لوبی
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۵ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
په دغه اعلان شوي نوملړ کې راشد خان ارمان د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه راغلی دی.
نوموړی د ملا د درد له کبله له اوږده ځنډ وروسته لوبدلې ته راستون شوی دی.
د افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبدلې به له نړیوالو یو ورځنیو او ټیسټ لوبو وروسته د مارچ پر پېنځلسمه، اووهلسمه اواتلسمه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې سره ولوبیږي.
د افغانستان د لوبغاړو نوملړ:
راشد خان ارمان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق اتل، اعجاز احمدزی، اسحاق رحیمي، محمد نبي، ننګیال خروټی، عظمت الله عمرزی، نور احمد، مجیب الرحمن، وغادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل الحق فاروقي.
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
د سادات د څرګندونو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په انګلستان کې روزنیزې هڅې ترسره کړي او وروسته به د رسمي نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ایرلنډ ته ولاړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه، پنځوس آووریزو سیالیو د چمتووالي لپاره د انګلستان برمنګهم ښار ته رسېدلې ده.
د سادات د څرګندونو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په انګلستان کې روزنیزې هڅې ترسره کړي او وروسته به د رسمي نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ایرلنډ ته ولاړ شي.
ټاکل شوې، چې د دغې لوبلړۍ لومړۍ سیالي به د زمري پر څوارلسمه / د اګست پر پېنځمه د ایرلینډ په بریډي ښار کې ترسره شي.
د کرکټ مینهوال کولی شي دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
په لومړۍ لوبډلهییزې سیالۍ کې د سپینغر لوبډلې فرزاد چیلهباغ د ۵۷ کیلوګرام په وزن کې فتح لوبډلې قریب الله کاظمي ته ماتې ورکړه؛ خو فتح لوبډلې په راتلونکو دوه سیالیو کې پیاوړې لوبه وکړه او پایله یې د خپلې ګټې پر لوري راواړوله. محمدعلي ترکمنوال په ۶۱ کیلوګرام وزن کې سهیل میرزایي او سیاوش ساماني په ۶۵ کیلوګرام وزن کې عبدالستار علمیار ته ماتې ورکړه او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.
د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو سیالیو پر درېیمه ورځ د فتح او قوشتېپه لوبډلو زړهراکښونکې لوبې وړاندې او بریاوې یې خپلې کړې. دغه سیالۍ د چارشنبې پر ورځ په کابل کې روانې وې او د هېواد مخکښو غېږنیوونکو خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.
په لومړۍ لوبډلهییزې سیالۍ کې د سپینغر لوبډلې فرزاد چیلهباغ د ۵۷ کیلوګرام په وزن کې فتح لوبډلې قریب الله کاظمي ته ماتې ورکړه؛ خو فتح لوبډلې په راتلونکو دوه سیالیو کې پیاوړې لوبه وکړه او پایله یې د خپلې ګټې پر لوري راواړوله. محمدعلي ترکمنوال په ۶۱ کیلوګرام وزن کې سهیل میرزایي او سیاوش ساماني په ۶۵ کیلوګرام وزن کې عبدالستار علمیار ته ماتې ورکړه او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.
په دوهیمه لوبډلهییزه سیالۍ کې کهکشان او قوشتېپه لوبډلې مخامخ شوې. کهکشان لوبډلې سیالي په ۵۷ کیلوګرام وزن کې د محمد رامز احمدي پر بریا پیل کړه، چې بلال حکیمي ته یې ماتې ورکړه.
قوشتېپه لوبډلې وروسته پر سیالیو بشپړ برلاسی وموند او پرلهپسې پېنځه سیالۍ یې وګټلې.
مسیح الله نظري په ۶۱ کیلوګرام وزن کې مرتضی رستمي، نجیب حسنی په ۶۵ کیلوګرام وزن کې جواد، شمس قریشي په ۷۰ کیلوګرام وزن کې شېرحسین، رومل رجبي په ۷۴ کیلوګرام وزن کې محمدهادي او عثمان عظیمي په ۷۹ کیلوګرام وزن کې فرهاد حیدري ته ماتې ورکړه.
د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ اوس هم په کابل کې روانې دي او د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه لوبډلې د لومړي پړاو د اتلولۍ د خپلولو لپاره سیالي کوي. دا سیالۍ د غېږنیونې د ودې او د هېواد د غوره غېږنیوونکو د ښې پېژندنې لپاره ترسره کېږي.
