تازه خبرونه
ملګري ملتونه په ایران کې د افغانانو د اعدامونو پر زیاتېدا اندېښمن شول
سره له دې، چې افغانان په ایران کې له اجباري ایستلو او ځورونو سره مخ دي؛ خو په دې وروستیو کې د افغانانو د اعدام کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ایران له ۱۰۰۰ زیات کسان اعدام کړي، چې لږ تر لږه ۵۸ کسان یې د افغانستان وګړي دي.
سره له دې، چې افغانان په ایران کې له اجباري ایستلو او ځورونو سره مخ دي؛ خو په دې وروستیو کې د افغانانو د اعدام کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو اعلان کړی، چې هغوی دغه لړۍ غندلې او ویلي یې دي، چې دا اقدام له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر اوسه پورې ثبت شوي اعدامونه د ۵۷ افغان نرینهوو او یوې افغانې میرمن سره تړاو لري.
د ملګرو ملتونو ټولنې د کارپوهانو ډلې د خبرپاڼې له مخې؛ « ډېر هغه اعدامونه، چې پېژندل شوي؛ د نشهيي توکو اړوند جرمونو او وژنو له کبله دي او وروسته د امنیتي تورونو او جنسي تېري پېښې دي. ټول ۵۸ افغانان اعدام شوي، چې ۵۷ یې نرینه او یوه ښځه ده. د نشهيي توکو اړوند جرمونو لپاره د اعدام د پراخې کارونې موضوع د اندېښنې وړ ده.”
په ایران کې د افغانانو اعدام تر ډېره د بېلابېلو لاملونو له کبله ترسره کېږي، چې په کې د عمدي قتل، د نشهيي توکو قاچاق او جنسي تېري په څېر تورونه شامل دي.
د اعدامونو زیاتوالي، د شفافیت نشتوالي او د ایران له لوري د رسمي احصائیو نشتوالي له کبله بشپړ معلومات محدود پاتې کېږي او راپورونه تر ډېره د بشري حقونو د بنسټونو او رسنیو پر موندنو ولاړ وي. داسې ویل کېږي، چې ځینې شنونکي باور لري؛ د افغان کډوالو د حقوقي وضعیت نامعلوموالی، د مدافع وکیلانو ته کافي لاسرسی نلرل او همدارنګه ډیپلوماټیک عوامل د اعدامونو بهیر نور هم پېچلی کړی دی.
دغه کارپوهانو دا لړۍ «د اعدام بېسارې څپه» بللې او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼلی دی.
حقوق پوه عبدالواحد سادات ویلي، چې د افغان کډوالو د حقوقي وضعیت نامعلوموالی، د مدافع وکیلانو ته کافي لاسرسی نلرل، او همدارنګه دیپلوماتیک عوامل لامل شوي، چې د افغانستان اتباع په ایران کې اعدام شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له ایران غوښتي، چې ژر تر ژره د اعدامونو د اجرا درولو اعلان وکړي؛ پر مرګ د محکوم شویو کسانو رسمي احصائې خپرې کړي. یوازې سږکال د نشهيي توکو په جرمونو کې لږ تر لږه ۴۹۹ کسان اعدام شوي دي. په داسې حال کې، چې د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ میلادي کلونو پورې په دې ډول جرمونو کې هر کال یوازې ۲۴ تر ۳۰ اعدامونه ثبت شوي وه.
تازه خبرونه
روسیې د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د شتمنیو د خوشېکېدا غوښتنه یې وکړه
زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده او د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي.
هغې ویلي، په افغانستان کې ډېر ماشومان تر لس کلنۍ پورې واکسین شوي نهدي او یوازې له ۵ څخه تر ۷ سلنې پورې ماشومانو واکسین ترلاسه کړی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په هر زر زېږونونو کې ۳۳.۱ ده، چې د نړۍ د منځنۍ کچې نږدې دوه برابره ده.
زاخارووا د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل «د لویدیځو هېوادونو له لوري د نړیوالو مرستو سیاسي کېدا» بولي او د کابل پر وړاندې د امریکا او د هغې د متحدانو پر بندیزونو د نیوکې تر څنګ وایي، دغو کړنو تر ټولو ډېر د افغانستان پر زیانمنو قشرونو( ماشومانو او نویو زېږېدلیو) اغېز کړی دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې ډېری پېښې له وخته مخکې زېږونونو او د مور شیدو یا بدیلو خوړو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره تړاو لري.
زاخارووا له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته وسپاري او له افغانستان سره بشري مرستې سیاسي نهکړي.
