تازه خبرونه
د افغانستان د اووه زونونو د واليانو د همږغۍ نوبتي غونډه ترسره شوه
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چي د اړتیا په صورت کې دې اړینې پرېکړی د نورو زونونو لپاره هم په پام کې ونیول شي.
د شنبې پر ورځ د کندهار ولایت په مقام کې د هېواد د اووه زونونو د والي صاحبانو او مشرانو ترمنځ د همږغۍ نوبتي غونډه جوړه شوه، چي په کې د هر زون واليانو خپل راپورونه، وړاندیزونه او پرېکړې وړاندې او په اړه یې هراړخیزې خبرې او بحثونه شوي دي.
د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چي د اړتیا په صورت کې دې اړینې پرېکړی د نورو زونونو لپاره هم په پام کې ونیول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې پر مهال د اسلامي امارت د رهبر د فرمانونو او حکمونو د تطبیق، د امنیت د ښه ټینګښت، د جنايي پېښو د مخنیوي، د امنیتي او ملکي چارو د ښه تنظیم، د هر ډول نشهيي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور دمخنیوي، له فساد سره د جدي مبارزې، له معلولو مجاهدینو او یتیمانو سره مرستو کولو او دوی ته د دېرې پاملرني، د اړمنو سوالګرو ثبت او ورسره د مرستو کولو، د مجاهدینو د روزني، د عامو هېوادوالو ستونزو او غوښتنو ته د ژر رسېدنې او یوشمېر نور موضوعات وړاندې شول او په اړه یې لازمي پرېکړي وشوې.
دغه راز د هېواد د اووه زونونو مشرانو د لازمو لارښوونو لپاره یوشمېر ولایتي موضوعات د اسلامي امارت د رهبر د دفتر مقام ته وړاندیز شول.
ویل کیږي، چې د همغږۍ په دې غونډه کې د کندهار والي ملامحمدشیرین آخوند، د هرات والي نوراحمد اسلامجار، د بلخ والي محمدیوسف وفا، د ننګرهار والي محمدنعیم آخوند، د کندوز والي نصرالله مطیع، د کابل والي امینالله عبید او د پکتیا والي مهرالله حماد ګډون کړی و.
تازه خبرونه
په سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نهده.
د افغانستان د اماني ځانګړي صندوق (STFA) غړي انورالحق احدي ویلي، چې په سویس کې د افغانستان د ساتل شویو ملي شتمنیو ارزښت د پانګونې له عوایدو وروسته ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.
انوارالحق احدي د ۲۰۲۶ز. کال د زمري پر څلورمه / د جولای پر شپږویشتمه د افغان پوهانو او څانګوالو(متخصصانو) ټولنې د اویایمې انلاین غونډې پر مهال ویلي، چې یاد صندوق شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره عاید ترلاسه کړي او تر اوسه ترې هیڅ ډول ګټه اخیستل شوې نهده.
نوموړي زیاته کړې، دا شتمني به تر هغې خوندي وساتل شي، چې شرایط برابر او د افغانستان بانک ته ولېږدول شي.
دا غونډه د« د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.
احدي ټینګار کړی، چې د صندوق له جوړېدا راپدېخوا له دغو شتمنیو څخه هیڅ لګښت نهدی شوی او دا پیسې د افغانانو د ګټې لپاره خوندي ساتل کېږي.
هغه په امریکا کې د کنګل شویو ۳.۵ میلیارډ ډالرو افغان شتمنیو په اړه ویلي، چې تر اوسه دوه امریکایي محکمو د افغانستان پر ګټه پرېکړې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، تمه ده درېیمه او وروستۍ محکمه هم د دغو شتمنیو د آزادېدا حکم وکړي، چې د افغانانو ملي شتمنۍ خوندي پاتې شي.
په سویس کې جوړ دغه اماني صندوق د افغانستان د بهرنیو ملي شتمنیو د یوې برخې د ساتنې لپاره رامنځته شوی دی. په داسې حال کې، چې په امریکا کې د پاتې نیمو کنګل شویو زېرمو د حقوقي وضعیت د حل لپاره هم هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۲ سوداګریز هوکړهلیکونه لاسلیک شول
دا غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف، د یو شمېر وزیرانو، د فرغانې او تاشکند والیانو، د سوداګرۍ خونو د مسوولانو او د دواړو هېوادونو د سلګونو سوداګرو او پانګهوالو په ګډون جوړه شوه.
تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ
د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمهییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
-
لوبی4 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
نړۍ4 days agoکه ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ
-
سوداگري4 days agoله ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر نږدې ۱۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی
-
تحول5 days agoتحول: په سیمه کې پر یو بل د امریکا او ایران روان بریدونه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان دوه نفتي بېړۍ مو پر نښه کړې – د حوثیانو ادعا
