سیمه ییز خبرونه
د هند یوې محکمې په خپل ګڼ یو میشته ایالت کې پر مدرسو بندیز ولګاوه
په هند کې یوې محکمې د دغه هېواد له وګړیو څخه په ډک ایالت کې پر مدرسو بندیز لګولی، چې دا کار کولی شي له عمومي ټاکنو مخکې د ډېرو مسلمانانو او د لومړي وزیر نریندرا مودي د حکومت ترمنځ درز رامنځته کړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ یوې هندي محکمې په اترپردیش ایالت کې د ۲۰۰۴ ز. کال د ښوونځیو قانون لغو کړ او څرګندوي، چې دا قانون د هند د اساسي قانون له سیکولریزم څخه سرغړونه ده. محکمې سپارښتنه کړې، چې د مدرسو زدهکوونکیو ته دې په ښوونځیو کې زده کړې ورکړ شي.
د دغه ایالت د ښوونځيو د مدرسو د ښوونې او روزنې بورډ مشر افتخار احمد جاوید، چې د ۲۴۰ میلیون وګړو پېنځمه برخه یې مسلمانان دي؛ ویلي، چې د الهآباد د سترې محکمې دغه پرېکړه په ۲۵ زره مدرسو کې ۲ اعشاریه ۷ میلیون طالبان او ۱۰ زره استادان اغېزمنوي.
هند به د اپریل او جون تر منځ عمومي ټاکنې ترسره کړي، چې تمه کیږي د مودي بهارتیا جنتا ګوند به یې وګټي. مسلمانانو او د بشري حقونو ډلو د دغه ګوند ځینې غړي د کرکې پر خپرولو او د مسلمانانو د ملکیتونو پر ړنګولو تورن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لومړی وزیر نریندرا مودي په هند کې د مذهبي تبعیض شتون ردوي.
سیمه ییز خبرونه
په کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي
الجزیرې هم راپور ورکړی، چې په دې چاودنه کې، چې له کبله یې باروړونکی ریلګاډی له پټلۍ وتلی او له ۵۰ ډېر کسان په کې ټپیان شوي دي.
العربیه خبري څانګې د پاکستاني چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ ورځ چاودنې د کویټې ښار د اوسپنېپټلۍ په لاره کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي دي.
الجزیرې هم راپور ورکړی، چې په دې چاودنه کې، چې له کبله یې باروړونکی ریلګاډی له پټلۍ وتلی او له ۵۰ ډېر کسان په کې ټپیان شوي دي.
سیمه ییز خبرونه
پاکستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته سپارلې
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.
پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي؛ اسلامآباد د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته لېږدولې؛ په داسې حال کې، چې د هوکړې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم بېپایلې پاتې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.
دغه رازډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند په نازک وضعیت کې دی او د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي پر سر اختلافونه اوس حل شوي نهدي.
ایران ټینګار کړی، تر هغې، چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ونهرسېږي؛ د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې ونهکړي او د بندیزونو لرې کېدل، د سمندري کلابندۍ پای او د تېلو د خرڅلاو بیا پیل غواړي.
سیمه ییز خبرونه
باکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو
دغه غونډه، چې د مې له اووهلسمې څخه به تر دوهویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.
د آذربایجان په پلازمېنه باکو ښار کې د نړۍ د ښارونو دیارلسمه نړیواله غونډه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لسګونو زره ګډونوالو په حضور کې پیل شوه.
دغه غونډه، چې د مې له اووهلسمې څخه به تر دوهویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.
د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو له ۴۰ زره ډېرو کسانو په دې نړیواله غونډه کې نوملیکنه کړې، چې دا یې د دغې نړیوالې غونډې تر ټولو ستر پړاو ګرځولی دی.
په دې فورم کې دولتي چارواکي، د ښار جوړونې څانګهوال(متخصصان) پانګهوال او د نړیوالو بنسټونو استازي د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلونونو، ارزانه استوګنځیو او ځیرک ښارونو په اړه خبرې اترې کوي.
د دغې غونډې له اړینو برخو څخه په قرهباغ او ختیځ زنګزور کې د آذربایجان د بیارغونې او پراختیایي پروژو ارزونه بلل شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر
-
لوبی4 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل ناکام و– مولانا فضلالرحمن
-
تازه خبرونه4 days agoهند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
-
تازه خبرونه5 days agoهند د افغانستان پر وړاندې د سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو بشپړ نوملړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه4 days agoملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو لېږد بشپړ شو
-
تحول4 days agoتحول: په ملګرو ملتونو کې اسلامي امارت ته د افغانستان څوکۍ پر سپارلو ټینګار
