Connect with us

تازه خبرونه

د کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه

د “افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې” تر سرلیک لاندې لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د وري شپاړلسمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نوښت جوړه شوه.

خپور شوی

د

د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه په کابل کې بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر خبرو پیل او پر اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمهییز اتصال په اړوند  برخو کې د همکارۍ پراخولو راوڅرخېده.

د “افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې” تر سرلیک لاندې لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د وري شپاړلسمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نوښت جوړه شوه.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په خپله بشپړه وینا کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دا غونډه په کابل کې د ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان په ګډون د مرکزي آسیا هېوادونو د لوړ پوړو استازو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د ډیپلوماټیکې همغږۍ د پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو پرمختګونو ارزونه او د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره د څو اړخیز میکانیزم جوړول ول.

متقي په پرانیستونکو څرګندونو کې د دې غونډې پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د افغانستان- منځنۍ آسیا مشورتي خبرې د نظرونو د تبادلې، د سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه مشورې او د ګډې همکارۍ د پراخولو لپاره د عملي لارو چارو د لټولو لپاره یو څو اړخیز سیاسي میکانیزم دی.

په تېرو پېنځه کلونو کې د همکارۍ پراختیا

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د مرکزي آسیا هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي، ټرانزیټي او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره محسوس او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نن د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو کیسه «د فرصت، همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ کیسه ده » او له افغانستان سره په تعامل کې د مرکزي آسیا هېوادونو عملي چلند؛ په ځانګړي توګه په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د سیمه‌ییزې کچې د متقابل باور او همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ګڼل کیږي.

د غونډې بنسټیزې موخې

امیر خان متقي څرګنده کړې، چې غونډه پر څو اساسي موخو د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ او ډیپلوماټیکې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ د اقتصادي همکاریو پر نويو فرصتونو، سیمه‌ییزو پرمختګونو او د ثبات او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا لپاره د نظرونو پر تبادله راڅرخیږي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان هیله لري، چې د دې غونډې له ترسره کېدا سره به د فرصتونو او ننګونو ګډه ارزونه رامنځته او د اقلیمي بدلون، سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت په برخو کې د راتلونکي همکارۍ لپاره یوه پراخه د لارې نقشه رامنځته شي.

په نړیوال نظام کې پرمختګونه او د سیمې رول

د بهرنیو چارو وزیر د نړیوال نظام اوسني حالت ته هم د نغوتې( اشارې ) تر څنګ ویلي؛ نن نړۍ له جدي ننګونو او پوښتنو سره مخ ده او په ورته وخت کې پر نړیواله کچه متضاد بیانونه او تصورات رامنځته شوي دي.

هغه زیاته کړې؛ له یوې‌خوا د آسیا په ځانګړي توګه په یوریشیا سیمه کې، اقتصادي تحرک مخ پر زیاتېدا دی او له بلې‌خوا د لویدیځې آسیا سیمه له جګړې او ناوړه امنیتي، سیاسي او اقتصادي پایلو سره مخ ده.

د متقي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه له اړوند بدلونونو اغېزمن شوي او له همدې کبله اړتیا ده، چې ګډې ننګونې له پوره همغږۍ سره اداره شي او د سیمه‌ییز پرمختګ او ادغام لپاره شته وړتیاوې ګټورې وکارول شي.

تاریخي او کلتوري اړیکې

متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ تاریخي او کلتوري اړیکو ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د دې هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي، جغرافیایوي، مذهبي او کلتوري ګډې ریښې لري.

هغه د سیمې د سترو اسلامي او کلتوري شخصیتونو لکه امام ابو حنیفه، امام بخاري او امام ترمذي یادونه وکړه، چې د اسلامي تمدن په جوړښت کې یې اړین رول لوبولی دی.

همدارنګه هغه علمي او کلتوري شخصیتونو لکه ابو ریحان البیروني، رودکي، مختار قلي فراهي، علیشیرنوایي او ابو نصر فارابي یادونه هم کړې، چې د سیمې د ګډ میراث یوه برخه ده.

