Connect with us

تازه خبرونه

د کابل پر نوښت د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه جوړه شوه

د “افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې” تر سرلیک لاندې لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د وري شپاړلسمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نوښت جوړه شوه.

خپور شوی

د

د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د مشورتي خبرو لومړۍ غونډه په کابل کې بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر خبرو پیل او پر اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سیمهییز اتصال په اړوند  برخو کې د همکارۍ پراخولو راوڅرخېده.

د “افغانستان او منځنۍ آسیا مشورتي خبرې” تر سرلیک لاندې لومړۍ غونډه د یکشنبې پر ورځ( د وري شپاړلسمه) په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نوښت جوړه شوه.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په خپله بشپړه وینا کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دا غونډه په کابل کې د ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان په ګډون د مرکزي آسیا هېوادونو د لوړ پوړو استازو په شتون کې ترسره شوه، چې موخه یې د ډیپلوماټیکې همغږۍ د پیاوړتیا، د سیمه‌ییزو پرمختګونو ارزونه او د افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا لپاره د څو اړخیز میکانیزم جوړول ول.

متقي په پرانیستونکو څرګندونو کې د دې غونډې پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د افغانستان- منځنۍ آسیا مشورتي خبرې د نظرونو د تبادلې، د سیمه‌ییزو پرمختګونو په اړه مشورې او د ګډې همکارۍ د پراخولو لپاره د عملي لارو چارو د لټولو لپاره یو څو اړخیز سیاسي میکانیزم دی.

په تېرو پېنځه کلونو کې د همکارۍ پراختیا

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې، د افغانستان اسلامي امارت او د مرکزي آسیا هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي، ټرانزیټي او سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره محسوس او اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نن د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو کیسه «د فرصت، همکارۍ او سیمه‌ییزې همغږۍ کیسه ده » او له افغانستان سره په تعامل کې د مرکزي آسیا هېوادونو عملي چلند؛ په ځانګړي توګه په سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د سیمه‌ییزې کچې د متقابل باور او همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ګڼل کیږي.

د غونډې بنسټیزې موخې

امیر خان متقي څرګنده کړې، چې غونډه پر څو اساسي موخو د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ترمنځ پر سیاسي ډیالوګ او ډیپلوماټیکې همغږۍ د ټینګار ترڅنګ د اقتصادي همکاریو پر نويو فرصتونو، سیمه‌ییزو پرمختګونو او د ثبات او دوامداره پرمختګ د پیاوړتیا لپاره د نظرونو پر تبادله راڅرخیږي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان هیله لري، چې د دې غونډې له ترسره کېدا سره به د فرصتونو او ننګونو ګډه ارزونه رامنځته او د اقلیمي بدلون، سوداګرۍ، ټرانزیټ او امنیت په برخو کې د راتلونکي همکارۍ لپاره یوه پراخه د لارې نقشه رامنځته شي.

په نړیوال نظام کې پرمختګونه او د سیمې رول

د بهرنیو چارو وزیر د نړیوال نظام اوسني حالت ته هم د نغوتې( اشارې ) تر څنګ ویلي؛ نن نړۍ له جدي ننګونو او پوښتنو سره مخ ده او په ورته وخت کې پر نړیواله کچه متضاد بیانونه او تصورات رامنځته شوي دي.

هغه زیاته کړې؛ له یوې‌خوا د آسیا په ځانګړي توګه په یوریشیا سیمه کې، اقتصادي تحرک مخ پر زیاتېدا دی او له بلې‌خوا د لویدیځې آسیا سیمه له جګړې او ناوړه امنیتي، سیاسي او اقتصادي پایلو سره مخ ده.

د متقي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه له اړوند بدلونونو اغېزمن شوي او له همدې کبله اړتیا ده، چې ګډې ننګونې له پوره همغږۍ سره اداره شي او د سیمه‌ییز پرمختګ او ادغام لپاره شته وړتیاوې ګټورې وکارول شي.

تاریخي او کلتوري اړیکې

متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ تاریخي او کلتوري اړیکو ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د دې هېوادونو ترمنځ اړیکې تاریخي، جغرافیایوي، مذهبي او کلتوري ګډې ریښې لري.

هغه د سیمې د سترو اسلامي او کلتوري شخصیتونو لکه امام ابو حنیفه، امام بخاري او امام ترمذي یادونه وکړه، چې د اسلامي تمدن په جوړښت کې یې اړین رول لوبولی دی.

