Connect with us

ساینس او ​​ټیکنالوژي

روسیه ټولنیزې شبکې فیسبوک ته لاسرسی محدودوي

خپور شوی

د

رویټرز پڅرګنده کړې، چې روسیه په خپل هېواد کې ټولنیزې شبکې فیسبوک ته د هېوادوالو لاسرسی محدودوي.

روسي چارواکو پرون (جمعه د کب ۶ ) په ډاګه کړه، چې دوی به فیسبوک ته لاسرسی محدود کړي؛ ځکه، چې دوی دا کار د روسي رسنیو سانسور بولي.

رویټرز زیاته کړې، چې مسکو پر کورنیو رسنیو فشار ډېرکړی او ګواښ یې کړی، چې په اوکراین کې د روسیې د پوځي عملیاتو په اړه د ناسمو معلوماتو له خپرولو دې ډډه وکړی او کنه رسنۍ به یې وتړل شي.

روسي چارواکو ویلي؛ فیسبوک د مسکو هغه غوښتنه، چې پر ۴ روسانو لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي؛ له پامه غورځولې ده.

نیک کلیګ، د میټا فیسبوک نړیوالو چارو مشر ټویټ کړی، چې پرون روسي چارواکو مونږ ته سپارښتنه وکړ، چې د روسیې د څلورو دولتي رسنیو له خپلواکې بیاکتنې ډډه وکړو؛ خو مونږ ونه منله. همدا علت دی، چې دوی به زمونږ خدماتو ته لاسرسی او د هغې کارول محدود کړي.

نیک کلیګ په دې اند دی، چې په روسیه کې عام خلک د تبصرو لپاره انسټاګرام، واټس اپ ، میسنجر او فیسبوک کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ مشرانو په ځانګړې توګه د نړۍ سترو قدرتونو پر روسیې سخت هر اړخیز بندیزونه لګولي؛ خو روسي ځواکونه د دغو هڅو پر وړاندې پر کیف ښار خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی.

ساینس او ​​ټیکنالوژي

له افغان بیسیم شرکت سره د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شو

د عنایت‌الله الکوزي د څرګندونو له مخې، دغه انټنونه به د کندهار، پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او د فرضي کرښې په اوږدو کې جوړ شي.

Published

on

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، له افغان‌بیسیم مخابراتي شرکت سره د ۲۶۹ میلیون افغانیو پر ارزښت د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.

د عنایت‌الله الکوزي د څرګندونو له مخې، دغه انټنونه به د کندهار، پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او د فرضي کرښې په اوږدو کې جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه د مخابراتو د پراختیا صندوق د یوولسمې پروژې په چوکاټ کې د ۵۰ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شوي دي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ساینس‌پوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ

دا انځورونه د امریکا د هاوای ایالت «ډنیل کې. اینوي» پر لمریز ټلسکوپ اخیستل شوي او هغه ګردابونه په کې ښکاري، چې قطر یې له ۱۹ څخه تر ۱۷۰ کیلومټر پورې رسېږي.

Published

on

ساینس‌پوهانو د نړۍ د تر ټولو ځواکمن لمریز ټیلسکوپ پر مرسته د لمر د سطحې تر ټولو روښانه انځورونه ثبت کړي دي. دا انځورونه د لمر په خورا تودو ګازونو کې تاوېدونکې بڼې ښيي، چې د څېړونکو د څرګندونو له مخې د ونسان وان ګوګ «ستوریزه شپه» نومي اثر انځور ته ورته ښکاري.

دا انځورونه د امریکا د هاوای ایالت «ډنیل کې. اینوي» پر لمریز ټلسکوپ اخیستل شوي او هغه ګردابونه په کې ښکاري، چې قطر یې له ۱۹ څخه تر ۱۷۰ کیلومټر پورې رسېږي.

څېړونکي وايي؛ دا لومړی ځل دی، چې د کلوین ـ هلمهولټز بې‌ثباته نومې پدیده د یوه ستوري پر سطحه لیدل کېږي. دا پدیده هغه مهال رامنځته کېږي، چې د ګازو دوه بهیرونه په بېلابېلو چټکتیاوو سره د یو بل ترڅنګ وخوځېږي او ګردابونه جوړ کړي.

