وړاندې له پرمختګونو خبر ورکوي.

تازه خبرونه

حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سې‌شنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.

ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمه‌ییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!