Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په مسکو کې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

د رویټرز د راپور له مخې پولیسو ویلي، چاودنه د ځايي وخت له مخې د ماښام له ۸ بجو مخکې د مسکو د کودرینسکایا څلورلارې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده. دغه رسټورانټ د سټالین د دورې د مسکو له اووه لوړو ودانیو څخه په یوه کې موقعیت لري.

خپور شوی

د


د مسکو چارواکو ویلي، د شنبې پر ماښام د روسیې د پلازمېنې مسکو په مرکزي برخه کې د یوه لوکس رسټورانټ ترڅنګ د یوې ښځې له لوري لېږدول شوې کورني جوړ شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۱ نور ټپیان دي.

د رویټرز د راپور له مخې پولیسو ویلي، چاودنه د ځايي وخت له مخې د ماښام له ۸ بجو مخکې د مسکو د کودرینسکایا څلورلارې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده. دغه رسټورانټ د سټالین د دورې د مسکو له اووه لوړو ودانیو څخه په یوه کې موقعیت لري.

د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې ویلي، یوې نامعلومې ښځې هڅه کړې وه، چې رسټورانټ ته ننوځي؛ خو امنیتي ساتونکي یې مخه نیولې ده.

د روسیې دولتي خبري آژانس«ریا نووستي» د راپور له مخې؛ دغه ښځه امنیتي ساتونکی او د بالزي روسي ایټالوي رسټورانټ یو پېرېدونکی په ورپسې چاودنه کې وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، ټپیانو ته د ټپونو کچه توپیر لري او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د روسیې دولتي خبري آژانس«ریا نووستي» له پېښې څخه یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې درندې وسلې سمبال امنیتي ځواکونه ښکاري. د پېښې ځای د خلکو پر مخ تړل شوی و.

چارواکو د وژل شویو او ټپیانو هویت نه‌دی څرګند کړی او نه یې ویلي، چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی.

روسیه له اوکراین سره د بشپړې کچې جګړې له پیل څخه نږدې پېنځه کلونه په جګړه کې ښکېله ده.

د روسیې د امنیت فډرالي ادارې(اف‌اس‌بي) د روان کال په پیل کې ویلي وه، چې د هغو وژنو او د وژنې د هڅو له لړۍ وروسته، چې مسکو یې پړه پر کیف اچولې؛ د لوړپوړیو پوځي چارواکو د ساتنې چارې به نورې هم پیاوړې کړي.

د «کومرسنت» ورځپاڼې د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چاودېدونکې توکي د دې لپاره جوړ شوي وه، چې د رسټورانټ د دوبي په بهرنۍ چوتره کې ناست میلمانه ووژني یا ټپیان کړي.

ورځپاڼې اټکل کړی، چې ښايي چاودنه د لرې کنټرول له لارې شوې وي او هغه ښځه، چې وسیله یې لېږدوله؛ ښايي نه پوهېده، چې دا چاودېدونکې توکي یا وسیله ده.

د رسټورانټ په اوبپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه ځای د شنبې پر ورځ د یوې ځانګړې غونډې لپاره تړل شوی و.

سیمه ییز خبرونه

بشارالاسد پر اعدام محکوم شو

د سوریې انتقالي حکومت یو محکمې، د بشار الاسد د مور د تره زوی عاطف نجیب هم پر اعدام محکوم کړ.

Published

on

په سوریه کې یوې محکمې له دې هېواده وتلی پخوانی ولسمشر بشارالاسد د ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې پر «جنګي جرمونو» او « بشریت ضد جرمونو» تورن کړی دی؛ په دې جګړه کې شاوخوا نیم میلیون کسان وژل شوي دي.

د سوریې انتقالي حکومت یو محکمې، د بشار الاسد د مور د تره زوی عاطف نجیب هم پر اعدام محکوم کړ.

نوموړی د سوریې په سویل کې د درعا ولایت د لاریونونو د ځپلو مشري کولو پر تور تورن شوی دی؛ هغه ځپنه وه، چې په دې هېواد کې د پاڅون او وروسته د کورنۍ جګړې د پیل لامل شوه.

نجیب په سختو امنیتي تدابیرو کې، چې د زندان جامې یې پر تن وې؛ په قفس کې ولاړ و او قاضي پرېکړه ولوستله.

بشار الاسد او ورور یې ماهر له هغې وروسته، چې وسله‌والو مخالفانو د ۲۰۲۴ز.کال په ډسمبر کې دمشق ته ننوتل؛ روسیې ته وتښتېدل.

نجیب وروسته ونیول شو او د پخواني حکومت له هغو لوړپوړو چارواکو څخه شو، چې محاکمه شوي دي. هغه په ۲۰۱۱ز.کال کې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال د سوریې د پوځ جنرال او په درعا ولایت کې د سیاسي امنیت د برخې مشر و.

د بشار الاسد پر ضد د اعدام حکم د سوریې د انتقالي حکومت له لوري لومړنی حکم دی، چې سږ کال یې د پخواني حکومت د چارواکو محاکمه، په حضوري او غیابي ډول پیل کړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.

Published

on

ایران ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د نویو لارو په اړه هوکړه وروستیو پړاوونو ته رسېدلې؛ خو ټینګار کوي، چې د تنګي د بېرته پرانیستو لپاره باید امریکا تهران ته د غرامت ورکولو، د بندیزونو پای ته رسولو او د پوځي ګواښونو درولو غوښتنې ومني.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي په اړه هوکړه وروستۍ مرحلې ته رسېدلې؛ خو ایران به د بېړیو تګ راتګ هغه وخت بېرته عادي کړي، چې امریکا د جګړې د زیانونو جبران، د بندیزونو پای ته رسول او د پوځي ګواښونو درول ومني.

عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ ویلي، له عمان سره هوکړه وروستۍ شوې؛ خو ایران به تر هغې دا اوبلاره بیاځلې خلاصه نکړي، چې امریکا د تهران شرطونه ونه‌مني

د عراقچي د څرګندونو له مخې؛ په دې هوکړه کې به د بېړیو د تګ راتګ لپاره نوې لارې ځانګړې شي، چې د امریکا له‌خوا د تهران د غوښتنو له منلو وروسته وکاریږي.

عراقچي ویلي، ایران او امریکا اوس‌مهال مستقیمې خبرې نهلري او تهران به تر هغې له واشنګټن سره مستقیمې خبرې پیل نه‌کړي، چې امریکا د جون لنډمهاله هوکړه نقضوي؛ خو د منځګړو له لارې د دواړو لوریو ترمنځ پیغامونه تبادله کېږي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمد باقر ذوالقدر هم ویلي، د ایران غوښتنې د امریکا له‌خوا د نورو ګواښونو او د ایران پر وړاندې د بریدونو درول، د ایران د متحدانو پر وړاندې د یرغل پای ته رسول، په خلیج کې د امریکا د سمندري محاصرې ختمول، پر ایران د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول دي.

د یوه امریکايي چارواکي د څرګندونو له مخې، د ایران او عمان هوکړه کولی شي د هرمز تنګي له لارې د خوندي تګ راتګ د بېرته پیل زمینه برابره کړي.

دې چارواکي زیاته کړې؛ امریکا به هغه مهال د ایران پر بندرونو سمندري محاصره لرې کړي، چې د سوداګریزو بېړیو د بې‌خنډه تګ راتګ د بېرته پیلېدا هوکړه اعلان او ایران خپلې ژمنې عملي کړي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد اړینه سمندري لار ده.

