Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د اووه زونونو د واليانو د همږغۍ نوبتي غونډه ترسره شوه

د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چي د اړتیا په صورت کې دې اړینې پرېکړی د نورو زونونو لپاره هم په پام کې ونیول شي.

خپور شوی

د

د شنبې پر ورځ د کندهار ولایت په مقام کې د هېواد د اووه زونونو د والي صاحبانو او مشرانو ترمنځ د همږغۍ نوبتي غونډه جوړه شوه، چي په کې د هر زون واليانو خپل راپورونه، وړاندیزونه او پرېکړې وړاندې او په اړه یې هراړخیزې خبرې او بحثونه شوي دي.

د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چي د اړتیا په صورت کې دې اړینې پرېکړی د نورو زونونو لپاره هم په پام کې ونیول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې پر مهال د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو او حکمونو د تطبیق، د امنیت د ښه ټینګښت، د جنايي پېښو د مخنیوي، د امنیتي او ملکي چارو د ښه تنظیم، د هر ډول نشه‌يي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور دمخنیوي، له فساد سره د جدي مبارزې، له معلولو مجاهدینو او یتیمانو سره مرستو کولو او دوی ته د دېرې پاملرني، د اړمنو سوالګرو ثبت او ورسره د مرستو کولو، د مجاهدینو د روزني، د عامو هېوادوالو ستونزو او غوښتنو ته د ژر رسېدنې او یوشمېر نور موضوعات وړاندې شول او په اړه یې لازمي پرېکړي وشوې.

دغه راز د هېواد د اووه زونونو مشرانو د لازمو لارښوونو لپاره یوشمېر ولایتي موضوعات د اسلامي امارت د رهبر د دفتر مقام ته وړاندیز شول.

ویل کیږي، چې د همغږۍ په دې غونډه کې د کندهار والي ملامحمدشیرین آخوند، د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د بلخ والي محمدیوسف وفا، د ننګرهار والي محمدنعیم آخوند، د کندوز والي نصرالله مطیع، د کابل والي امین‌الله عبید او د پکتیا والي مهرالله حماد ګډون کړی و.

تازه خبرونه

په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي

انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نه‌ده.

Published

on

 د افغانستان د اماني ځانګړي صندوق (STFA) غړي انورالحق احدي ویلي، چې په سویس کې د افغانستان د ساتل شویو ملي شتمنیو ارزښت د پانګونې له عوایدو وروسته ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.

انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نه‌ده.

نوموړي زیاته کړې، دا شتمني به تر هغې خوندي وساتل شي، چې شرایط برابر او د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.

دا غونډه د« د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

احدي ټینګار کړی، چې د صندوق له جوړېدا راپدېخوا له دغو شتمنیو څخه هیڅ لګښت نه‌دی شوی او دا پیسې د افغانانو د ګټې لپاره خوندي ساتل کېږي.

هغه په امریکا کې د کنګل شویو ۳.۵ میلیارډ ډالرو افغان شتمنیو په اړه ویلي، چې تر اوسه دوه امریکایي محکمو د افغانستان پر ګټه پرېکړې کړې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، تمه ده درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د آزادېدا حکم وکړي، چې د افغانانو ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي.

په سویس کې جوړ دغه اماني صندوق د افغانستان د بهرنیو ملي شتمنیو د یوې برخې د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی. په داسې حال کې، چې په امریکا کې د پاتې نیمو کنګل شویو زېرمو د حقوقي وضعیت د حل لپاره هم هڅې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف، د یو شمېر وزیرانو، د فرغانې او تاشکند والیانو، د سوداګرۍ خونو د مسوولانو او د دواړو هېوادونو د سلګونو سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون جوړه شوه.

Published

on

 

د کابل په افغان ـ ازبک سوداګریزه غونډه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور د شرکتونو او پانګه‌والو ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف، د یو شمېر وزیرانو، د فرغانې او تاشکند والیانو، د سوداګرۍ خونو د مسوولانو او د دواړو هېوادونو د سلګونو سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون جوړه شوه.

نورالدین عزیزي کابل ته د ازبکستان د لوړپوړي پلاوي د سفر په اړه، چې د خصوصي سکټور شاوخوا ۳۰۰ استازي هم ورسره مل ول؛ ویلي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې دي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه پېنځه میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.

نوموړي په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو د ټینګار ترڅنګ ویلي، د ډېرو کډوالو بېرته راستنېدا د کاري فرصتونو اړتیا زیاته کړې او له افغان او ازبک پانګه‌والو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې له شته فرصتونو ګټه واخلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز څرګنده کړې، شاوخوا ۱۰ زره ټنه افغان پنبه پر ازمایښتي بڼه ازبکستان ته صادره شوې او دغه هېواد اوس ژمنه کړې، چې د افغانستان ۱۰۰ زره ټنه پنبه به وپېري.

بل لور ته د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف افغانستان یو مخ پر پرمختګ هېواد وباله او وایي، چې د بنسټیزو پروژو پلي کېدا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاتوي، ازبکستان د سوداګرۍ د آسانتیا لپاره د نویو ټرانزیټي لارو پرانیستل، د ترجیحي تعرفو برابرول، د توکو د لېږد چټکتیا او د لوژستیکي مرکزونو جوړول په خپلو لومړیتوبونو کې شمېرلي دي.

خواجه‌یوف ټینګار کړی، چې افغانستان د پام وړ اقتصادي وړتیاوې لري او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي رییس سیدکریم هاشمي او د ازبکستان د فرغانې والي هم د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ګډې پانګونې پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټور د شرکتونو او هڅاندو(فعالانو) ترمنځ د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول، چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراختیا، د پانګونې زیاتوالی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده بلل شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ

د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمه‌ییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

Published

on

 

د افغانستان ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د ګډو بنسټیزو پروژو پر پلي کېدا ټینګار کړی دی.

د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمه‌ییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

همداراز د تورغونډۍ بندر پراختیا د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وه. د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د دې بندر په پراختیا کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

دواړو لوریو د هرات ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه هم خبرې وکړې او ازبکستان په دې پروژه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالی او سوداګرو ته د ډېرو آسانتیاوو برابرول هم د دې لیدنې له نورو بحثونو څخه ول. د دواړو هېوادونو چارواکو د لېږد رالېږد د کچې پر لوړولو، د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د سوداګرۍ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د سالنګ لویې لارې له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر هم وڅېړل شو.

د افغانستان د ټولګټو چارو وزیر ویلي، د سالنګ لویې لارې د بنسټیزې بیارغونې چارې چټکۍ روانې دي.

محمد عیسی ثاني دا ډاډ هم څرګند کړ، چې په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شوې او ازبکستان کولی شي د افغانستان د قوانینو او معیارونو سره سم په بېلابېلو برخو کې پانګونه او فعالیت وکړي.

هغه د دواړو هېوادونو د ګډو پروژو لپاره د ټولګټو چارو وزارت پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ او دا همکارۍ یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهمې وبللې.

 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117