Connect with us

تازه خبرونه

ترمپ د ۲۰۲۰ کال تر پایه د ځواکونو د ویستلو امر کړی- پمپیو

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ ترمپ امر کړی، چې د ځواکونو د ویستو بهیر باید د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې پیل شي او د ځواکونو کمول د افغانستان د جګړې د پای لپاره د نوموړي د امر یوه برخه ده.

دد امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه ناسته کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستو د بهیر د پیل تمه کیږي؛ وویل، دا امر ورته د دونالد ترمپ لخوا رسیدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، چې دا د متحده ایالتونو د ولسمشر امر دی. دا امر له ابهام پرته او د بې پایه جګړې د پای په معنا دی. یعنې د ځواکونو وتل او کمول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې له طالب استازیو سره د امریکا د خبرو په اړه وایي، په دې خبرو اترو کې رښتینی پرمختګ شوی.

مایک پمپیو د افغانستان د سولې په اړه څرګنده کړې؛ د سولې په خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی، سفیر خلیلزاد په افغانستان کې له ټولو سره لیدنې کتنې لري. وروستی ځل، چې زه هم هلته وم، له بېلابېلو بنسټونو، ښځو او د افغانستان له نورو قشرونو سره یې خبرې اترې درلودې.

ولسمشرۍ ماڼۍ له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستو په اړه د ترمپ امر ته په غبرګون کې وایي، مایک پمپیو له ولسمشر غني سره  په وروستۍ تیلیفوني اړیکه کې ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې د ځواکونو کمول د افغانستان شرایطو ته په پام تر سره کیږي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وایي؛ مونږ او امریکایان د همکارۍ هوکړه لرو، چې له مخې یې د افغانستان حکومت باید په پوځي برخو کې پر ځان بسیاینې ته ورسیږي، د وتلو مسله نوې نده اوس هم ډېر امنیتي مسوولیتونه د امنیتي ځواکونو پر غاړه دي. امریکایي ځواکونه په هوایي برخه کې د ملاتړ دنده لري او د پلان له مخې به تر ۲۰۲۰ پورې دا مرستې راټیټې شي.            

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي توګه د امریکایي ځواکونو وتل به څه  عواقب ولري؟

په ولسي جرګه کې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي وایي، چې د امریکایي ځواکونو وتل نه یوازې د افغانستان په ګټه ندي، بلکې سیمې او نړې ته هم زیان لري. کیدی شي افغانستان یو ځل بیا د نیابتي جګړو ډګر شي.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وایي، چې د بهرنیو ځواکونو په بیړه وتل به مونږ له یوې بلې جګړې سره مخ کړي. دا وتل باید له مسوولیت سره سم تر سره شي.              

دا مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په کابل کې دی؛ دی په سلا مشورو بوخت دی، چې له یوې خوا له طالب استازیو سره مرکچي پلاوی جوړشي او دا راز له طالبانو سره له سولې  مخکې د افغان دولت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته لار اواره کړي.

خبریال: خالد نیکزاد

تازه خبرونه

حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سې‌شنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان پر توغندیزو بریدونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه وران کړل

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۹, ۱۴۰۵

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ ولایت پر خاص کونړ ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي، چې په کې د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي دي.

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي، چې دا بریدونه له سهار راپدېخوا وقفه‌يي روان دي؛ خو تر اوسه پورې د مرګ او ژوبلې په اړه څه  ویل شوي نه‌دي.

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ پر ځینو سیمو هم څو توغندیز بریدونه کړي؛ خو کوم زیان یې نه دی اړولی.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.

دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.

په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.

ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمه‌ییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!