تازه خبرونه
امریکا دې د افغانستان په فضا کې د بې پیلوته الوتکو ګزمې ودروي – امیر خان متقي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د هېواد له فضایي حریم څخه سرغړونه د نړیوالو قوانینو او د دوحې د هوکړې خلاف بولي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې غوښتي؛ اجازه ور نکړي، چې خاوره او هوايي حریم یې د افغانستان پر ضد وکارول شي.
د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو د ګرځېدو دوام د بهرنیو چارو وزارت رسمي غبرګون راوپاراوه؛ د یاد وزارت وزیر امیر خان متقي ویلي: امریکا د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه کړې او دا کار د نړیوالو قوانینو او د دوحې د هوکړې خلاف دی.
امیرخان متقي له امریکا غوښتي، چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه ونکړي.
هغه داراز له نورو هېوادونو هم وغوښتل؛ اجازه ور نکړي، چې د دوی هوايي حریم د افغانستان پر ضد وکارول شي.
هغه وايي، اوسمهال افغانستان له هیڅ هېواد سره ستونزه نلري او اسلامي امارت له نړۍ سره رسمي تعامل لري.
متقي ټینګار کوي؛ د افغانستان بهرنۍ پالیسي په اقتصاد متمرکزه ده او کابل هڅه کوي، چې د سویلي او منځنۍ آسیا د اقتصادي بازارونو د نښلولو وسیله شي.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي: مونږ یو ځل بیا له امریکا غوښتنه کوو، چې د افغانستان په هوا کې خپلې الوتنې بندې کړي. په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او کله، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد ونکارول شي؛ نور هم حق نلري، چې د افغانستان په هوا کې غیرقانوني الوتنې ولري.
د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اسلامي امارت رسمي تعامل د بهرنیو چارو وزارت د کلنۍ راپور د غونډې یو بل مهم ټکی دی، چې پرې ټینګار کوي.
امیر خان متقي وايي، چې د افغانستان اوسنی حکومت له هېڅ هېواد سره کومه ځانګړې ستونزه نلري او له نړۍ څخه هم غواړي، چې د اسلامي امارت مثبتې کړنې په پام کې ولري.
د اسلامي امارت د دغه لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې، اوس هم نړۍ د ترهګرۍ او په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د څرنګوالي په اړه څرګند تعریف نلري.
په دې غونډه کې د داعش له منځه وړل د اسلامي امارت یوه بله لاسته راوړنه وګڼل شوه.
د امریکا د هوايي برید په تړاو، چې ګواکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وژل شوی؛ د ښاغلي متقي په خبره دا مسئله وس هم تشه ادعا ده او امریکا د دې ادعا د ثابتولو لپاره کوم سند ندی وړاندې کړی.
امیرخان متقي وایي: امریکا په کابل کې د القاعده د مشر د وژل کېدو په اړه کوم اسناد او شواهد ندي وړاندې کړي؛ خو پدې اړه پلټنې روانې دي.
دغه راز متقي وايي، د هېواد ټول بندرونه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوي او سوداګرو ته آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت پلاوي د اړيکو د پراختيا لپاره د سيمې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي، چې د هېواد بهرنی سیاست پر اقتصاد ولاړ دی او اسلامي امارت اراده لري، چې افغانستان د سویلي او مرکزي آسیا د نښلولو پر مرکز بدل کړي.
د امیر خان متقي د څرګندونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۳ سفارتونه پرانستي او فعالیت کوي او همداراز د افغانستان شپږ سفارتونه په رسمي ډول د بهرنیو چارو له وزارت څخه فرمانونه ترلاسه کوي او یو شمېر نور سفارتونه هم د بهرنیو چارو له وزارت سره په اړیکه کې دي.
د بهرنیو چارو وزیر ډاډ څرګندوي، چې په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ځایونو او بهرنیو کارکوونکیو د امنیت ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي او هیڅکله به چا ته اجازه ورنکړ شي، چې په افغانستان کې د دیپلوماتیکو ځایونو او بهرنیو کارکوونکیو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان له نویو واکمنانو غوښتي، چې د دیپلوماتیکو سیمو او قونسلګریو د خوندیتوب ضمانت وکړي.
