Connect with us

لوبی

د ترکیې د زلزلې له ویجاړیو د چلسي د پخواني لوبغاړي مړی وموندل شو

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۱

د راپورونو له مخې؛ د هاتای سپور لوبډلې د لوبغاړي کریستین آتسو مړی، چې له دې مخکې یې د چلسي لپاره لوبه کوله؛ له دوه اوونیو وروسته د ترکیې د مرګونې زلزلې  له ویجاړیو راوویستل شو.

په ترکیه کې د تېرې اوونۍ د ویجاړونکې زلزلې راپدیخوا د آتسو د ځای یا حالت په اړه څه ندي ویل شوي. له دې مخکې د هاتای سپور استازیو اعلان کړی و، چې د فوتبال دغه لوبغاړی غواړي دغه ترکي کلب پریږدي.

آتسو د مړینې پر مهال ۳۱ کلن و.

د ګانا ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د خپل مسلک په بهیر کې د چلسي، ایورتون، نیوکاسل، بورنیموت، پورتو، مالاګا اسپانیا او نورو کلبونو لپاره لوبېدلی و.

آتسو د ۲۰۲۲ ز. کال په سپتمبر کې د ترکیې له هاتای سپور سره یوځای شوی و.

لوبی

ایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ

د ایران فوټبال فډراسیون رییس مهدي تاج ویلي؛ د ایران فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ به د اریزونا ایالت د ټوسان ښار پر ځای د امریکا پولې ته څېرمه د مکسیکو په ټیخوانا ښار کې د سان‌ډیاګو سویل ته جوړ شي.

Published

on

د ایران فوټبال فډراسیون رییس څرګنده کړې، چې هېواد یې د فیفا له تائید وروسته د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د روزنیز کمپ ځای له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړی دی.

د ایران فوټبال فډراسیون رییس مهدي تاج ویلي؛ د ایران فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ به د اریزونا ایالت د ټوسان ښار پر ځای د امریکا پولې ته څېرمه د مکسیکو په ټیخوانا ښار کې د سان‌ډیاګو سویل ته جوړ شي.

دغه پرېکړه د امنیتي اندېښنو او په منځني ختیځ کې د روانو ترینګلتیاوو له کبله رامنځته شوې ده.

د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام به د جون له یوولسمې څخه د جولای تر نولسمې پورې د امریکا، کاناډا او مکسیکو پر ګډ کوربتوب ترسره شي.

د ایران لوبډله د دې سیالیو د جي ګروپ برخه ده او ټاکل شوې د جون پر پېنځلسمه له نیوزیلینډ، د جون پر یوویشتمه له بلجیم سره د کالیفورنیا ایالت په اینګلووډ ښار کې لوبه وکړي. دغه لوبډله به وروسته د جون پر شپږویشتمه د سیاتل په ښار کې له مصر سره مخامخ شي.

د ایران د فوټبال فډراسیون ویلي، چې سویلي کالیفورنیا ته د ټیخوانا نږدیوالی به د لوبغاړو او تخنیکي کارکوونکو تګ‌راتګ آسانه کړي.

دغه اراز په دې ښار کې د روزنې عصري آسانتیاوې، ورزشي سالونونه، ځانګړي غذایي خدمتونه او نور اړین امکانات برابر شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي، چې ملي لوبډله به امریکا ته د مکسیکو له لارې ننوځي؛ هغه اقدام، چې ښايي د ویزې او سفر اړوند احتمالي ستونزې راکمې کړي.

مهدي تاج زیاته کړې، چې د لوبډلې د لېږد لپاره د ایران‌ایر الوتنو د کارولو احتمال هم شته.

د ایران فوټبال ملي لوبډله په خپل تاریخ کې اووم ځل او په پرله‌پسې ډول څلورم ځل نړیوال جام ته لار مومي؛ خو تر اوسه نه‌ده توانېدلې د دغو سیالیو له ګروپي پړاو څخه ووځي.

له څو میاشتو راپدېخوا په ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو کې د ایران ګډون له سیاسي بحثونو سره مل و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د ایران د ګډون په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې وې؛ خو د فیفا مشر جاني اینفانټینو څو ځله ټینګار کړی، چې ایران به په نړیوال جام کې ګډون وکړي او خپلې لوبې به په امریکا کې ترسره کړي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې

له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۱, ۱۴۰۵

د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ ترسره‌کوونکو اعلان کړی، چې د دغو سیالیو لومړی پړاو به اوس د ۱۴۰۵ل.کال د چنګاښ له شلمې څخه د زمري تر اوومې / د ۲۰۲۶ ز.کال د جولای له شلمې څخه تر نهه‌ویشتمې پورې په کابل کې ترسره شي.

له دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دغه سیالۍ د غبرګولي له یوولسمې څخه تر شلمې / د جون له لومړۍ څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي.

چارواکو ویلي، چې یادې سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لوبغالي کې ترسره شي او تمه ده، چې هره ورځ به د ماښام له ۶ څخه تر ۹ بجو پورې روانې وي.

آریانا راډیو ټلوېزیون، چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان غېږنیونې له ټولنې سره د پېنځه کلن تړون له مخې د دغو سیالیو د خپرولو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي؛ په ټول هېواد کې دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي.

ټاکل شوې، چې د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ په لومړي پړاو کې به د هېواد له بېلابېلو سیمو شاوخوا ۳۵۰ غېږنیوونکي د وزن په ۱۰ بېلابېلو ډلو او د ۱۰ سیمه‌ییزو لوبډلو په چوکاټ کې له یو بل سره سیالي وکړي.

د سیالیو تر سره‌کوونکي وایي، چې د دغو سیالیو د ترسره کېدا لپاره چمتووالی روان دی او د سیالیو د ځنډېدا موخه هم دا ده، چې لوبډلو، لوبغاړو او د سیالیو د سمبالښت بهیر ته پوره آسانتیاوې برابرې شي.

په افغانستان کې د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ د منظمو ملي لوبو د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بلل کېږي؛ ځکه غېږنیونه د هېواد ملي لوبه او دودیز سپورټ دی.

چارواکي هیله من دي، چې دغه سیالۍ به افغان غېږنیوونکو ته د ښې پېژندنې زمینه برابره کړي او په ټول هېواد کې به د دې سپورټ د پراختیا لامل شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

Published

on

د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربه‌توب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.

د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوه‌یم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!