سیمه ییز خبرونه
پاکستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته سپارلې
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.
پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي؛ اسلامآباد د منځني ختیځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د ایران نوې طرحه امریکا ته لېږدولې؛ په داسې حال کې، چې د هوکړې لپاره ډیپلوماټیکې هڅې اوس هم بېپایلې پاتې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم تائید کړې، چې د تهران لیدلوري د پاکستان له لارې امریکايي لوري ته رسېدلي دي.
دغه رازډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند په نازک وضعیت کې دی او د ایران د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي پر سر اختلافونه اوس حل شوي نهدي.
ایران ټینګار کړی، تر هغې، چې جګړه په بشپړ ډول پای ته ونهرسېږي؛ د خپل اټومي پروګرام په اړه به خبرې ونهکړي او د بندیزونو لرې کېدل، د سمندري کلابندۍ پای او د تېلو د خرڅلاو بیا پیل غواړي.
سیمه ییز خبرونه
باکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو
دغه غونډه، چې د مې له اووهلسمې څخه به تر دوهویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.
د آذربایجان په پلازمېنه باکو ښار کې د نړۍ د ښارونو دیارلسمه نړیواله غونډه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د لسګونو زره ګډونوالو په حضور کې پیل شوه.
دغه غونډه، چې د مې له اووهلسمې څخه به تر دوهویشتمې پورې روانه وي؛ د آذربایجان حکومت او د ملګرو ملتونو د بشري میشتځایونو پروګرام پر همکارۍ جوړه شوې ده.
د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې؛ د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو له ۴۰ زره ډېرو کسانو په دې نړیواله غونډه کې نوملیکنه کړې، چې دا یې د دغې نړیوالې غونډې تر ټولو ستر پړاو ګرځولی دی.
په دې فورم کې دولتي چارواکي، د ښار جوړونې څانګهوال(متخصصان) پانګهوال او د نړیوالو بنسټونو استازي د ښاري پراختیا، اقلیمي بدلونونو، ارزانه استوګنځیو او ځیرک ښارونو په اړه خبرې اترې کوي.
د دغې غونډې له اړینو برخو څخه په قرهباغ او ختیځ زنګزور کې د آذربایجان د بیارغونې او پراختیایي پروژو ارزونه بلل شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال په عراق کې هوايي بریدونه کړي دي
دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جګړې په لړ کې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د عراق هغه هدفونه وویشتل، چې د تهران له ملاتړه برخمنو وسلهوالو ډلو پورې تړلي بلل کېدل.
دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.
د راپور له مخې؛ په دغو هدفونو کې داسې ځایونه هم ول، چې له هغه ځایه د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو پر ضد د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ترسره کېدل.
همدارنګه راپور ښیي، چې ځینې وختونه د کویټ له خاورې څخه د عراق پر لور د توغندیزو بریدونو خبرونه هم ورکړ شوي؛ خو دا روښانه نهده، چې دا بریدونه په کویټ میشتو امریکایي ځواکونو کړي او که سیمهییزو ځواکونو.
په یوه بله پېښه کې د عراق د جنوب د «کتائب حزبالله» ډلې پوستې پر نښه شوي، چې له کبله یې څو جنګیالي وژل شوي او د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو یو ارتباطي مرکز هم ویجاړ شوی دی.
رویټرز څرګنده کړې، چې سعودي عربستان د جګړې پر مهال د خپلو سیمو پر ضد د بریدونو په ځواب کې د لومړي ځل لپاره د ایران پر خاوره هم مستقیم بریدونه کړي دي. متحده عربي اماراتو هم ورته عملیات ترسره کړي دي.
دغه راز له ایران سره نږدې ډلې په عراق کې د جګړې پر مهال سلګونه بېپیلوټه الوتکې د خلیج پر هېوادونو؛ په ځانګړي توګه سعودي عربستان او کویټ توغولي دي.
د دغو بریدونو له کبله د خلیج عربي هېوادونه اړ شوي، چې د عراق له حکومت څخه وغواړي د دغو ډلو فعالیتونه کنټرول کړي او ان د اعتراض پر توګه یې د عراق سفیران او استازي هم احضار کړي دي.
سیمه ییز خبرونه
محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د لنډمهالي حکومت جوړولو فورمول وړاندې کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شنبې پر ورځې ناوخته (د غويي نولسمه) د پاکستان ژغورلو لپاره په فیسبوکپاڼه کې اڅکزی نومی فورمول وړاندې کړ.
د اڅکزي په دې فورمول کې وړاندیز کړی: «پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام او اساسي قانون ولري، عدالت حاکم او مطبوعات له سانسور څخه آزاد وي. ډاډ دې ورکړ شي، چې وسلهوال ځواکونه به له سیاسي بهیره لرې پاتې کیږي او یوازې به په خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې له ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز ولري».
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.
د اڅکزي په فورمول کې راغلي: «ټول سیاسي بندیان باید خوشې او داسې لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، چې پاکستان بېرته ولسواک کړي. د ټاکنو یو روڼ او خپلواک کمیسیون باید د یو کال په دننه کې آزادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي».
دغه راز اڅکزي له سیاسي ډلو او خپلواکو شخصیتونو غوښتي، چې که له دې غوره وړاندیز لري؛ دی یې هرکلی کوي.
د یادونې ده، چې د پاکستان اوسني حکومت تر دې دمه د «اڅکزي فورمول» ته غبرګون نهدی ښودلی.
-
نړۍ2 days agoد اسرائیل بیتشمش ته نږدې ستره چاودنه؛ تومر دفاعي شرکت: پېښه له مخکې پلان شوې آزموینه وه
-
سوداگري1 day agoپه مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د شولو د پروسس کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
-
نړۍ2 days agoله چین څخه د لویو لاسته راوړنو پرته د ټرمپ راستنېدا؛ د واشنګټن او بېجینګ سیالي روانه ده
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoباکو د نړۍ د ښار جوړونې د سترې غونډې کوربه شو
-
تازه خبرونه1 day agoافغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
-
څار3 days agoڅار: افغانستان ته د پاکستاني پلاوي احتمالي سفر
-
تحول3 days agoتحول: له ایران سره د جګړې د بیا پیل روان ګواښونه
-
سوداگري2 days agoچینايي او ازبکستاني پانګهوالو د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده
