Connect with us

لوبی

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نیپال ته د یوې منډې پر توپیر ماتې ورکړه

د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به د دې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ترسره شي.

خپور شوی

د

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې د نیپال پر وړاندې د پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ په دو‌ه‌یمه لوبه کې کوربه لوبډلې ته د یوې منډې پر توپیر ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې، چې نن (یکشنبه) ترسره شوه؛ افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۱۶۸ منډې یې وکړې.

نیپال په ۴۹.۳ اورونو کې پر ۱۶۷ منډو وسوځېد او هدف یې ترلاسه نکړ.

دا د نیپال پر وړاندې د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې دوه‌یمه پرله‌پسې بریا وه او له دې سره افغانستان دواړه لوبې وګټلې.

د دې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه به د دې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ترسره شي.

لوبی

د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوه‌ویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.

د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال  ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.

Continue Reading

لوبی

هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

Published

on

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ  ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.

وروستۍ لوبه، چې د احمد‌آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو ننداره‌کوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینه‌وال ول.

هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.

دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.

په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.

د توپ‌اچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړه‌راکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

Continue Reading

لوبی

افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.

په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووه‌ویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپ‌وهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.

له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.

ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!