Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز کې یوه لرغونې سیمه وموندل شوه

Published

 on

(Last Updated On: مرغومی ۱۳, ۱۴۰۱)

د لوګر ولايتي چارواکو ويلي، د دغه ولايت مرکز پل علم ښار ته څېرمه يې يوه لرغونې سیمه موندلې ده.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم د دوشنبې پر شپه رسنیو ته ویلي، چې دغه ځای د پل علم ښار په سپیز سیمه کې را څرګند شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه لرغونې سیمه د اسلامي دورې (۶۲۲ – ۱۲۵۸) کلونو پورې اړه لري.

هغه وایي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لرغونپوهانو یې په اړه څېړنې پیل ې دي. دسیمې اړوند ځايي اوسیدونکیو د دغه ځاى له موندلو وروسته دغه ریاست ته خبر ورکړی دی.

رفیع الله صميم دغه راز يادونه کړې، چې د وزارت لخوا د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره لازم تدابير نيول شوي دي.

د لوګر ولایت ډېر تاریخي او لرغوني آثار لري، چې سلګونه کاله لرغوني دي؛ د مس عینک سیمه د اسلام د محمدي شریعت څخه مخکې د بودايي دورې په نوم یادېږي، چې زیات شمېر تاریخي او لرغوني آثار لري.

سیمه ییز خبرونه

د ایران په شمال لویدیځ کې ۵.۶ درجې زلزلې ۱۶۵ کسان ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۲)

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړی، چې د جمعې پر سهار د ایران په شمال لویدیځ کې د رښتر ۵.۶ درجې زلزلې د ټپیانو شمېر ۱۶۵ کسانو ته رسیدلی دی.

د ایران د زلزلې ثبتولو مرکز څرګنده کړې؛ دا زلزله تېره ورځ پر سیمه ییز وخت د سهار پر ۶:۴۶ دقیقو د لویدیځ آذربایجان په یزدګان خوی برخه کې د اته کیلومتره پر ژوروالي رامنځته شوې ده.

ایرنا د لویدیځ آذربایجان د والي محمد صادق معتمدیان د څرګندونو له مخې ویلي؛ له ۱۶۵ ټپیانو څخه ۱۳۹ یې له لومړنیو مرستو وروسته روغتیايي مرکزونو رخصت کړي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

د لويديځ آذربايجان د استوګنې بنسټ مشر جعفر برزګر ايرنا ته ويلي، چې د زلزلې له کبله د سلماس او خوي د ولايتونو په لس کليو کې د استوګنې ٨٠ کورونه زيانمن کړي دي.

د یادونې ده، چې دا زلزله د شرقي آذربایجان او ارومیه ښارونو کې هم احساس شوې ده.

د جنورۍ په وروستیو کې د رښتر پر کچه ۵.۹ درجې زلزلې خوی ولایت ولړزاوه، چې درې کسان یې مړه او له ۸۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

افغان بيسیم مخابراتي شرکت په کندهار کې د مشتريانو د خدمتونو اوومه څانګه پرانسته

Published

on

(Last Updated On: وری ۳, ۱۴۰۲)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت (AWCC) روانه اوونۍ په کندهار ښار کې د پېرودونکیو د پرلپسې غوښتنو له کبله د سیمکارتونو د خرڅلاو او خدماتو د وړاندې کولو د اوومې څانګې پرانیسته وکړه.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مسوولين وايي؛ دوی هڅه کوي، چې د جنوب غرب زون د اوسيدونکیو لپاره ډېر نور او ښه مخابراتي خدمات وړاندې او د دوی ستونزې حل کړي .

دغه راز د افغان بيسيم مخابراتي شبکې مسوولينو ويلي؛ دوی هڅه کوي، چې خپل خدمتونه د کندهار لرې پرتو سيمو ته هم وغزوي.

