Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشر غني له ملګرو ملتونو څخه د سولې لپاره د اوربند غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

ولسمشر اشرف غني له نړیوالې ټولنې یو ځل بیا وغوښتل، چې د افغانستان له خلکو سره د تېرو نولس کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره همکار شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره شپه د وديو له لارې د  ملګرو ملتونو د  جوړېدو د پېنځه اویایمې کلیزې په مناسبت ویلي، افغانستان په یوه وخت کې له څو کړکېچونو سره مخامخ دی؛ خو بیړنی اوربند کولی شي، د سولې په بهیر کې پرمختګ ته لار اواره کړي.

نوموړی د دې سازمان رول د پراخ بنسټې ټولنې په خاطر مهم ګڼي.

هغه زیاته کړې؛ که څه هم مونږ په افغانستان کې په یوه وخت د کړکېچ له څو عاملینو سره مخامخ شوي یو، خو اوربند مونږ ته یو روښان او بیړنی لومړیتوب دی. له هر څه ډېر د تاوتریخوالي ژر پای ته رسېدل مونږ ته اړین دی او دا د پرمختګ زمینه برابروي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې روان بهیر ته بدبین دی او په همدې خاطر یې په کې ګډون ندی کړی.

هغه ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د سولې بهیر له جدي ننګونو سره مخامخ دی.

جواد ظزیف ویلي، چې د سولې خبرې باید پراخ بنسټه وي.

نوموړي ویلي: زه فکر کوم د امریکا لپاره وروستۍ موخه له افغانستان څخه وتل وي؛ خولازمه نه وه، چې دا ټول هر څه یې پر افغانستان او سیمې تپلي وای. مونږ د دغه کار د بهیر په تړاو ډېر بدبین یو، چې امریکا یې مشري وکړه. مونږ په همدې خاطر په دې بهیر کې ګډون ونه کړ؛ خو مونږ د ټولو افغانانو له خپلمنځي خبرو ملاتړ کوو. مونږ پدې اند یو، چې د افغانستان د خلکو ټولې دیموکراتیکې لاسته راوړنې د ټولو ګوندونو او طالبانو په شتون کې وساتل شي.

بلخوا د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت پخواني مشر یو ځل بیل د خپلمنځی خبرو د ماتې، د طالبانو د اسلامي امارت له واکمنۍ او د امریکا پر ضد د ګواښونو له رامنځته کیدو خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د ملي امنیت  پخوانی سلاکار مک ماستر وایي: له طالبانو سره واک څه ډول ښکاري؟ آیا داسې ښکاري… د نجونو هر ښوونځی له خاورو سره یو کیږي؟ یا دا، چې داسې ښکاري؛ د فوتبال په لوبغالي کې به د هرې شنبې پر ورځ ډله ییز اعدامونه کیږي؟ مونږ دا نظر لرو، چې طالبان کولی شي له سولې سره یوځای شي. په داسې حال کې، چې هغوی هوډ من دي په افغانستان کې اسلامي امارت جوړ کړي او ترې د ترهګرۍ د پراختیا لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.

د یادونې ده، چې د سولې خبرو د پایلو د نه معلومېدو په صورت کې له افغانستان څخه په شپږ میاشتو کې د امریکایي ځواکونو وتل اندېښموونکې ښکاري.

تازه خبرونه

له احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړې – د عدلیې وزیر

د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.

Published

on

د اسلامي امارت عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي نن( پنجشنبه د کب څوارلسمه) له سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسوولانو سره په ناسته کې د لومړنیو توکو له احتکار او کورونو د کرايې لوړېدا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.

د عدلیې وزیر څرګنده کړې، چې د اتحادیو مسوولان دې خپل مسوولیتونه سم ترسره کړي او خلکو ته دې خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د سوداګرو اتحادیه او د معاملاتو لارښوونې اتحادیه دې د خوراکي لومړنیو توکو د احتکار د مخنیوي او همدارنګه د کورونو د کرايې د لوړېدا د مخنیوي په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته پوره پاملرنه وکړي.

عبدالحکیم شرعي ټینګار کړی، چې یادې اتحادیې دې له اړوند ادارو په ځانګړي توګه له ښاروالۍ سره په همغږۍ کې د بیو د کنټرول او تنظیم په برخه کې ګډ کار او هڅې وکړي.

ویل کیږي، چې د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو رییسانو او مسوولانو د بازار د نظم او ټیکاو د ساتنې او د بیو د کنټرول ژمنه وکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

یو ټولګډونه پلاوی دې افغانستان ته سفر وکړي – سهیل افریدی

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

Published

on

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي غوښتنه کړې، چې له پاکستان څخه دې یو ټولګډونه پلاوی د سلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

سهیل اپریدي د چارشنبې پر ورځ په پېښور کې د یوې پروژې د پرانیستې پر مهال اړوند مراسمو ته ویلي؛ دا پلاوی باید د پاکستان له ایالتي او فډرالي چارواکو، علماوو او قبایلي مشرانو څخه جوړ شي.

افریدي زیاته کړې: « زمونږ نظر دا دی، چې دا پلاوی به اغېزمنه وي او که ټولګډونه پلاوی افغانستان ته ولاړ شي؛ نو وضعیت به ښه شي.»

اسلام‌آباد تل ادعا کړې، چې وسلوالې ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

اسلامي امارت هم تل د پاکستان د پوځي رزیم دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامیو» مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

  له افغانستان سره ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي – فضل‌الرحمن

د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.

Published

on

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمن له پاکستاني حکومت څخه غوښتي، چې له افغانستان سره دې د روانو ستونزو د حل لپاره د خبرو لار خپله کړي.

د لومړي وزیر د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ شهباز شریف د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګډون یوه غونډه رابللې وه، چې په کې یې سیاسي مشران د سیمې له امنیتي وضعیت او د پاکستان له دیپلوماټیکو کړنو خبر کړل.

نوموړي په دې غونډه کې ټینګار کړی، چې د ایران او خلیج هېوادونو تر منځ د روان کړکېچ کمول د پاکستان بنسټیز ډیپلوماټیک لومړیتوب هم دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ګډونوالو په اوسنیو شرایطو کې پر ملي یووالي، اجماع او ګډ دریځ ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې؛ په دې غونډه کې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وړاندیز کړی، چې ټول سیاسي ګوندونه باید د اړینو مسلو په اړه د بحث ګډونوال  وي. په اوسنۍ ناسته کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند خپل ګډون رد کړی و.

فضل‌الرحمن د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره پر ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او پدې اړه وایي: « خبرې اترې په افغانستان کې او زمونږ له ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي د حل بنسټ دی.»

د یادونې ده، چې یو شمېر پاکستانيو سیاستوالو تل د امنیتي ستونزو د حل لپاره له افغانستان سره د خبرو غوښتنه کړې؛ خو د پاکستان پوځي کړۍ بیا د پوځي فشار پر دوام ټینګار کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!