Connect with us

تازه خبرونه

په تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ

په دې غونډه کې نوري اوسني نظام ته په نغوته(اشاره) کې وویل؛ دا «د خلکو د مور حیثیت» لري او د ټولنې د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.

خپور شوی

د

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزیر نورالله نوري تخار ته د خپل سفر پر مهال د سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مشرانو، عالمانو او د دې ولایت اوسېدونکو په یوه پراخه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې نوري اوسني نظام ته په نغوته(اشاره) کې وویل؛ دا «د خلکو د مور حیثیت» لري او د ټولنې د ساتنې، ملاتړ او ودې لپاره په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.

هغه ټینګار کړی، چې اوسني نظام د افغانستان د خلکو د عقیدې، کلتور او ارزښتونو پر بنسټ رامنځته شوی او له هېوادوالو یې وغوښتل، چې د پیاوړتیا او دوام لپاره یې متحد پاتې شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي: «نن ټول افغانستان له امنیت برخمن دی؛ داسې آزادي لرو، چې په نړۍ کې ساری نه‌لري او د ملي یووالي داسې شاهدان یوو، چې په تاریخ کې یې ‌ساری کم دی.»

هغه زیاته کړې؛ د افغانستان اوسنی نظام د خلکو د جهاد، ملاتړ او سرښندنو پایله ده او دا نظام د نوموړي د څرګندونو له مخې د خلکو له عقیدې او کلتور برخمن دی.

د سرحدونو وزیر ټینګار کړی: اسلامي امارت د جګړې اراده نه‌لري؛ خو که ګواښ ورته رامنځته شي، د هېواد دفاع «فرض عین» ګڼي او د افغانستان له هرې لوېشتې خاورې به دفاع کېږي.

د غونډې ګډونوالو او قومي مشرانو هم په دې غونډه کې له اوسني نظام ملاتړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد ساتنه او د خلکو ملاتړ د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

ویل کیږي، چې خلکو د ګواښونو پر وړاندې پر درېدا ټینګار وکړ او د هېواد د ثبات او امنیت د ساتلوغوښتونکي شول.

تازه خبرونه

متقي او د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر کونسلي خدمتونو او سرحدي همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ چارو مرستیال وحید جلال‌زاده کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د کونسلۍ خدمتونو د ښه‌والي او سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.

وحید جلال‌زاده هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلۍ همغږي مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې له افغان لوري سره روانې خبرې به د کونسلۍ چارو د بهیر په ښه‌والي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د آسانتیاوو پراختیا کې مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

جمعه‌خان فاتح له نظامه نه لرې شوی او نه به لرې شي

فطرت زیاته کړې، چې جمعه‌خان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

Published

on

د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وايي، چې جمعه‌خان فاتح له اسلامي امارت څخه نه لرې شوی او نه به لرې شي. نوموړي د هغه او د حکومت د مشرتابه ترمنځ د اختلاف راپورونه «رسنیزې تبلیغات» وبلل.

فطرت زیاته کړې، چې جمعه‌خان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.

لوی درستیز ټینګار کړی، چې دا ادعاوې حقیقت نه‌لري او موضوع یوازې د نوموړي له شخصي او کورنیو ستونزو سره تړاو لري.

هغه همداراز د جمعه‌خان فاتح د نیولو لپاره د ځواکونو د لېږلو راپورونه هم «دروغ او له حقیقته لرې» وبلل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د تهران او کابل اړیکې د پراختیا پر لوري روانې دي – ایران

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ پارلماني چارو او بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال وحید جلال‌زاده د ایران او افغانستان د کونسلۍ کمېسیون د ګډې پېنځمې غونډې د جوړېدو او له افغان چارواکو سره د لیدنو لپاره کابل ته راغلی دی.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

جلال‌زاده د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان اړیکو د تېر کال پر پرتله ښه پرمختګ او پراختیا کړې ده.

هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د خپلو ګډو پولو سرحدي لارې پراخې کړي، چې له دې سره په سرحدي سیمو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي زمینه برابره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117