د افغانستان بهرنۍ پالیسي

متقي ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي پر اسلامي ورورګلوۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي، توازن او اقتصاد پر بنسټ ولاړه ده.

هغه ټینګار کړی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه په دې پالیسي کې ځانګړی ځای لري او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا سربېره پر سیمه‌ییزه همکارۍ هم ټینګار کوي.

له پاکستان سره خبرې اترې

امیر خان متقي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ځینو سیمه‌ییزو ننګونو ته په نغوته کې څرګندوي؛ د ځینو سیمه‌ییزو لوبغاړو امنیتي لیدلوري د اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ د پراختیا مخه نیولې ده.

هغه وایي، چې افغانستان د چین پر نوښت په اورومچي کې له پاکستان سره د خبرو د صادقانه حل لارې لپاره برخه اخیستې ده.

متقي ټینګار کړی: افغانستان تل غواړي، چې ستونزې د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل کړي؛ خو په ورته وخت کې دا حق هم لري، چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو دفاع وکړي.

امنیت او سرحدي همکاري

د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې افغانستان د مرکزي آسیا له هېوادونو سره له ۲زره ۳۲۹ کیلومټرو څخه ډېرې ګډې اوبه او ځمکنۍ پولې لري او د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا او د سرحدي نښو په عصري کولو کې همکاري هم اړینه بولي.

هغه زیاته کړې؛ د داعش فعالیتونه، د مخدره توکو قاچاق، غیرقانوني مهاجرت او د پولې هاخوا منظم جرمونه د دواړو خواوو ګډې اندېښنې دي.

د متقي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان امنیتي ادارو له دې ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین اقدامات کړي دي او اوس له مرکزي آسیا هېوادونو سره په ګډو پولو کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته.

د افغانستان داخلي وضعیت

امیر خان متقي د خپلې وینا پر مهال وویل:  له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته افغانستان اوس ثبات او عمومي امنیت ترلاسه کړی او د حکومتدارۍ بنسټونه مخ پر رپیاوړي کېدا دي.

هغه زیاته کړې؛ اداري فساد له منځه وړل شوی او د بیوروکراسۍ ساده کولو او د دولتي خدماتو ډیجیټل کولو پروسه روانه ده.

هغه دا هم ویلي، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ په افغانستان کې د مخدره توکو کښت، پلور او قاچاق منع شوی او د اړوند ادارو عملي اقداماتو د نشه‌یي توکو کښت تقریبا صفر ته رسولی دی.

د سوداګرۍ وده او سیمه‌ییزې پروژې

متقي څرګنده کړې؛ افغانستان د اقتصاد پر بنسټ د پالیسۍ پر غوره کولو د سوداګرۍ ودې او بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته لار اواره کړې ده.

 

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وده ۴.۳ سلنه ښودلې ده.

هغه ویلي، چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی او هدف یې دا دی، چې دا شمېر به په راتلونکو  درې یا څلور کلونو کې ۱۰ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.

متقي د مهمو سیمه‌ییزو پروژو یادونه هم کړې؛ د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژه، د کاسا-۱۰۰۰ برښنا لیږد پروژه، د لاجورد سړک پروژه او شپږ لارې دهلیز یې تر کار لاندې بېلګې دي.

هغه ویلي، چې تر اوسه پورې د هرات- ترکمنستان په سرحدي لار کې د ټاپي نل‌لیکه ۲۵ کیلومټره بشپړه شوې او ۱۲۰ کیلومټره نور د پلي کېدا لپاره چمتو ده.