همدارنګه هغه علمي او کلتوري شخصیتونو لکه ابو ریحان البیروني، رودکي، مختار قلي فراهي، علیشیرنوایي او ابو نصر فارابي یادونه هم کړې، چې د سیمې د ګډ میراث یوه برخه ده.

د افغانستان بهرنۍ پالیسي

متقي ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي پر اسلامي ورورګلوۍ، ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي، توازن او اقتصاد پر بنسټ ولاړه ده.

هغه ټینګار کړی، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه په دې پالیسي کې ځانګړی ځای لري او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا سربېره پر سیمه‌ییزه همکارۍ هم ټینګار کوي.

له پاکستان سره خبرې اترې

امیر خان متقي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې ځینو سیمه‌ییزو ننګونو ته په نغوته کې څرګندوي؛ د ځینو سیمه‌ییزو لوبغاړو امنیتي لیدلوري د اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ د پراختیا مخه نیولې ده.

هغه وایي، چې افغانستان د چین پر نوښت په اورومچي کې له پاکستان سره د خبرو د صادقانه حل لارې لپاره برخه اخیستې ده.

متقي ټینګار کړی: افغانستان تل غواړي، چې ستونزې د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل کړي؛ خو په ورته وخت کې دا حق هم لري، چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو دفاع وکړي.

امنیت او سرحدي همکاري

د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې افغانستان د مرکزي آسیا له هېوادونو سره له ۲زره ۳۲۹ کیلومټرو څخه ډېرې ګډې اوبه او ځمکنۍ پولې لري او د آمو سیند د څنډو د پیاوړتیا او د سرحدي نښو په عصري کولو کې همکاري هم اړینه بولي.

هغه زیاته کړې؛ د داعش فعالیتونه، د مخدره توکو قاچاق، غیرقانوني مهاجرت او د پولې هاخوا منظم جرمونه د دواړو خواوو ګډې اندېښنې دي.

د متقي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان امنیتي ادارو له دې ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین اقدامات کړي دي او اوس له مرکزي آسیا هېوادونو سره په ګډو پولو کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته.

د افغانستان داخلي وضعیت

امیر خان متقي د خپلې وینا پر مهال وویل:  له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته افغانستان اوس ثبات او عمومي امنیت ترلاسه کړی او د حکومتدارۍ بنسټونه مخ پر رپیاوړي کېدا دي.

هغه زیاته کړې؛ اداري فساد له منځه وړل شوی او د بیوروکراسۍ ساده کولو او د دولتي خدماتو ډیجیټل کولو پروسه روانه ده.

هغه دا هم ویلي، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ په افغانستان کې د مخدره توکو کښت، پلور او قاچاق منع شوی او د اړوند ادارو عملي اقداماتو د نشه‌یي توکو کښت تقریبا صفر ته رسولی دی.

د سوداګرۍ وده او سیمه‌ییزې پروژې

متقي څرګنده کړې؛ افغانستان د اقتصاد پر بنسټ د پالیسۍ پر غوره کولو د سوداګرۍ ودې او بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته لار اواره کړې ده.

 

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وده ۴.۳ سلنه ښودلې ده.

هغه ویلي، چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۲.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی او هدف یې دا دی، چې دا شمېر به په راتلونکو  درې یا څلور کلونو کې ۱۰ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.

متقي د مهمو سیمه‌ییزو پروژو یادونه هم کړې؛ د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژه، د کاسا-۱۰۰۰ برښنا لیږد پروژه، د لاجورد سړک پروژه او شپږ لارې دهلیز یې تر کار لاندې بېلګې دي.

هغه ویلي، چې تر اوسه پورې د هرات- ترکمنستان په سرحدي لار کې د ټاپي نل‌لیکه ۲۵ کیلومټره بشپړه شوې او ۱۲۰ کیلومټره نور د پلي کېدا لپاره چمتو ده.

