تازه خبرونه
افغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر عبداللطیف منصور د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدلي او پر پراختیایي پروژو او بېخبنايي همکاریو یې خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ژاو شینګ د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې چین له افغانستان سره پرلهپسې همکاریو ته ژمن دی.
دغه راز عبداللطیف منصور د چین له مرستو مننه کړې او وایي، چې افغانستان له خپلو ډېرو ګاونډ هېوادونو سره د ځمکې له لارې نښلول شوی؛ خو چین یوازنی هېواد و، چې له دې مخکې یې له افغانستان سره مستقیمه ځمکنۍ لار نهلرله.
هغه زیاته کړې، چې د واخان سړک له بشپړېدو سره اوس چین هم له افغانستان سره د ځمکې له لارې نښلول شوی او د دې لارې پاتې ودانیزې چارې چټکې روانې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر همداراز ویلي، چې د افغانستان خلک د واخان سړک له نښلېدا ډېر خوشحاله دي او له چین یې غوښتنه کړې، چې د پراختیایي او بېخبنايي پروژو په ځانګړي توګه په محرومو سیمو کې نورې همکارۍ هم وکړي.
ویل کیږي، چې د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی.
تازه خبرونه
له سیمهییزو او اروپايي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پراخېدا په حال کې دي – امیرخان متقي
امیرخان متقي د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم ویلي، چې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي او نجونې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې خپلې زدهکړې کوي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، چې له سیمهییزو هېوادونو سره د افغانستان اړیکو په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ کړی او له اروپايي هېوادونو سره یې اړیکې هم د پراخېدا په حال کې دي.
امیرخان متقي د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم ویلي، چې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت کوي او نجونې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې خپلې زدهکړې کوي.
ویل کیږي، چې اوسمهال له درې میلیون ډېرې نجونې په ښوونځیو کې پر زدهکړو اخته دي.
تازه خبرونه
د شانګهای همکاریو ټولنه دې له افغانستان سره منظمې خبرې بیا پیل کړي – ازبکستان
میرضیایوف د شانګهای همکارۍ ټولنې د مشرانو د بیشکیک په پېنځهویشتمه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتل د سیمې د امنیت او تلپاتي پرمختګ د ټینګښت لپاره بنسټیز شرط دی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف له شانګهای همکاریو ټولنې وغوښتل، چې له افغان استازو سره منظمې خبرې اترې بېرته پیل کړي.
میرضیایوف د شانګهای همکارۍ ټولنې د مشرانو د بیشکیک په پېنځهویشتمه غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ساتل د سیمې د امنیت او تلپاتي پرمختګ د ټینګښت لپاره بنسټیز شرط دی.
هغه وړاندیز کړی، چې د شانګهای همکاریو ټولنې او افغان استازو ترمنځ منظمې خبرې اترې بېرته پیل شي، څو د سیمې د امنیتي اندېښنو، د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او د سیمهییزو همکاریو په میکانیزمونو کې د افغانستان د شاملېدو په اړه بحث وشي.
د ازبکستان ولسمشر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې ثبات کولی شي د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ترانزیټي لارو، سوداګرۍ او انرژۍ په برخه کې د همکاریو له پراختیا سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
آلمان د افغان کډوالو د ایستلو د همغږۍ لپاره د اسلامي امارت استازو ته د ورتګ اجازه ورکړه
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.
د آلمان حکومت د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ د اسلامي امارت د استازو یوې ډلې ته یې دې هېواد ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړې، چې افغانستان ته د افغان وګړو د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره همغږي وکړي.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د تخنیکي ملاتړ یوې ډلې ته د لنډمهاله ننوتلو اجازه ورکړ شوې، چې موخه یې افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، په جرمني کې د شاوخوا ۴۵۰ زره افغان وګړیو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د بېرته ستنېدا له بهیر سره مرسته د آلمان پر ګټه ده.
د جرمني چارواکو ویلي، د پلاوي غړي له امنیتي ارزونو تېر شوي؛ په دې هېواد کې د رسمي ډیپلوماټانو له اعتبار برخمن نهدي او له لنډې مودې وروسته به آلمان پرېږدي.
برلین په وروستیو کلونو کې د ډېرو پناهغوښتونکو او کډوالو له منلو وروسته خپله د کډوالۍ تګلاره سخته کړې ده. د صدراعظم فریډریش مرټس حکومت ويلي: افغانستان ته به د کډوالو په ایستلو کې پر هغو کسانو تمرکز وشي، چې جرمي سابقه لري؛ خو تېره اوونۍ داسې ۲۳ افغان نرینه له آلمان ایستل شوي وه، چې په هغوی کې ځینې پر هیڅ جرم محکوم شوي نه ول.
-
لوبی2 days agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه3 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoپاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې
-
تازه خبرونه3 days agoپه تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
-
څار4 days agoڅار: د سرحدي امنیت او خوندیتوب ډاډ