ایران له هغې وروسته دغه تنګی وتاړه، چې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې خپل غبرګون وښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچونه روان دي؛ د یمن حوثیانو، چې د ایران متحدان بلل کېږي په سره بحیره کې پر بېړیو خپل بریدونه زیات کړي دي. دغه راز حوثیانو ویلي: سعودي عربستان، چې پر یمن محاصره لګولې د هغې په غبرګون کې یې د سعودي عربستان پر وړاندې د سرې بحیرې محاصره اعلان کړې؛ خو ریاض دا ادعا رد کړې ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان

هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.

Published

on

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ويلي؛ د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي تړون له تخنیکي پلوه د متقابلې دفاع په برخه کې د ناټو له پېنځمې مادې سره ورته والی لري، خو د ایران پر ضد نهدی.

هاکان فیدان ویلي؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي دا ائتلاف پراخ شي او مصر هم له هغو هېوادونو څخه دی، چې ښايي ورسره یوځای شي.

ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان د جمعې پر ورځ« د مکې ګډ دفاعي تړون» لاسلیک کړ.

دغه تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی، چې په سیمه کې د امریکا متحدو هېوادونو د سیمه‌ییزو نښتو د پراخېدا او د ایران له لوري د خلیج د تېلو پر صادرونکو هېوادونو د توغندیزو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د درېیو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د دغه تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د مخنیوي ګډه وړتیا پیاوړې کول دي او له مخې یې پر هر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي.

فیدان له اناتولي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، دغه ائتلاف د ایران یا کوم بل هېواد پر ضد نه‌دی، بلکې د درې غړو هېوادونو د امنیت د ملاتړ لپاره یوه عمومي ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړې، د برید په صورت کې به غړي د مشورې له لارې د اړتیا وړ ملاتړ کچه، ډول او بڼه ټاکي.

د فیدان د څرګندونو له مخې: تر هغې، چې پر یوه غړي هېواد برید نه‌وي شوی؛ هیڅ هېواد به د ګواښ په توګه نه‌ګڼل کېږي.

ترکیه، چې له امریکا وروسته د ناټو دوه‌یم لوی پوځ لري؛ ویلي؛ دغه تړون کولی شي د سیمې نور هېوادونه هم په کې شامل کړي او موخه یې د موجودو ائتلافونو ځای نیول نه‌دي.

فیدان ویلي:« ناټو له ۳۲ هېوادونو سره یو لوی پوځي ائتلاف دی. مونږ دلته له درې هېوادونو پیل کړی او باید ډېر محتاط؛ خو عملي ګامونه واخلو.»

نوموړي زیاته کړې، د دغه تړون د وروستي کولو هڅې شاوخوا دوه کاله او اته میاشتې روانې وې.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دغه ائتلاف په چوکاټ کې به د ناټو اوسني جوړښت ته ورته د وزیرانو یوه کمیټه جوړه شي او عمومي دارالانشاء به یې په سعودي عربستان کې وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، عملیاتي جزئیات به د کمیټې په لومړۍ غونډه کې مشخص شي.

فیدان وایي:« زمونږ د ولسمشر لیدلوری دا دی، چې یوازې پر درې هېوادونو بسنه ونه‌کړو، بلکې ائتلاف پراخ کړو او د سیمې ټول هېوادونه تر دې چتر لاندې راټول کړو.»

نوموړي زیاته کړې، مصر هم د ځینو تخنیکي ستونزو له اواري وروسته له دې تړون سره یوځای کېدی شي.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې، سعودي عربستان، پاکستان او مصر د سیمه‌ییزو مسایلو له ایران سره د جګړې، د څېړلو لپاره یوه ډله جوړه کړې ده.

ترکیې ویلي، دغه ډله، چې «آر۴» نومېږي؛ د عملي میکانیزمونو په رامنځته کولو کې د غړیو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا هڅه کوي.

فیدان همدارنګه ویلي، ترکیه باید په سره سمندر کې د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره په نړیوال ائتلاف کې ونډه ولري؛ ځکه د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سمندري تګ راتګ امنیت د انقرې له ګټو سره مستقیم تړاو لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117