آریانا ټلوېزیون د افغانستان غېږنیونې غوره لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپروي. د دغو سیالیو ورځنی پوښښ د ماښام له ۶ بجو پیلېږي او مینهوال یې په ټول افغانستان کې ننداره کولی شي.
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشري رحمت شاه زرمتي او مرستیالي یې رحمان الله ګربز ته وسپارل شوه
حشمت الله شهیدي د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال د افغانستان ملي لوبډلې د ودې او پرمختګ په یوه مهم پړاو کې رهبري کړه. د هغه تر مشرۍ لاندې افغانستان ګڼې یادګاري بریاوې خپلې کړې او د نړۍ د راټوکېدونکو کرکټ ځواکمنو لوبډلو په ډله کې یې خپل ځای نور پیاوړی کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته، تجربه لرونکی توپوهونکی رحمت شاه زرمتی د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټسټ سیالیو لوبډلمشر ټاکلی دی.
دغه پرېکړه د چهارشنبې په ورځ، د حشمت الله شهیدي له استعفا یوه ورځ وروسته اعلان شوه. کرکټ بورډ همدارنګه د ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او مخکښ توپوهونکی رحمان الله ګربز د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبډلمشر مرستیال ټاکلی دی.
رحمت شاه د افغانستان له تر ټولو تجربه لرونکو کرکټ لوبغاړو څخه دی او له یوې لسیزې راپدېخوا د ملي لوبډلې مهم غړی پاتې شوی. نوموړی د خپلې ډاډمنې او ثابتې لوبې له کبله پېژندل کېږي او په نړیوال کرکټ کې یې د اوږدو بڼو په سیالیو کې د افغانستان د پرمختګ لپاره مهم رول لوبولی دی.
دغه ۳۲ کلن لوبغاړی د ټسټ، یو ورځنیو او شل آوریزو نړیوالو سیالیو تجربه لري او د زرګونو منډو له ثبتولو سره د افغانستان لومړنی کرکټ لوبغاړی دی، چې په ټسټ سیالیو کې یې سلیزه وهلې ده. د هغه دوامداره ښه لوبه او پراخه تجربه د ملي لوبډلې د مشرۍ لپاره مناسب غوراوی ګڼل کېږي.
بل لور ته ۲۴ کلن رحمان الله ګربز د افغانستان له خطرناکو پیلوونکو توپوهونکو څخه شمېرل کېږي. نوموړي د نړۍ په بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې پرلهپسې ګډون کړی او د نړیوال کرکټ له ځوانو ځلېدونکو استعدادونو څخه بلل کېږي. د هغه د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل کېدل د کرکټ بورډ د اوږدمهالې تګلارې برخه بلل شوې، چې د ملي لوبډلې د راتلونکې رهبرۍ لپاره نوې څېرې وروزل شي.
دا بدلون داسې مهال رامنځته کېږي، چې افغانستان د نړیوالو سیالیو له بوخت مهالوېش سره مخ دی او د ایرلینډ راتلونکی سفر ته چمتووالی نیسي. ملي لوبډله به هلته د راتلونکو نړیوالو او دوه اړخیزو سیالیو د چمتووالي لپاره په محدودو سیالیو کې برخه واخلي.
حشمت الله شهیدي د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال د افغانستان ملي لوبډلې د ودې او پرمختګ په یوه مهم پړاو کې رهبري کړه. د هغه تر مشرۍ لاندې افغانستان ګڼې یادګاري بریاوې خپلې کړې او د نړۍ د راټوکېدونکو کرکټ ځواکمنو لوبډلو په ډله کې یې خپل ځای نور پیاوړی کړ.
کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي له خدمتونو او رهبرۍ مننه کړې او باور یې څرګند کړی، چې رحمت شاه زرمتی او رحمان الله ګربز به ملي لوبډله د نړیوالو سیالیو په نوي پړاو کې بریالۍ رهبري کړي.
-
لوبی4 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
نړۍ4 days agoکه ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ
-
تحول5 days agoتحول: په سیمه کې پر یو بل د امریکا او ایران روان بریدونه
-
سوداگري4 days agoله ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر نږدې ۱۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد سعودي عربستان دوه نفتي بېړۍ مو پر نښه کړې – د حوثیانو ادعا


