تازه خبرونه
رسنیو ته د معلوماتو په وړاندې کولو کې پولیس چارواکي له بندیزونو سره مخ شول
د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي په یوه حکم کې راغلي؛ ريیسان، قومندانان او ملي پولیس حق نلري، چې د رسمي موقف له دریځه له رسنیو سره مرکې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د اساسي قانون د دېرشمې مادې له مخې پولیس چارواکو ته سپارښتنه شوی، چې له دې وروسته د پولیسو هیڅ منصوب د اسرارو، اسنادو، ګومارنو، تبدیلیو، ترفیع ګانو او د پولیسو د ذاتي احوالو په اړه په رسنیو کې څه ووايي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دا حکم د رازونو د خونديتوب لپاره شوی او دا، چې له بېلا بېلو ادرسونو رسنیو او خلکو ته مختلف معلومات ونه رسیږي.
د کورنیو چارو وزارت د حکم له مخې؛ د اړتیا په وخت کې په کار ده، چې د کورنیو چارو وزارت هدایت ترلاسه او د ارتباطاتو او ستراتيژیکو چارو له ریاست سره ځان همغږی کړنه تر سره کړي.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونه بیا د کورنیو چارو وزارت د سرپرست دا حکم د اساسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون خلاف ګڼي.
د کورنیو چارو وزارت دغه حکم له رسنیو څخه د ملاتړ بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.
د افغانستان له آزادو رسنیو ملاتړ ادارې رييس مجیب خلوتګر وايي، چې دا حکم د اساسي قانون او معلوماتو ته د لاسرسي له قانون سره په ټکر کې دی.
د ولسمشرۍ ویاند بیا د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي له دې سپارښتنې ملاتړ کوي او وايي؛ دا حکم د دې لپاره شوی، چې له رسنیو سره یو لاس او سم معلومات شریک شي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صديقي په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې د افغانستان کابینې د رسنیو او حکومت د امنیت، خوندیتوب او د رسنیو پروړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو د ګړندي کولو او د رسنیو او حکومت د همغږۍ د ګډې طرحې مقرره منظور کړه.
د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په دغه حکم کې د داخلي امنیت ریاست ته دنده سپارل شوې، چې د دغه حکم له عملي کیدو څخه کلکه څارنه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت دا حکم په داسې حال کې رسنیز شوی، چې څو ورځې مخکې یو شمېر رسنیو پر حکومتي ادارو اطلاعاتو ته د لاسرسي د محدودولو تور پورې کړ.
تازه خبرونه
افغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر عبداللطیف منصور د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدلي او پر پراختیایي پروژو او بېخبنايي همکاریو یې خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ژاو شینګ د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې چین له افغانستان سره پرلهپسې همکاریو ته ژمن دی.
دغه راز عبداللطیف منصور د چین له مرستو مننه کړې او وایي، چې افغانستان له خپلو ډېرو ګاونډ هېوادونو سره د ځمکې له لارې نښلول شوی؛ خو چین یوازنی هېواد و، چې له دې مخکې یې له افغانستان سره مستقیمه ځمکنۍ لار نهلرله.
هغه زیاته کړې، چې د واخان سړک له بشپړېدو سره اوس چین هم له افغانستان سره د ځمکې له لارې نښلول شوی او د دې لارې پاتې ودانیزې چارې چټکې روانې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر همداراز ویلي، چې د افغانستان خلک د واخان سړک له نښلېدا ډېر خوشحاله دي او له چین یې غوښتنه کړې، چې د پراختیایي او بېخبنايي پروژو په ځانګړي توګه په محرومو سیمو کې نورې همکارۍ هم وکړي.
ویل کیږي، چې د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی.
تازه خبرونه
قطر او اسلامي امارت د دوهاړخیزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ د قطر سفیر د افغانستان او قطر اړیکې تاریخي او ټینګې بللې او څرګندوي، چې د خپلې دندې پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخولو لپاره هڅې وکړي.