په سویل لويديځه حوزه کې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت ریيس سيد نوراحمد شاه آغا وایي: دا به يوازې په کندهار پورې محدود نه وي، بلکې مونږ د هلمند، روزګان او زابل په ولايتونوکې هم خدماتي څانګې ډېرې کړې او نورې به هم زياتوو؛ ځکه، چې مونږ باید د خلکو هغه حجم او هغه ضرورتونه په نظر کې ونيسو، چې له مخې یې خپلو خدماتي څانګو ته پراختيا ورکړو .

د کندهار سيميزو مشرانو په کندهار ښار کې د افغان بيسيم د خدمتونو د نوې څانګې په پرانستل کېدو خوښي څرکنده کړې او د ډېرو نورو خدمتونو او آسانتياوو د برابرولو غوښتنه يې وکړه .

د کندهار ولايت مقام د بشري سرچينو ریيس مفتي ميرزامحمد زاهد وایي: ۹۹ فيصده خلک د افغان بیسیم شبکې سيمکارتونه استعمالوي. دا يو فيصد که درته ووايمه، چې هغه دا نورې شبکې استعمالوي؛ نو ستاسې لپاره هم دا په کار ده، چې د خپل ولس لپاره نورې آسانتياوې هم رامنځته کړئ.

د کندهار مخابراتو رياست چارواکو خوښ دي، چې د افغان بيسيم مخابراتي شرکت له لوري د کندهار وروستۍ ولسوالي ریګستان هم تر پوښښ لاندې راوستل شوې او دا د دې ولايت لپاره لويه لاسته راوړنه بولي .

د کندهار د مخابراتو ریيس ملا نورالله نوري وایي: دلته ډېرې ولسوالۍ له خدماتو بې برخې وې. اوس الحمدالله  مونږ داسې ولسوالۍ په کندهار ولايت کې نلرو، چې هغه دې له خدماتو بې برخې وي. دا يوه د ریګستان ولسوالي پاتې وه، چې له ساحې څخه ډېره لرې وه. الحمدالله وتوانېدو، چې هلته هم مخابراتي خدمات رامنځته او د خلکو اړتیاوې پوره شي.

د يادونې وړ ده، چې د کندهار په دوه‌یمه ناحيه کې د افغان بيسيم د خدمتونو نوې پرانستل شوې څانګه د نرينه وو او ښځينوو لپاره جلا جلا برخې لري .

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ترکیې په زلزله ځپلیو ولایتونو کې سیلابونو ۵ کسان مړه کړل

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۴, ۱۴۰۱)

چارواکو د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د توپاني بارانونو سیلابونو له کبله دوه زلزلې ځپلي ولایتونه زیانمن شوي دي

اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې له کبله یې لږ تر لږه پېنځه کسان مړه، زرګونه خواشیني، ورک او بې کوره شوي دي.

د دغه ښار والي نعمان حتیپ اوغلو ویلي، چې یو کس د سویل ختیځ آدیامان ولایت په توت ښار کې هغه مهال یو کس مړ څلور نور ورک شول، چې د اوبو څپو د زلزله ځپلیو یو کانتینري کور لاهو کړ.

یو سیمه ییز مشر صالح آیهان هابر ترک تلویزیون ته ویلي، په ګاونډ سانلیورفا ولایت کې د سیلابونو له کبله څلور کسان مړه شوي او دوه اور وژونکي ورک دي.

د سانلیورفا تلویزیوني عکسونو وښودل، چې سیلاب په یوه سړک حپې وهي او موټرونه یې لاهو کړي دي.

په سانلیورفا کې د زلزلې ځپلیو خلکو خیس نومي کمپه یو شمېر خلک ایستل شوي دي.

هابرترک راپور ورکړی، چې ناروغان هم له یوه روغتون څخه ایستل شوي دي.

د روان کال د فبرورۍ پر شپږمه د ترکیې او سوریې ځینې برخې زورورې زلزلې ولړزولې، چې له کبله یې له ۵۲۰۰۰ ډېر کسان مړه شول، چې ډېر یې د ترکیې اوسېدونکي وه. په ترکیه کې له ۲۰۰ زره ډېرې ودانۍ یا نړېدلي او یا هم سختې زیانمنې شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!