دا شورا وايي چې د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون له مخې هیوادونه باید قونسلي اړیکو ته په کتو د ډیپلوماتیکو ځایونو د ساتنې لپاره اړین اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په کابل کې پر روسي دیپلوماتانو برید غندلی او ترهګریز فعالیتونه د نړیوالې ټولنې د سولې او ثبات پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ بولي. د امنیت شورا غړیو همداراز د تروریستي اعمالو د عاملینو، تنظیموونکیو او تمویلونکیو د حساب وړاندې کولو او محاکمې پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه له ځانمرګي برید څخه دوه ورځې وروسته، چې د روسیې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه په کې ووژل شول، د امنیت شورا غړو ویلي چې هر ډول ترهګریز عمل جنایت وباله او د مخنیوي لپاره یې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونهمني
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو اترو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی؛ خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې پر ورځ د بهرنیو چارو وزارت په ستوري ماڼۍ کې کابل مېشتو سفیرانو ، ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو بنسټونو له استازو سره د ګډ روژه ماتي پر مهال له ځمکني بشپړتیا د دفاع او د ستونزو پر ډیپلوماتیک حل د وینا پر مهال ویلي: درنو سفیرانو او ډیپلوماټانو! ټولو اسلامي هېوادونو ته د جګړې غځېدا خواشیني کړي یوو او غواړو، چې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان پوځي رژیم “پر ډېره بې رحمۍ” افغان کډوال ایستلي، سوداګریزې لارې یې بندې کړي، د افغانستان ملي حاکمیت یې نقض کړی او په نړیوالو غونډو کې یې د افغانستان پر ضد پروپاګند پیل کړی دی.
امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان پوځیانو پر افغانستان جګړه تپلې، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي. زمونږ دفاعي برید د تېري ځواب دی، چې په کې یوازې پوځیان پرنښه شوي دي.
بهرنیو چارو وزیر د سیمې پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي؛ د وروستیو تحولاتو، په ځانګړي ډول پر ایران د بریدونو او همدارنګه د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې، چې د ستونزو د حل یوازنۍ لار خبرې او ډیپلوماټیکې هڅې دي.
امیرخان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان به د پاکستان ناروا غوښتنې هیڅکله ونهمني.
نوموړي ویلي: هیله ده، چې د تحمیلي جګړو پرځای د ولسونو غوښتنو ته غاړه کېښودل شي.
تازه خبرونه
نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې نن( دوشنبه د کب اتهلسمه ) د ملګرو ملتونوامنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونډه ترسره کړي.
له دې غونډې مخکې به پاناما د ښځو، سولې او امنیت د ملاتړو هېوادونو پر استازیتوب یوه خبرپاڼه خپره کړي.
په دې غونډه کې به د شورا نوي غړي( بحرین، کولمبیا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، لټوانیا او لیبریا) په دې شورا کې د غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان په اړه خپل لومړني نظرونه وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې د یوناما چارسمبالې(سرپرسته) ګاګنون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د سیاسي، بشري او بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر افغانستان د وروستیو تپل شویو نښتو( د فبروري له شپږویشتمې څخه د مارچ تر پېنځمې پورې ۱۸۵ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي) له کبله د ملکي وګړو مرګ او ژوبله، بېځایه کېدا او زیربناوو ته زیانونه اوښتي دي.
بشري وضعیت اوس هم اندېښمنوونکی دی او د افغانستان له شاوخوا ۴۴ میلیون وګړو څخه نږدې نیمایي یې مرستو ته اړتیا لري.
تمه ده، چې د شورا غړي به د ملکي وګړو د خوندیتوب، د ملکي زیربناوو د ساتنې او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو د رعایت پر اړتیا ټینګار وکړي.
همداراز به بحثونه د یوناما د ماموریت د غځولو پر موضوع هم راوڅرخیږي؛ ځکه، چې د دې ماموریت وخت د مارچ پر اووهلسمه پای ته رسېږي.
تازه خبرونه
په ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
پیټ هګسټ له سيبياس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګسټ ویلي، له ایران سره روانه جګړه به د دښمن تر کمزوري کولو پورې روانه وي؛ امریکا نه غواړي هغه تېروتنې تکرار کړي، چې د عراق او افغانستان د اوږدو جګړو پر مهال رامنځته شوې وې.
پیټ هګسټ له سيبياس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال «ډېرې احمقانه لارې کارول شوې وې».
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې په روانه جګړه کې مو«د دښمن پر ګوندو کول» موخه ده.
د امریکا د جنګ وزیر زیاته کړې: دا، چې ایران به رسماً تسلیم شي که نه؛ معلومه نده.
هګسټ په دې اړه ویلي: «دا، چې آیا هغوی به د تهران په ډګر کې مراسم ونیسي او لاس پرسر کیږي که نه؛ دا له هغو سره تړاو لري.»
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې په سیمه کې د منځني ختیځ په ګډون د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ پوځي عملیاتو او تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدا دی.
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه5 days agoیو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی
-
تازه خبرونه5 days agoله افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضلالرحمن
-
سوداگري5 days agoد اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
-
تازه خبرونه5 days agoپه آلمان کې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړ
-
تازه خبرونه22 hours agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
