تازه خبرونه
د افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ټرافیکو عمومي ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې وزارت د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندیز کړی، چې د پېښو د مخنیوي لپاره د افغانستان ټول ټرافیکي سیسټم ډیجیټل شي.
د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست ته د یو شمېر نویو او عصري موټرو د سپارلو اعلان وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ټرافیکو عمومي ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې وزارت د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندیز کړی، چې د پېښو د مخنیوي لپاره د افغانستان ټول ټرافیکي سیسټم ډیجیټل شي.
هغه زیاته کړې، چې له وروستیو اقداماتو سره، د ټرافیکي پېښو له کبله د مرګ او ژوبلې شمېر، چې پخوا هره ورځ له ۲۸ څخه تر ۳۰ پورې و؛ اوس په میاشت کې نږدې ۲۸ ته راټیټ شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نوي موټر، چې ځانګړی رنګ، نښې او د ټرافیک پولیسو لپاره خپل اړوند تجهیزات لري؛ په ښارونو او لویو سړکونو کې به د ټرافیکي نظم د ډاډمنولو، د پېښو مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدماتو په وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې د ټرافیکو ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو سپارل د دې بهیر لومړی پړاو و او په راتلونکي کې به ۶۰ نور موټرهم دې ریاست ته وسپارل شي.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی5 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
لوبی5 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
نړۍ3 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
International Sports5 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
