نړۍ
سعودي عربستان او امریکا ګډو روزنیزو پوځي هڅو ته چمتووالی نیسي
د سعودي خبري آژانس یا SPA څرګنده کړې، چې د سعودي او امریکا سمندري قول اردو د سې شنبې پر ورځ له روزنیزو دوه اړخیزو هڅو مخکې ینبع ته ورسیدل.
دوی دغه پوځي روزنه دوه ویشت هېوادنۍ غصه نومولې ده.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه څو ورځنۍ پوځي روزنه به روانه اوونۍ په ینبع او الخرج کې ترسره شي.
سرچینې دا هم په ډاګه کړې؛ له دغو پوځي روزنیزو هڅو موخه د دوه اړخیزو پلانونو په ترسره کولو کې د سعودي ځواکونو او امریکایي یارانو ترمنځ ملګرتیا ته وده ورکول دي.
نړۍ
د پنسلوانیا پر سړک سخت امنیتي بندیز؛ سپینې ماڼۍ ته نږدې وسلهوال په ډزو کې ووژل شو
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د شنبې پر ماښام د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښار په مرکز کې هغه مهال سخت امنیتي تدابیر ونیول شول، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې یوه شکمن وسلهوال ډزې وکړې او د پټو خدماتو ځواکونو له لوري ووژل شو.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې پولیسو موټرونه او د ملي ګارد ځواکونه د سپینې ماڼۍ شاوخوا سیمه کلابنده کړې او امنیتي ځواکونه په بېلابېلو ځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د امریکا د پټو خدماتو ادارې د خبرپاڼې له مخې، پېښه د ماښام له شپږ بجو لږ وروسته د اووهلسم سړک او پنسلوانیا ایونیو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
شکمن کس نږدې روغتون ته لېږدول شوی؛ خو هلته مړ اعلان شو.
په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون تهوړل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو د پټو خدماتو ادارې ویلي، چې د امنیتي ساتنې اړوند چارې او چارواکي له کوم ګواښ سره مخ شوي نهدي.
د دې پېښې پلټنې لا هم روانې دي او چارواکو ویلي، چې نور معلومات به وروسته خپاره کړي.
ویل کېږي، شکمن کس له خپلې بوجۍ وسله راویستې او ډزې یې پیل کړې دي، چې وروسته د پټو خدماتو ځواکونو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
نړۍ
له چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده
په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جینپینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نهدي.
چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر؛ سره له دې، چې د نړۍ د دوه لویو ځواکونو ترمنځ یې نسبي آرامه فضا رامنځته کړه، له کومو سترو اقتصادي هوکړو یا اړینو پرمختګونو پرته پای ته ورسېد.
په دې دوه ورځني سفر کې ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشرشي جینپینګ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړې؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ بنسټیز اختلافات اوس هم حل شوي نهدي.
شنونکو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال له سختو سوداګریزو کړکېچونو او د امریکا له درندو تعرفو وروسته؛ دې لیدنې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نسبي ثبات راوستی دی.
ډونالډ ټرمپ په دې سفر کې له یو شمېر نومیالیو امریکایي سوداګرو(د ټسلا مشر ایلان ماسک او د انویډیا اجرائیوي مدیر جنسن هوانګ ) سره بېجینګ ته ولاړ؛ خو کومې سترې اقتصادي هوکړې رسمي اعلان نهشوې.
د راپورونو له مخې؛ دواړو لوریو د بوئینګ الوتکو د خرڅلاو او د امریکا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي، خو د تړونونو کچه له تمو لږ وه.
دې غونډې د ایران اړوند جګړې د پای ته رسولو لپاره د چین ښکاره ژمنتیا ترلاسه نهکړه، چې نړیوال بازار او د ټرمپ داخلي محبوبیت یې اغېز کړی دی.
د چین چارواکو خبرې اترې «جوړوونکې او سټراټیژیکې» بللي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې د اوږدمهاله سیالۍ په چوکاټ کې مدیریت کړي.
کارپوهانو ويلي؛ دې غونډې وښوده، چې واشنګټن او بېجینګ له پخوا ډېر د اوږدمهاله سیالۍ واقعیت منلی او بېرته پخوانۍ نږدې همکارۍ ته د ستنېدا شونتیا کمه شوې ده
نړۍ
د اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
د اسرائیل دولتي دفاعي شرکت تومر ویلي؛ هغه ستره چاودنه، چې د شنبې پر ماښام د بیتشمش ښار ته نږدې شوې، د یوې کنټرول شوې او له مخکې پلان شوې آزموینې برخه وه.
د ټایمز اف اسرائیل د راپور له مخې؛ دغه چاودنه د تومر شرکت د آزموینې په مرکز کې شوې، چې د توغندیو انجنونه جوړوي.
په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې؛ له چاودنې وروسته د اور لمبې او لوګی ښکاري. د چاودنې غږ په شاوخوا سیمو کې هم اورېدل شوی دی.
تومر شرکت زیاته کړې، دا پېښه یوه «له مخکې پلان شوې آزموینه» وه او د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoچین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
-
روغتيا5 days agoروسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي
-
تحول5 days agoتحول: روسیې ته د اسلامي امارت د دفاع وړزیر سفر
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان او قطر د اړیکو پر پراختیا ټینګار
-
تازه خبرونه15 hours agoمتحده عربي اماراتو د لغمان د مرګونې ټرافیکي پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه
-
تازه خبرونه20 hours agoله روسیې سره پوځي هوکړه دفاعي وړتیاوې پیاوړې کوي- محمد یعقوب مجاهد
-
تازه خبرونه23 hours agoچپه شدن موتر حامل مهاجرین در لغمان؛ ۱۸«شهید» و ۲۹زخمی برجا گذاشت
-
څار14 hours agoڅار: اسلامي امارت د سیمهییز ثبات او امنیت ډاډمنولو په لټه کې