د ریاستالوزرا د مقام دفتر اعلان کړی، چې د ریاستالوزرا د مقام لوی رییس ډاکټر عبدالواسع په ارګ کې د افغانستان لپاره د قطر له سفیر مردف بن علي القاشوطي سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې بحث او خبرې کړې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ د قطر سفیر د افغانستان او قطر اړیکې تاریخي او ټینګې بللې او څرګندوي، چې د خپلې دندې پر مهال به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراخولو لپاره هڅې وکړي.
هغه همداراز په افغانستان کې د قطر د پراختیایي او مرستندویه پروژو یادونه کړې او زیاتوي، چې د شته امنيتي وضعیت په رڼا کې دوحه هڅه کوي خپلې همکارۍ په بېلابېلو برخو کې روانې وساتي.
د قطر سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې مثبتې اړیکې د اقتصاد، امنیت او سیمهییز ثبات لپاره مهمې بللې او وایي، چې قطر هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې وموندل شي.
دغه راز ډاکټر عبدالواسع د افغانستان او قطر اړیکې مهمې بللې او څرګندوي، چې قطر په تېرو دوه لسیزو کې د یوه ورور او اسلامي هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
هغه په افغانستان کې د قطر له لوري پلې شوې پروژې ګټورې بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
د ریاستالوزرا د مقام لوی رییس ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د متقابل احترام، د افغانستان د ملي ګټو او شرعي اصولو پر بنسټ مثبتې اړیکې غواړي.
تازه خبرونه
د افغانستان ثبات او له نړیوالې ټولنې سره یې تدریجي ادغام به د قرغیزستان له لومړیتوبونو څخه وي
جباروف د ۲۰۲۶ ز.کال د جون میاشتې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو له ټاکنو څخه مخکې د نړۍ مشرانو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی او که بیشکک امنیت شورا ته لار پیدا کړي؛ د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
د قرغزستان ولسمشر صدیر جباروف ویلي، چې د افغانستان ثبات او له نړیوالې ټولنې سره د دغه هېواد تدریجي یوځای کېدل به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیتوب په صورت کې د قرغیزستان له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.
جباروف د ۲۰۲۶ ز.کال د جون میاشتې د امنیت شورا د غیر دایمي غړو له ټاکنو څخه مخکې د نړۍ مشرانو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې د منځنۍ آسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی او که بیشکک امنیت شورا ته لار پیدا کړي؛ د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
د قرغزستان ولسمشر زیاته کړې؛ هېواد به یې د افغانستان خلکو، په ځانګړي توګه ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې روانې ساتي او د افغانستان له تدریجي اقتصادي او سیاسي ادغام څخه ملاتړ کوي.
هغه د نړۍ اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د جیوپولیټیک سیالیو زیاتوالی، په اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې جګړې او د نړیوالو قوانینو کمزوري کېدل، نړیوال نظام له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
جباروف همداراز ټینګار کړی، چې کوچني او په وچه کې راګیر هېوادونه په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې بشپړ استازیتوب نهلري او د قرغزستان نوماندي د همدې هېوادونو د متوازن او عادلانه حضور د پیاوړتیا لپاره وړاندې شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قرغیزستان به د امنیت شورا د غړیتوب په صورت کې له مخنیوي کوونکې ډیپلوماسي، سولهییزو حللارو او نړیوالو کړکېچونو کمولو ملاتړ وکړي.
هغه دا هم ویلي، چې د قرغیزستان ټولې سرحدي شخړې له ګاونډ هېوادونو سره د خبرو اترو او سولهییزو لارو حل شوې دي.
ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړو ټاکنې به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر درېیمه په نیویارک کې ترسره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoله اسلامي امارت سره د «بشپړې ملګرتیا» د رامنځته کولو په حال یوو – روسیه
-
تازه خبرونه4 days agoچین او قطر د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او پاکستان روان کړکېچ سترې سیمهییزې پروژې ځنډولې دي- د روسیې سفیر
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoسعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال په عراق کې هوايي بریدونه کړي دي
-
تازه خبرونه4 days agoد برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه کازان کې د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه
-
نړۍ5 days agoچین ته د ټرمپ سفر؛ شي جینپینګ له امریکا سره د سوداګریزو خبرو د پرمختګ په اړه خبر ورکړ
-
نړۍ2 days agoد اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه

