لوبی
ممبي انډینز لوبډلې د هند غوره لیګ بل پړاو ته لار پیدا کړه
سوریا کمار یاداو د دې نندارې ستوری و؛ ځکه، چې پر ۴۳ توپونو یې ۷۳ منډې جوړې کړې او ممبي لوبډله یې ۱۸۰ منډو ته ورسوله.
ممبي انډینز لوبډلې د چارشنبې پر شپه په وانکیډي لوبغالي کې د ډیلي کپیټلز پر وړاندې د ۵۹ منډو پر پرېکنده بریا د هندوستان غوره لیګ پلېآف پړاو ته لار پیدا کړه.
سوریا کمار یاداو د دې نندارې ستوری و؛ ځکه، چې پر ۴۳ توپونو یې ۷۳ منډې جوړې کړې او ممبي لوبډله یې ۱۸۰ منډو ته ورسوله.
که څه هم د ډیلي توپاچوونکو د لوبې په ډېره برخه کې لوبه تر کنټرول لاندې راوستې وه؛ خو د مکیش کومار او دوشمانتا چامیرا د دې علت شو، چې ممبي لوبډلې ۴۸ چټکې منډې پخپلو امتیازاتو ورزیاتې کړې.
ډیلي لوبډله په ۱۸.۲ اورونو کې پر ۱۲۱ منډو وسوځېده.
د ممبي انډینز لپاره میچل سنټنر او جسپریټ بومرا درې – درې ویکټې واخیستې.
د ممبي انډینز لوبډله اوس په پلېآف پړاو کې ځای لري. په داسې حال کې، چې ډیلي لوبډله له ټورنمنټ یا سیالیو څخه بهر شوې ده.
ممبۍ انډینز له ګجرات ټایټنز، رویال چلینجرز بنګلور او پنجاب کینګز سره په پلیآف کې دي.
کرکټ مینهوال کولی شي د نن (پنجشنبې) لوبه، چې ګجرات ټایټنز به له لکنو سوپر جایانټز سره د ماښام پر ۶:۳۰ مخ شي؛ له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
لوبی
هندوستان د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ نیوزیلینډ ته پر ماته ورکولو د درېیم ځل لپاره د ۲۰ آوریز نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
وروستۍ لوبه، چې د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې له ۸۶زره څخه د زیاتو نندارهکوونکو پر ګډون ترسره شوه، چې ډیری یې هندي مینهوال ول.
هند دا سیالي د ۹۶ منډو پر توپیر وګټله او بیا یې هم د ۲۰ آوریز نړیوال جام له اتلولي دفاع وکړه.
دې بري د هند لپاره ځانګړی ارزښت درلود؛ ځکه، چې په دې لوبغالي کې یې درې کاله مخکې ۵۰ آوریز نړیوال جام آسټرالیا ته بایللی و.
په دې لوبه کې د هند لوبډلې د ۵ ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۵۵ منډې جوړې کړې؛ سنجو سمسون له ۸۰ ډېرې منډې وکړې.
د توپاچونې په برخه کې جسپریټ بومراه زړهراکښونکې هڅه لرله او د څلور ویکټو پر اخیستلو یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
لوبی
افغانستان متحده عربي امارات ته د ۵ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو ملي لوبډلې ته پر ماتې ورکولو د ۲۰ آوریز نړیوال جام راتلونکې پړاو ته د لارموندلو هیلې ژوندۍ وساتلې.
په دې لوبه کې، چې نن (دوشنبه د سلواغې اووهویشتمه ) په ډیلي کې ترسره شوه؛ اماراتو لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ ویکټو په بدل کې یې ۱۶۰ منډې جوړې کړې. مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی هر یوه دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.
هدف ته د رسېدو لپاره افغانستان کمزوری پیل درلود؛ ځکه رحمن الله ګربز پرته له دې، چې کومه منډه وکړي وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ د ۵۳ منډو، عظمت الله عمرزي د ۴۰ منډو او دروېش رسولی د ۳۳ منډو پر مټ لوبه وکړه او افغانستان په داسې حال کې بریا خپله کړه، چې څلور توپونه پاتې ول.
له دې بریا سره افغانستان دوه نمرې ترلاسه کړې او د جام د غوره اته لوبډلو پړاو ته د رسېدو خپلې هیلې یې ژوندۍ وساتلې.
ټاکل شوې، چې افغانستان په خپله راتلونکې لوبه کې د پنجشنبې پر ورځ له کاناډا سره مخامخ شي.
-
تازه خبرونه3 days agoنورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د تېلو د بندېدا او ټرمپ د سختو بریدونو ګواښ کړی
-
تازه خبرونه5 days agoکه افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
-
تازه خبرونه5 days agoپه دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د تړلو راپورونه رد شول
-
تازه خبرونه5 days agoروسیه، چین او بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو غوښتونکي شول
-
تازه خبرونه4 days agoد ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
-
تازه خبرونه3 days agoچین د تاجکستان او افغانستان په پوله کې ۹ سرحدي ودانیز بنسټونه جوړوي
-
تازه خبرونه5 days agoپه تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