د همکارۍ د راتلونکي لپاره د افغانستان وړاندیزونه

د وینا په پای کې متقي د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لاندې ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړل:

  • د څو اړخیز سیاسي میکانیزم په توګه د افغانستان او مرکزي آسیا ترمنځ په منظم ډول د مشورتي خبرو ترسره کول
  • د همکارۍ لپاره د لارې نقشې د جوړولو لپاره د افغان او منځنۍ آسیا د څانګه‌والو(متخصصینو) ترمنځ څېړنیز کنفرانس ترسره کول
  • له سیمه‌ییزو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ګډ امنیتي چلند د رامنځته کول
  • د یوې ګډې لارې نقشې په چوکاټ کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د همکارۍ پراختیا
  • د اقلیمي بدلون د پایلو د کمولو لپاره ګډه همکاري

په پایله کې متقي د دې غونډې د ترسره کولو لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو له شتون او ملاتړ ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا نوښت کولی شي د سیمه‌ییزې همکارۍ پراخولو او په سیمه کې د ثبات، پراختیا او اقتصادي ادغام د پیاوړتیا لپاره لار اواره کړي.

تازه خبرونه

په پاکستان کې روانه ناامني د افغانستان د جګړې پر مهال د حکومتي سیاستونو پایله ده

اڅکزي ویلي، هيڅوک «بې له دلیله او یا د لیونتوب له مخې وسله نه‌اخلي» او زیاتوي؛ که « وړ کسان» واکمن شي، وضعیت ورسره ښه کېدی شي.

Published

on

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان پر امنیتي او بهرنیو سیاستونو نیوکه کړې او څرګندوي، چې په سیمه کې ناامني او بې‌ثباتي د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د حکومتي پرېکړو پایله ده.

اڅکزي ویلي، هيڅوک «بې له دلیله او یا د لیونتوب له مخې وسله نه‌اخلي» او زیاتوي؛ که « وړ کسان» واکمن شي، وضعیت ورسره ښه کېدی شي.

هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان د جګړې پر مهال د نړۍ له بېلابېلو سیمو جنګیالي پاکستان ته راغونډ شوي او هلته روزل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دې سیاستونو وروسته د سترو وسلوالو ډلو په راټوکېدا کې مرسته کړې ده.

دغه سیاستوال دا پوښتنه هم راپورته کړې، چې ولې سترې ملي غمیزې او امنیتي ماتې هیڅکله په سمه توګه څېړل شوې نه‌دي.

هغه د ۲۰۱۱ ز.کال د ایبټ‌آباد عملیاتو ته داسې نغوته(اشاره) کړې؛ هغه عملیات، چې په کې د امریکا ځانګړو ځواکونو اوسامه بن لادین د پاکستان دننه وواژه.

اڅکزي ویلي: «بهرنیو ځواکونو زمونږ میلمانه زمونږ له کوره یوړل او مونږ هیڅ هم ونه‌ کړل. له ملتونو سره باید داسې چلند ونه‌شي.»

Continue Reading

تازه خبرونه

مسکو په افغانستان کې پر ځانګړو شرطونو د یوناما د ماموریت غځولو ته هیله‌من شو

کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.

Published

on

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو تمه لري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) ماموریت له ځانګړو شرطونو سره وغځول شي.

کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.

هغه ویلي: «هو! البته ماموریت به وغځول شي، خو له ځانګړو شرطونو سره؛ ځکه د دې ماموریت د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. مونږ هیله لرو، چې دا ټولې برخې په پام کې ونیول شي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې د یوناما ماموریت د یو کال پر ځای د درې میاشتو لپاره وغځاوه. دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې واشنګټن د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه.

د یوناما د راتلونکي په اړه بحثونه داسې مهال وړاندې کېږي، چې افغانستان اوس هم له بشري ناورین سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت، بې‌کارۍ او روغتیايي خدمتونو او لومړنیو آسانتیاوو ته د لاسرسي له کمېدا کړېږي.

روسیې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پراخېدا ته پام رااړولی دی او د سیمې د نورې بې‌ثباتۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړیوال تعامل له روان ساتلو ملاتړ کړی دی.

مسکو ټینګار کوي، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ساتل د بشري ننګونو د حل او د داعش په څېر ډلو پر ضد مبارزې لپاره اړین دي؛ هغه ډله، چې روسیه یې د سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ ګڼي.

دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که کابل رسمي غوښتنه وکړي؛ دغه مرستې به برابرې شي.

روسیې د روان کال په اپریل میاشت کې افغانستان ته نږدې ۴۰۰۰ ټنه د غنمو اوړه هم لېږلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د ولادي‌فیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق

په ایکس‌پاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږون‌ناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښه‌والي لامل ګرځي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږون‌ناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.

په ایکس‌پاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږون‌ناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښه‌والي لامل ګرځي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.

د زېږون‌ناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!