د همکارۍ د راتلونکي لپاره د افغانستان وړاندیزونه

د وینا په پای کې متقي د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لاندې ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړل:

  • د څو اړخیز سیاسي میکانیزم په توګه د افغانستان او مرکزي آسیا ترمنځ په منظم ډول د مشورتي خبرو ترسره کول
  • د همکارۍ لپاره د لارې نقشې د جوړولو لپاره د افغان او منځنۍ آسیا د څانګه‌والو(متخصصینو) ترمنځ څېړنیز کنفرانس ترسره کول
  • له سیمه‌ییزو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ګډ امنیتي چلند د رامنځته کول
  • د یوې ګډې لارې نقشې په چوکاټ کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د همکارۍ پراختیا
  • د اقلیمي بدلون د پایلو د کمولو لپاره ګډه همکاري

په پایله کې متقي د دې غونډې د ترسره کولو لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو له شتون او ملاتړ ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا نوښت کولی شي د سیمه‌ییزې همکارۍ پراخولو او په سیمه کې د ثبات، پراختیا او اقتصادي ادغام د پیاوړتیا لپاره لار اواره کړي.

تازه خبرونه

چین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي

د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي یو شیائویونګ د خپل سفر پر مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي سره ولیدل او دواړو لوریو د افغانستان پر وروستیو بدلونونو بحث او خبرې وکړې.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه د هغو ګډو نړیوالو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو راوڅرخېده، چې موخه یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات ښه کول دي.

په دې لیدنه کې الخلیفي ټینګار کړی، چې قطر د شخړو د سوله‌ییزو حل لارو ملاتړ کوي او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا هڅې هڅوي.

قطر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په چارو کې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه لرلې، چې په کې د افغان چارواکو او بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون د خبرو اترو کوربه‌توب هم رانغاړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه

Published

on

د روسیې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي؛ مسکو له اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې له نورو هېوادونو غواړي، چې له کابل سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د اینټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا منشي سرګې شویګو په قرغزستان کې د شانګهای همکاریو ټولنې ناستې ته ټینګار کړی، چې مسکو له کابل سره همکاري د سیمه‌ییز امنیت او پرمختګ لپاره مهمه ګڼي.

شویګو زیاته کړې؛ روسیه د اسلامي امارت له چارواکو سره «عمل‌پاله خبرې اترې» لري، چې د امنیت، سوداګرۍ، کلتوري تبادلو او بشري مرستو برخې رانغاړي.

هغه همداراز د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو ټولنې د تماس ډلې د بیا فعالولو وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اړوند مسایلو لپاره ورسره سیمه‌ییزه همغږي پیاوړې شي.

روسي چارواکي د امنیتي اندېښنو له کبله له افغانستان سره نږدې همکاري اړینه بولي.

د یادونې ده، چې روسیې د یوازني هېواد په توګه اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي علي‌رضا بیکدلي د افغانستان برښنا شرکت له اجرائیوي رییس عبدالحق همکار سره د لیدنې پر مهال د برښنا او انرژۍ په اړه د همکاریو پر پراختیا، پانګونې، فرصتونو او ګډو پروژو خبرې وکړې.

د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

عبدالحق همکار ویلي؛ افغانستان د انرژۍ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اړین ظرفیتونه لري او د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو پراختیا کولی شي د دې سکټور له دوامدار پرمختګ سره مرسته وکړي. هغه همداراز د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا مزي پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د تبادلې د آسانتیا لپاره یو اړین ګام وباله.

دغه راز په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د اقتصاد، سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته لېوالتیا لري. هغه زیاته کړې، د نوي کېدونکې انرژۍ په برخه کې د همکاریو لپاره ښه فرصتونه شته، چې کولی شي سیمه‌ییزې همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

هغه د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس ته بلنه ورکړه، چې د تخنیکي خبرو د پرمخ بېولو او د عملي اقداماتو د چټکتیا لپاره ایران ته سفر وکړي.

د دې لیدنې په پای کې د افغانستان برښنا شرکت د بدخشان له لاجوردو جوړ شوی سوغات د ایران د سفارت چارسمبالي ته ډالۍ کړ او دواړو لوریو د همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ناستو پر دوام او نږدې همغږۍ ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!