هغې ویلي، د افغانستان د بشري پروګرامونو لپاره نړیوالې مالي مرستې کمې شوې دي او د افغانستان بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدا د بحران پر وړاندې د حکومت د مبارزې وړتیا محدوده کړې ده.
هغې ټینګار کړی، چې روسیه به د نړیوالو اړوند بنسټونو له لارې د افغانستان له خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف نهلرم – جمعهخان فاتح
فاتح بيبيسي ته ویلي، په رسنیو کې د هغه او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه«له حقیقته لرې» دي او نوموړی نه پخوا او نه اوس کوم مخالفت لري.
د زابل پخواني مرستیال والي جمعهخان فاتح کابل ته له سفر او د افغانستان د حکومت له رییسالوزراء سره له لیدنې وروسته هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره اختلاف لري.
فاتح بيبيسي ته ویلي، په رسنیو کې د هغه او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د اختلاف په اړه خپاره شوي راپورونه«له حقیقته لرې» دي او نوموړی نه پخوا او نه اوس کوم مخالفت لري.
هغه ویلي، په زابل ولایت کې یې د دندې د پای ته رسېدا لامل له پښتو ژبې سره نابلدتیا او روغتیايي ستونزې وې.
نوموړي زیاته کړې، چمتو دی په هر هغه ځای کې خدمت وکړي، چې د اسلامي امارت رهبري یې مناسب وبولي.
جمعهخان فاتح داسې مهال ارګ ته ورغلی، چې د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز او د اقتصاد له وزیر سره یوځای یې له رییسالوزراء سره په لیدنه کې ګډون کړی و.
په وروستیو اوونیو کې د فاتح او د اسلامي امارت د رهبرۍ ترمنځ د احتمالي اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي وه؛ خو نوموړي دا ادعاوې رد کړي او ټینګار یې کړی، چې له اسلامي امارت سره تل همکارۍ ته چمتو دی.
تر اوسه څرګنده نهده، چې له دې لیدنې وروسته به د نوموړي د راتلونکي موقف په اړه څه پرېکړه وشي او آیا کومې نوې دندې ته به وګومارل شي که نه.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي دغه څرګندونې په هغه نړیواله غونډه کې کړي، چې د « په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان» تر سرلیک لاندې د اسلامآباد د سټراټیژیکو څېړنو اندتون(انسټیټیوټ) له لوري جوړه شوې وه.
پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د سولهییزو او باثباته اړیکو پر ساتلو خپل تعهد څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د اوږدمهالي ثبات لپاره خبرې اترې او سیمهییزې همکارۍ اړینې دي.
د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي دغه څرګندونې په هغه نړیواله غونډه کې کړي، چې د « په بدلېدونکي جیوپولیټیک چاپېریال کې پاکستان» تر سرلیک لاندې د اسلامآباد د سټراټیژیکو څېړنو اندتون(انسټیټیوټ) له لوري جوړه شوې وه.
سولنګي ویلي، پاکستان له افغانستان سره سولهییزې او دوامدارې اړیکې غواړي او په تېرو وختونو کې هم د افغانانو ترڅنګ ولاړ و.
هغه زیاته کړې، اسلامآباد نه غواړي افغانستان د ترهګریزو فعالیتونو پر مرکز بدل شي او د سیمې د سولې او امنیت پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
نوموړي د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښهوالي لپاره د چین، ترکیې او قطر د منځګړیتوب له هڅو هرکلی کړی او څرګندوي، اسلامآباد د دوهاړخیزو ستونزو د حل لپاره له خبرو ملاتړ کوي.
د پاکستان د ولسمشر ویاند افغانستان د سیمې د لیدلوري مهمه برخه وبلله او د سیمهییز نښلون، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د «افغانستان، منځنۍ آسیا او د سیمهییز ثبات راتلونکی» تر سرلیک لاندې ځانګړې ناسته هم جوړه شوې وه، چې ګډونوالو په کې د سیمهییز امنیت، ټرانزیټي نښلون او د همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل ویلي، هیچا ته به د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو؛ په ځانګړي توګه د ګاونډ هېوادونو پر ضد اجازه ورنهکړي.
-
International Sports4 days agoاسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
-
تازه خبرونه3 days agoرباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې ونومول شوه
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره پر سولهییزو او باثباته اړیکو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان یو برید هم بېځوابه نهدی پاتې شوی- فصیحالدین فطرت
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د سویل په تازه بریدونو کې له ۳۰ ډېر ملکي وګړي ووژل شول
-
International Sports2 days agoارجنټاین په زړهراکښونکې لوبه کې انګلستان مات او پایلوبې ته ووت
-
نړۍ5 days agoټرمپ کانګرس ته د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل خبر ورکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی
