تازه خبرونه
جنرال مکینزی، د امریکايي ځواکونو په وژلو کې د روسیې پر لاس لرلو شکمن شوی
یوه لوړ پوړي امریکایي جنرال ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره طالبانو ته د روسیې ډالۍ ورکول د اندېښنې وړ دي؛ خو هغه شک لري، چې دا کار به په دې هېواد کې د امریکایي سرتېرو د وژنې لامل وي.
دا په داسې حال کې ده، چې واشنګتن پوست تېره میاشت څرګنده کړې وه، چې روسیې طالبانو ته د امریکایي او ائتلافي سرتېرو د وژلو په بدل کې پیسې ورکړي او له همدې کبله په تېرو څو میاشتو کې ډېر بهرني سرتېري وژل شوي هم دي.
د واشنګتن پوست د څرګندونو له مخې؛ دغه معلومات په وروستیو څو میاشتو کې له نیول شويو وسلوالو څخه د امریکایي ځواکونو له څېړنو وروسته په ډاګه شوي دي.
همدارنګه پنتاګون هم پرلپسې ویلي، چې د دغو ادعاوو د ملاتړ لپاره هیڅ اړین شواهد نلرو او مسکو هم دغه تورونه رد کړي دي.
د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ لوی درستیز جنرال فرانک مکینزي د سه شنبه پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې سره له دغو معلوماتو امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د ساتنې لپاره کوم اړین ګام ندی پورته کړی؛ خو خپلو استخباراتي کارمندانو ته یې سپارښتنه کړې، چې په دې اړه خپلې پلټنې بشپړې کړي.
هغه ویلي: ما استخباراتو کارمندان د پلټنو لپاره استولي دي. زه باور لرم، چې دمګړۍ یې پلټنې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې: زه له دې موضوعاتو پوره خبر یم. زه د پېښې په ځای کې یو قومندان یم او ما دا له نږدې لیدلي او په دې اړه اندېښمن هم یم. ما یوازې دې ته پام ندی کړی، چې هلته دې د علت او معلول کومه اړیکه وي.
امریکا په تېرو وختونو کې روسیه طالبانو ته د وسلو پر برابرولو او ملاتړ تورنه کړې؛ خو روسیې تل له طالبانو ملاتړ رد کړی دی.
جنرال مکنزي څرګنده کړې که روسیه له دوی سره مرسته کوي یا نه؛ خو طالبانو پوره هڅه کړې، چې زمونږ په وړاندې عملیات ترسره کړي.
ویل کیږي، چې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۰ ، تېر کال ۱۶ او سږکال ۲ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
تازه خبرونه
په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نهده.
د افغانستان د اماني ځانګړي صندوق (STFA) غړي انورالحق احدي ویلي، چې په سویس کې د افغانستان د ساتل شویو ملي شتمنیو ارزښت د پانګونې له عوایدو وروسته ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.
انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نهده.
نوموړي زیاته کړې، دا شتمني به تر هغې خوندي وساتل شي، چې شرایط برابر او د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.
دا غونډه د« د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
احدي ټینګار کړی، چې د صندوق له جوړېدا راپدېخوا له دغو شتمنیو څخه هیڅ لګښت نهدی شوی او دا پیسې د افغانانو د ګټې لپاره خوندي ساتل کېږي.
هغه په امریکا کې د کنګل شویو ۳.۵ میلیارډ ډالرو افغان شتمنیو په اړه ویلي، چې تر اوسه دوه امریکایي محکمو د افغانستان پر ګټه پرېکړې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، تمه ده درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د آزادېدا حکم وکړي، چې د افغانانو ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي.
په سویس کې جوړ دغه اماني صندوق د افغانستان د بهرنیو ملي شتمنیو د یوې برخې د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی. په داسې حال کې، چې په امریکا کې د پاتې نیمو کنګل شویو زېرمو د حقوقي وضعیت د حل لپاره هم هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف، د یو شمېر وزیرانو، د فرغانې او تاشکند والیانو، د سوداګرۍ خونو د مسوولانو او د دواړو هېوادونو د سلګونو سوداګرو او پانګهوالو په ګډون جوړه شوه.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ
د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمهییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
-
لوبی4 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
نړۍ5 days agoکه ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ
-
سوداگري5 days agoله ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر نږدې ۱۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سعودي عربستان دوه نفتي بېړۍ مو پر نښه کړې – د حوثیانو ادعا
-
تحول2 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