د ساینسپوهانو د څرګندونو له مخې، دا موندنه د لمر د چلند او د لمریزو لمبو او چاودنو د لاملونو په ښه پوهېدا کې مرسته کوي، چې کله ناکله پر سپوږمکیو، د موقعیت موندنې پر سیسټمونو(جي‌پي‌اس)، د برښنا پر شبکو او د ځمکې پر مخ پر مخابراتو اغېز کوي.

څېړونکي دا موندنه د لمر پېژندنې په برخه کې مهم ګام بولي او وایي؛ نوي انځورونه د علمي ارزښت تر څنګ ځانګړې ښکلا هم لري، چې د وان ګوګ «ستوریزه شپه» او د کاټسوشیکا هوکوسای« کاناګاوا لویه څپه» هنري آثارو ته ورته دي.

Continue Reading

ساینس او ​​ټیکنالوژي

ناسا د سپوږمۍ او مریخ د یوکلن تمثیلي ماموریت لپاره د رضاکارانو نوملیکنه پیل کړه

د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.

Published

on

 

ناسا د هغو رضاکارانو د نوملیکنې بهیر پیل کړی، چې غواړي د سپوږمۍ او مریخ د راتلونکو فضايي سفرونو لپاره په یو کلن تمثیلي ماموریت کې ګډون وکړي.

د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.

غوره شوي رضاکاران به شاوخوا یو کال په دوه ځانګړو استوګنځایونو کې ژوند او کار وکړي. دغه استوګنځي داسې جوړ شوي، چې د ژورې فضا د سفرونو انزوا، محدودیتونه او عملیاتي ننګونې تمثیل کړي.

ناسا وایي؛ له دې تمثیلي ماموریت موخه دا ده، چې وڅېړي فضايي عمله د اوږدمهاله فضايي سفر او د سپوږمۍ او مریخ پر سطحه د فعالیتونو له شرایطو سره څنګه ځان عیاروي. د دې څېړنې موندنې به د راتلونکو فضايي ماموریتونو لپاره د ستورمزلو د خوندیتوب او چمتووالي په ښه کولو کې مرسته وکړي.

ګډونوال به د ستورمزلو په څېر بېلابېلې دندې ترسره کړي؛ لکه د سپوږمۍ او مریخ تمثیلي پلټنیز سفرونه، د سپړنیزو وسایطو چلول او علمي څېړنې. دا ټول به د محدودو سرچینو او هغو مخابراتي محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره کېږي، چې په ژوره فضا کې یې تمه کېږي.

ناسا ویلي، دا څېړنه به د آرټمیس پروګرام، د سپوږمۍ دایمي اډې د جوړولو د طرحې او مریخ ته د لومړي انساني سفر د چمتووالي په برخه کې هم مرسته وکړي.

دغه نوی پروګرام د ناسا د HERA او CHAPEA پروژو ځانګړنې په یوه ګډ ماموریت کې راټولوي. رضاکاران به لومړی د HERA په استوګنځي کې فضا ته د سفر تمثیل تجربه کړي او وروسته به د CHAPEA استوګنځي ته ولېږدول شي، چې د سپوږمۍ یا مریخ د اډې بڼه لري.

د ماموریت په اوږدو کې به څېړونکي د ګډونوالو فزیکي روغتیا، رواني وضعیت او کاري وړتیا پرله‌پسې څاري. همدارنګه به هغه ټکنالوژۍ، عملیاتي کړنلارې او د استوګنځایونو سیسټمونه هم وارزول شي، چې په راتلونکو ژورو فضايي سفرونو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.

ناسا له هغو کسانو، چې د دې ادارې روغتیايي، تعلیمي او رواني شرایطو لرونکي دي؛ غوښتي، چې نوملیکنه وکړي. نوماندان باید د څو پړاوونو له ارزونې، بشپړو روغتیايي او رواني معایناتو وروسته غوره شي.

د ناسا د څرګندونو له مخې؛ دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی، چې له سترو ننګونو سره د مخامخېدا لېوالتیا لري او غواړي د انسان د فضايي سپړنو د راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!