لوبی
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې
له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.
د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ ترسرهکوونکو اعلان کړی، چې د دغو سیالیو لومړی پړاو به اوس د ۱۴۰۵ل.کال د چنګاښ له شلمې څخه د زمري تر اوومې / د ۲۰۲۶ ز.کال د جولای له شلمې څخه تر نههویشتمې پورې په کابل کې ترسره شي.
له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.
چارواکو ویلي، چې یادې سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لوبغالي کې ترسره شي او تمه ده، چې هره ورځ به د ماښام له ۶ څخه تر ۹ بجو پورې روانې وي.
آریانا راډیو ټلوېزیون، چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان غېږنیونې له ټولنې سره د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ په ټول هېواد کې دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ په لومړي پړاو کې به د هېواد له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د وزن په ۱۰ بېلابېلو ډلو او د ۱۰ سیمهییزو لوبډلو په چوکاټ کې له یو بل سره سیالي وکړي.
د سیالیو تر سرهکوونکي وایي، چې د دغو سیالیو د ترسره کېدا لپاره چمتووالی روان دی او د سیالیو د ځنډېدا موخه هم دا ده، چې لوبډلو، لوبغاړو او د سیالیو د سمبالښت بهیر ته پوره آسانتیاوې برابرې شي.
په افغانستان کې د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د منظمو ملي لوبو د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي؛ ځکه غېږنیونه د هېواد ملي لوبه او دودیز سپورټ دی.
چارواکي هیله من دي، چې دغه سیالۍ به افغان غېږنیوونکو ته د ښې پېژندنې زمینه برابره کړي او په ټول هېواد کې به د دې سپورټ د پراختیا لامل شي.
لوبی
په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.
لوبی
شپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.
شپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ سیالیو لپاره غوره شوي، چې دا چاره د شل اوریزو سوداګریزو کرکټلیګونو په ډګر کې د افغانستان د مخ پر ودې ځایګي څرګندونه کوي.
ابراهیم ځدراڼ د تېر پړاو اتلې لوبډلې «جفنا کینګز» له لوري غوره شوی دی. په داسې حال کې، چې مجیب الرحمن به په دغو سیالیو کې د «کولمبو کپس» استازیتوب وکړي.
همدارنګه رحمنالله ګربز او ظاهر خان دواړه د «کنډي رویالز» لوبډلې له لوري غوره شوي دي.
فضلالحق فاروقي او ګلبدین نایب به د «ډمبولا سیکسرز» لوبډلې لپاره ولوبېږي.
د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ به د دغو سیالیو شپږم پړاو وي.
ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.
لوبی
افغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نهدی شوی.
هندي رسنیو راپور ورکړی؛ افغانستان به ښایي په ډیلي کې راروان سپټمبر د هند پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو کوربهتوب وکړي.
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نهدی شوی.
افغانستان دا مهال د هند پر وړاندې د یوې ټسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې روانه میاشت ترسره شي.
افغانستان په تېره یوه لسیزه کې د نړیوالو سیالیو لپاره د هند او متحده عربي اماراتو لوبغالي د خپلو کورنیو ډګرونو په توګه کارولي دي.
-
نړۍ4 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه5 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
تازه خبرونه4 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
-
لوبی4 days agoپه سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران او امریکا کړکېچ بیا پراخ شو؛ نوي بریدونه او د خبرو اترو ټکنی حالت
-
تازه خبرونه18 hours agoایران روان کال له افغانستان څخه ۴۱۷ میلیون مټرمکعبه اوبه ترلاسه کړي – فارس خبري آژانس
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې خپلې بشري، پراختیايي او سیاسي هڅې روانې ساتو- قطر
